کندهار ( پژواک ١٥غبرګولى ٩٢ ) : د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت امنيتي وضعيت ښه شوى، اوولس واړه ولسوالۍ د حکومت تر واک لاندې راغلي، ګڼو ولسواليو ته غځېدلې لارې خلاصې شوي او د ښار تر څنګ په لرې پرتو سيمو کې سيمه ييزو پوليسو د وسله والو د فعاليتونو مخه نيولې ده.
د کندهار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق وايي، چې د ملي پوليسو په ليکو کې اصلاحات، په ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو جوړېدل او د خلکو همکاري هغه څه دي، چې په دې ولايت کې د پخوا په پرتله امنيتي وضعيت ښه شوى دى.
هغه زياتوي، اوسمهال د کندهار اوولس واړه ولسوالۍ د حکومت تر واک لاندې دي، خو تر دې وړاندې په ځينو ولسواليو کې په پراخه کچه وسله والو مخالفينو فعاليت درلود، چې اوس کم شوى او دغه راز يو شمېر ولسوالۍ لکه غورک او ميانشين د پر له پسې څو کلونو لپاره د طالبانو تر ولکې لاندې وې.
دغه او يو شمېر نورې ولسوالۍ نږدې دوه کاله وړاندې د همکارۍ د تدابيري پلان د عملياتو په پايله کې د مخالفينو له واکه ووتې او پکې د حکومتولۍ، پرمختيا او امنيت چارې پيل شوې.
دى وايي، د دغه ولايت په ګڼو ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو ځواک ښه پايله ورکړې او له خپلو کليو څخه يې وسله وال مخالفين ايستلي دي.
د نوموړي په وينا، د کندهار په ډېرو ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو تشکيلات پوره شوي او اوس د ملي پوليسو په شان وسلې، امتيازات او نور امکانات ورکړل شوي او د دې جوګه شوي، چې په خپلو سيمو کې د وسله والو د فعاليتونو مخه ونيسي.
د ده په خبره، اوس مهال په پنجوايي، ارغنداب، شاوليکوټ او معروف ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو روزنه بشپړه شوې او په پلان کې ده، چې په نورو ولسواليو کې هم دغه ځواک وروزل شي، چې ورسره به د ټول  ولايت په امنيتي حالت کې ښه والى راشي.
امنيه قوماندان دا هم وويل، چې اوسمهال له ګڼو ولسواليو څخه بهرني ځواکونه وتلي او له ځينو څخه د وتلو په حال کې دي، چې تشه يې افغان ځواکونه ډکوي.
د نوموړي په وينا، همدا اوس د کندهار د ٩٠ سلنه سيمو امنيت يواځې افغان ځواکونه ساتي.
دى وايي، د کندهار د امنيت د لا ښه کېدو لپاره کار کوي، خو تر ټولو لويه ستونزه له پاکستان سره د کندهار اوږده پوله او خلاص سرحدونه دي.
دى وايي له همدې امله په پاکستان کې د ميليونونو افغانانو کډوالي د دې لامل شوې، چې په سپين بولدک کې پر ډيورنډ کرښه د وسله والو مخالفينو تګ راتګ اسانه او د هغوى پېژندنه ګرانه کړي.
د نوموړي په خبره، پر ياده شوې لاره هره ورځ تر ١٥ زره پورې افغانان اوړي را اوړي، چې هغوى ته يې پېژندنه ګرانه ده.
امنيه قوماندان ټينګار کوي، که د هېواد ټول سرحدونه کنټرول نه شي، نو هيڅکله دلته د مخالفينو پر ضد عمليات او نور فعاليتونه نه شي بريالي کېداى، که يو ولايت هم خلاص سرحد ولري، نو وسله وال ترې اکمالات کولاى شي.
نوموي دغه راز وويل، چې خلکو ته د ډاډمن امنيت په موخه يې د نورو هڅو تر څنګ په پوليسو کې د اصلاحاتو لړۍ هم پيل کړې ده.
هغه زياته کړه، په تېر يوه کال کې يې د پوليسو ۸۰  افسران او ساتنمنان د خلکو د ځورونې او فساد په تور له دندو ګوښه کړي او عدلي او قضايي ادارو ته يې ور پېژندلي دي.
د نوموړي په وينا، په فساد کې ککړو پوليسو، د ولسواليو امنيه قوماندانانو او د ښار د امنيتي حوزو امرينو د امنيت په خرابوالي کې خپلې ګټې لټولي، نو ځکه يې خلکو ته ستونزې جوړولې، دغه راز په ګوښه شويو پوليسو کې داسې کسان هم وو، چې له مخالفينو سره يې مرستې کولې.
