کندهار ( پژواک ٢ چنګاښ ٩٢ ) : د کندهار ولايت چارواکي وايي، که څه هم له تېرو پنځو کلونو راهيسې ورته پرمختيايي بوديجې نه ده ورکړل شوې، خو بيا هم په دغه ولايت کې د مرستندويه ادارو په مرسته د بيا رغونې ګڼ کارونه شوي دي.
 
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا وايي، چې په ١٣٩١ لمريز کال کې د ماليې وزارت له خوا دغه ولايت ته ٣٥ ميليونه ډالره بوديجه ځانګړې شوې وه، خو هغوى ته نه ده ورکړل شوې.
 
هغه زياته کړه، په روان ١٣٩٢ لمريز کال کې د دغه ولايت لپاره ٨٥ ميليونه ډالر بوديجه ځانګړې شوې او د ولايتي ادارې هڅه به دا وي، چې دغه بوديجه پر وخت تر لاسه کړي.
د نوموړي په وينا، په دغه ولايت کې د امنيت له ټينګښت سره د خلکو اړتياوې زياتې شوي او هغوى يې د مرستندويه موسسو له لارې د پوره کولو پوره هلې ځلې کړې دي.
دى وايي، تېر ١٣٩١ لمريز کال کې مرستندويه ادارو شا وخوا ٢٩ ميليونه ډالر ورکړي، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې پرې لنډ مهالې او اوږدمهالې پروژې بشپړې شوې دي.
 
د ده په خبره، د دغه کال په اوږدو کې د کندهار ښار او ولسواليو يو شمېر لويې لارې جوړول، د اوبو بندونه او کانالونه جوړول، د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو پرانيستل، د کرنې په برخه کې اسانتياوې برابرول، د بېلابېلو دولتي ادارو لپاره د ودانيو جوړول او نور هغه څه و، چې د خلکو په ژوند کې يې مثبت بدلونونه راوستي دي.
 
د کندهار د اقتصاد رياست چارواکي هم وايي، چې د پرمختيايي بوديجې د نشتوالي له امله په دغه ولايت کې بيارغنيزې چارې ټکنۍ شوې او په تېرو پنځو کلونو کې ډېرې کمې پروژې پلې شوې دي.
هغوى وايي، د دغه ولايت د بيارغنيزو چارو لپاره پنځه کلن پرمختيايي پلان جوړ شوى و، چې له ١٣٨٧ کال څخه پيل او تر ١٣٩١ کال پورې پاى ته ورسېد.
 
د اقتصاد رييس محمد رحيم رحيمي وايي، په دغه پرمختيايي پلان کې ټولټال ١٢٧٥ پروژې شاملې وې، چې ځينې يې بشپړې شوې او ځينې نيمګړې پاتې دي.
 
د نوموړي په وينا، تېر کال کندهار ولايت ته ٣٥ ميليونه ډالر پرمختيايي بوديجه په پام کې نيول شوې وه، خو تر دې مهاله له دغو پيسو څخه يواځې يو ميليون ډالر ورکړل شوي دي.
رحيمي وويل، دغه چاره د دې لامل شوې، چې د دې ولايت پرمختيايي کارونو ته سخته ضربه ورکړي.
خو هغه زياته کړه، چې له دغې ستونزې سربېره يې تېر کال په کندهار ولايت کې د ٣٠ ميليونه ډالرو په ارزښت رغنيزې پروژې پلي کړې، چې ٢٩ ميليونه يې ولايتي ادارې او نورو مرستندويو ټولنو برابرې کړې وې او يو ميليون يې د دغه ولايت لپاره له ټاکل شوې بوديجې څخه اخيستل شوې دي.
 
د کندهار د فوايد عامې رياست مسوولين وايي، چې سږ کال يې په دغه ولايت کې د يو شمېر سړکونو د بيا رغونې چارې پيل کړې دي، دا ټول هغه سړکونه دي، چې په نږدې تېرو کلونو کې پاخه شوي دي، خو اوس د بېلا بېلو ستونزو له کبله بېرته خراب شوي دي.
د دغه رياست مسوولين وايي، په کندهار کې له شاوخوا دوه سوه کيلو متره پخو سړکونو څخه اوسمهال لس کيلو متره سړک بېړنۍ بيا رغونې ته اړتيا لري.
 
د فوايد عامې رييس عبدالمحمد احسان پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه دوه سوه کيلومتره سړکونه، د کندهار د ټولو سړکونو څلورمه برخه ده او که د دغه ولايت ټول سړکونه پخېږي، نو تر ٨٠٠ کيلومتره پورې نور سړکونه بايد جوړ شي.
دى وايي، د کندهار اکثره سړکونه له دې کبله خراب شوي، چې د ټيټ کيفيت مواد پکې کارول شوي او يا هم درانه وزنونه پرې تېرېږي. دغه راز د دوی په وينا، د سړک جوړونې داسې پروژې هم شته چې قرار داد يې په شپږم لاس يوه شرکت عملي کړی دی، چې په دې توګه هغوی خراب مواد کارولي دي.
 
په پام کې وه، چې د کندهار له هوايي ډګر څخه تر ښار پورې د اوسني غځېدلي سړک تر څنګ بل موازي تېر کال د فوايد عامې رياست له لوري ورغول شي، خو دغه رياست وايي، چې بوديجه ورته د مالي کال په وروستيو وختونو کې ورکړل شوه، نو ځکه يې و نه شواى کولای، دغه سړک ورغوي.
 
احسان زياته کړه، چې ډېر ژر به له ښوراوک څخه سپين بولدک ته د غځېدلي سړک د پخولو چارې پيل شي، دغه سړک ٩٠ کېلو متره اوږد دی، چې د يو شمېر غرونو او لويو درو په منځ کې تېر شوى دى.
هغه وايي، دغه سړک د شاوخوا ٧٥ ميليونو ډالرو په لګښت د فوايد عامې وزارت له لوري په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.
 
د کندهار ولايت د هوايي ډګر مسوول احمد الله فيضي وايي، چې له تېر کال راهيسې په کندهار هوايي ډګر کې د شا و خوا ٧٩،٣٥ ميليونه يورو په لګښت بېلا بېلې پروژې بشپړې کړې دي.
هغه زياته کړه، په دغو پروژو کې د الوتکو لپاره دوه پارکينګونه، رنوې، سړکونه، ټرمينل، د بايو ميټريک او سکېنر د ماشينونو نصبول او نورې دې ته ورته پروژې شاملې دي، چې د مسافرينو لپاره يې ګڼې اسانتياوې را منځ ته کړې دي.
فيضي وويل، چې په دغه هوايي ډګر کې ډېرې د بيا رغونې پروژې د ولايتي ادارې په هلو ځلو تر سره شوې دي، خو په نوي کال کې د اړوند وزارت له خوا ورسره ژمنه شوې، چې د هوايي ډګر عمومي دروازه په نړيوال معيار جوړه کړي.
هغه زياته کړه، په دغه کال کې به په هوايي ډګر کې د اور وژنې سيسټم او د تېلو زېرمې هم ورغول شي.
 
د اوبو لګولو رييس انجنير شېر محمد عطايي  وايي ، چې د تېرې څه مودې راهيسې د دهلې بند د بيارغونې د کارونو د پيل کولو په موخه سروې ګانې او نورې تخينکي چارې پيل شوې وې او اوس پاى ته رسېدلي ، چې څو مياشتې وروسته به يې عملي کارونه پيل شي.
د دهلې بند د بيارغونې په پروژه کې د بند د دېوالونو لوړول، له بند سره په خوا کې د شپږو نورو مرستندويه بندونو جوړول، د بند دخولي او خارجي دروزاو جوړول او نور شامل دي.
هغه زياته کړه، د دغو بند د رغونې چارې يوې امريکايي ترکي کمپنۍ ته سپارل شوي، د هغوى تخنيکي ډلې کندهار ته را رسېدلي او د يوې مياشتې په اوږدو کې به په دهلې بند کې ځاى پر ځاى شي.
عطايي وويل، ټاکل شوې ده، د د دهلې بند اوسني دېوالونه تر ٨ مترو لوړ شي، د اوسني بند سره په خوا کې شپږ نور مرستندويه بندونه جوړ شي، د بند ټولې دخولي او خروجي دروازې جوړې شي، ټول ديوالونه نوې شي او دغه راز دغلته د چارو د ښه تر سه کېدا لپاره د برېښنا د توليد ظرفيت يو مېګا واټ ته لوړ شي.
د ده په وينا، د دهلې بند پر دغه څلور کلنه پروژه ٢٥٤ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي، چې ٥٠ ميليونه يې د هېواد ماليې وزارت او پاتې يې د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې USAID له خوا ورکول کېږي.
هغه وويل، چې په دې توګه به د دهلې بند د اوبو د زېرمه کولو وړتيا د اوس په پرتله څو برابره زياته شي، د کندهار د اوو ولسواليو کرنيزې ځمکې او باغونه به خړوب شي او د دې ولايت ټول نفوس يعنې دوه ميليونه وګړو ته به يې ګټه رسېږي.
 
د کندهار د اطلاعاتو او کولتور رياست وايي، چې د دغه ولايت تاريخي ابدات او اثار تر سخت ګواښ لاندې دي، چې بيارغونې ته سخته اړتيا لري.
 
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د معلوماتو له مخې، اوس په کندهار کې ٢٦ تاريخي سيمې او ٤٠٦ تاريخي اثار او ابدې شته، خو د امنيتي ګواښونو او نه پاملرنې له امله، نه يواځې بهرني سيلانيان نه لري، بلکې په کور دننه يې هم څوک نندارې ته نه ورځي.
 
د اطلاعاتو او فرهنګ رييس دواخان مينه پال وايي، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې د يو شمېر تاريخي سيمو او ور څېرمه ځمکو غصب روان دى او پکې خپلسري ساختماني چارې روانې دي.
هغه د بېلګې په توګه د کندهار زوړ ښار، نارنج ماڼۍ، منډيګک غونډۍ، د سپېروان غونډۍ، د مينا برج، د سلېمان اخندزاده برج او ځينې نورې سيمې يادوي، چې د ده په وينا، حالت يې ډېر خراب دی.
نوموړی وايي، دوی د خپل کار په لړ کې، تېر کال د نږدې ١١ تاريخي ځايونو د ترميم چارې تر سره کړې، خو لا هم ګڼ تاريخ ابدات ترميم او ځينې نور يې استملاک ته اړتيا لري.
 
هغه د تاريخې اثارو د ساتنې په برخه کې هم د يو لړ ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل ، داسې ودانۍ نشته، چې اثار پکې خوندي کړي او موزيم ترې جوړ کړي، خو زياته يې کړه، چې په دې اړه يې هڅې پيل کړې او په نږدې راتلونکي کې به يې د ښار په مرکزي برخه کې جوړ کړي.
 
د کندهار د پوهنې رييس شېر اغا ساپى وايي، چې په دغه ولايت کې د نورو ستونزو تر څنګ د ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتوالى دى، ځکه ګڼو ودانيو ته جګړو زيانونه اړولي او ترميم ته اړتيا لري.
هغه زياتوي: ((د کندهار ٧٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري، کومې ودانۍ چې شته تر ميم ته اړتيا لري.))
خو هغه دا هم وويل، چې د يونيسف په مرسته دا مهال د ښوونځو لپاره د ودانيو جوړولو ٢٢ پروژې تر کار لاندې دي، چې ٧ يې ګټې اخيستنې ته اماده دي.
ساپي وويل، له بده مرغه په ځينو ولسواليو کې د ښوونځيو لپاره د ٩ ودانيو جوړولو قراردادي شرکتونه يا نادرکه دي او يا پيسې نه دي ورته رسېدلي.
 
د کرنې او مالدارۍ په برخه کې هم په دې وروستيو کې په کندهار کې يو لړ پرمختګونه شوي، چې ښه بېلګه يې په دغه ولايت کې د کرنې او مالدارۍ د انسټيټيوټ ودانۍ ده، چې د کليو د پراختيا او بيارغونې، پوهنې، کرنې او اوبو لګولو د وزارتونو او د کاناډا هېواد په ٤،٥ ميليونه ډالره لګښت جوړه شوې ده.
د کرنې رييس انجنير احمدشاه روشن وايي، د ودانۍ د جوړولو چارې په دوو کلونو کې بشپړې شوې، چې د زده کړې ٣٦ خونې، د نارينه او ښځينه وو لپاره د ليليې او ډوډوۍ خوړلو ځايونه، تخينکي ورکشاپ، د لوبو ميدانونونه او يو مسجد  پکې شامل دي.
ټاکل شوې ده، په همدې ساحه کې د هندوستان هېواد په مالي مرسته د هېواد په کچه د کرنې لوى پوهنتون جوړ شي، چې اوسمهال يې  ډيزاين او نورې اړوندې چارې روانې دي.
 
د ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال وايي، تر هغه چې د کرنې پوهنتون جوړېږي د سوېلي حوزې نارينه او ښځينه زده کوونکي کولاى شي همدلته د کرنې او مالدراۍ په برخه کې زده کړې وکړي.
 
بل خوا د کندهار د کليو د پراختيا رياست چارواکي وايي، چې د کندهار په هغو څلورو ولسواليو کې يو ځل بيا د ملي پيوستون پروګرام پيلوي، چې امنيت يې ډاډمن دى او اوسېدونکي يې د بيارغونې په کارونو کې سمه ونډه اخلي.
دغه څلور ولسوالۍ ارغنداب، ډنډ، تخته پُل او دامان په ګوته شوي دي.
 
د کليو د پراختيا رييس کريم الله افغان پژواک اژانس ته وويل، چې اوسمهال يې د دويم ځل لپاره دغه پروګرام په ارغنداب ولسوالۍ کې پيل کړى، چې د سيمې د اوسېدونکو لپاره پکې سړکونه، پلونه، د څښلو پاکې اوبه، لښتي او نور شامل دي.
 
د کليو د پراختيا رييس د ملي پيوستون پروګرام د دويم ځل پيل کېدو د لګښت په اړه معلومات ور نه کړل، خو ويې ويل، چې په تېرو اتو کلونو کې د کليو د پراختيا او بيارغوني وزارت د خپل ملي سيمه ييز پراختيايي پروګرام له لارې په کندهار کې ٥٥٤ پروژې پلي کړي، چې څه له پاسه ٢٦ ميليونه ډالر لګښت پرې راغلى دى.
هغه زياته کړه، دغه وزارت پلان لري، چې په روان کال کې په کندهار کې درې پروژې د ساختماني چارو او درې پروژې د ښځو د اقتصاد د ښه والي په برخه کې هم عملي کړي.
 
بل خوا د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال وايي، چې په تېرو څو کلونو کې په کندهار کې د پام وړ اوږدمهالې پروژه نه ده بشپړه شوې، بلکې د خلکو د تېر ايستلو لپاره ځينې کوچنۍ پروژې بشپړې شوې دي، خو خلکو ته يې هومره ګټه نه ده رسېدلې.
د ده په خبره، د يادو ستونزو د ختمېدو په موخه مرکز ته هم تللی، له وزيرانو او حتى ولسمشر کرزي سره يې هم په دې اړه خبرې کړي، خو تر اوسه يې کومه ګټه نه ده کړې.
 
د ارغنداب ولسوالۍ د نوې مزرې د کلي اوسېدونکى عبدالرحمن پژواک ته وويل: ((زموږ په کلي کې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې ځينې سړکونه جوړ شوي، د پاکو اوبو څاه ګان او نور جوړ شوي دي، خو ډېر مهال د دغو کارونو پر مهال بې وزلو خلکو ته پام نه کېږي.))
هغه غوښتنه وکړه، چې په هره مرسته او هر کار کې دې، د کليو بې وزلو ته هم پام وشي او د ستونزو د هواري غم دې يې وخوړل شي.
 
د يو شمېر لرې پرتو ولسواليو اوسېدونکي او چارواکي بيا وايي، چې ولسوالۍ يې د حکومت تر واک لاندې راغلي، خو د بيا رغونې کارونه پکې نه دي شوي.
 
د غورک ولسوال داوود خان وايي، مهمه اړتيا يې دا ده، چې ولسوالي دې له ښار سره د پاخه سړک په واسطه ونښلول شي، د ولسوالۍ لپاره دې ودانۍ ورته جوړه شي او د ښوونځيو په رغونه او بيا پرانيستنه کې دې ورسره اساسي همکاري وشي.
 
د ميانشين ولسوالۍ يوه اوسېدونکي رحمت الله خان پژواک خبري اژانس ته وويل، تر هغه وروسته، چې دغه ولسوالۍ له وسله والو مخالفينو څخه بيرته ونيول شوه، دغلته يواځې يو روغتيايي مرکز جوړ شوى او نور هيڅ کار نه دى شوى.
دى وايي، روغتيايي مرکز يې هم سمه ودانۍ نه لري، يواځې دوه کانټينرونه دي، چې د روغتايي مرکز په نوم په سيمه کې ايښودل شوي، خو نور پکې هيڅ راز اسانتياوې نشته.