امنيه قوماندان ټېنګار کوي، چې که دغه قوماندانان يې له دندو ګوښه کړي نه واى، نو د تېر په شان به په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو، د زورواکانو د زور زياتي، بې قانونيو او امنيتي ستونزو له امله خلک ځورېدل.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا هم د تېر په پرتله د دغه ولايت امنيتي وضعيت د ډاډ وړ بولي او وايي، چې اوسمهال دغلته په پراخه پېمانه امنيتي ځواکونه موجود دي، چې پوره تجهيز دي او ولسي خلک ورسره همکاري کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې امنيتي ځواکونو ته يې سپارښتنه کړې، چې هغوى بايد په متجاوز حالت کې واوسي، خپلې سرچينې له يو بل سره شريکې کړي، د مخالفينو د فعاليتونو مخه ونيسي او پرېنږدي، چې مخالفين د خلکو د ډاډمن ژوند او امنيت مخه ونيسي.
د کندهار ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر وايي، چې دغلته د امنيت د سمون تر څنګ د جنايي پېښو د ګراف د راټيټولو هڅې کوي او نه پرېږدي، چې مجرمين د خلکو فردي ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
دى وايي، هره اوونۍ په منځنۍ کچه تر ١٠ پورې په جنايي جرمونو ککړ کسان نيسي، چې په بېلابېلو جرمونو، لکه قتل، غلا او نورو ناقانونو کړنو تورن وي.
د نوموړي په وينا، د پوليسو د پراخو فعاليتونو او هلو ځلو په پايله کې د پخوا په پرتله د جنايي جرمونو کچه را ټيټه شوې ده.
بل خوا د کندهار يو شمېر چارواکي وايي، چې که څه هم د کندهار امنيتي وضعيت له تېرو کلونو سره هيڅ د پرتلې وړ نه دى او اوس وضعيت ښه شوى دى، خو بيا هم په دې وروستيو کې د هوا له ګرمېدو او په پاکستان کې د ديني مدرسو له رخصتېدو سره په يو شمېر ولسواليو کې بيا د وسله والو مخالفينو فعاليتونه زيات شوي دي.
د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزى وايي، چې په دې وروستيو کې دغې ولسوالۍ ته سلګونه وسله وال مخالفين راغلي او د دغې ولسوالۍ پر هغو کليو يې وسله وال بريدونه وکړل، چې ولسي خلکو پکې د وسله والو پر خلاف پاڅون کړى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، تلوکان، موشان، سپېروان، زنګ اباد او يو شمېر نورې د پنجوايي هغه سيمې دي، چې راغليو وسله والو پکې فعاليتونه پيل کړي دي.
د ده په وينا، که څه هم په دغه ولسوالۍ کې موجود سيمه ييز او ملي ځواکونه د وسله والو طالبانو د بريدونو مقابله کولاى شي، خو د امنيتي حالت د ښه کېدو په موخه په دغې او يو شمېر نورو ولسواليو کې بېړنو پوځي عملياتو ته اړتيا ده.
د پنجوايي ولسوالۍ قومي مشر او د کندهار د ولايتي شورا غړى حاجي اغالالى هم وايي، چې په ټوليزه توګه د کندهار ولايت امنيت ښه شوى، خو بيا هم په دې وروستيو کې په ځينو سيمو کې د وسله والو مخالفينو فعالتيونه محسوس دي.
خو دى وايي، دغه فعاليتونه په هغه کچه نه دي، لکه څو کاله مخکې، چې وسله والو مخالفينو به په پنجوايي، ژيړۍ او ځينو نورو ولسواليو کې ثابت مرکزونه لرل.
هغه د بېلګې په توګه پنجوايي ولسوالي ياده کړه، چې په سپېروان سيمه کې يې يو ځل بيا مخالفين فعال شوي دي.
پنجوايي د کندهار هغه ولسوالي ده، چې روان کال پکې د څو کليو اوسېدونکو د وسله والو مخالفينو پر ضد پاڅون وکړ.
د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد سيمې اوسېدونکى حاجي محمد وايي، چې په سيمه کې يې له پاڅون سره د پخوا په پرتله امنيت ښه شوى او اوس وسله وال نه شي کولاى د هغوى سيمې ته ورشي او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
دى وايي، د پاڅون کوونکو تر څنګ يې په سيمه کې سيمه ييز پوليس هم فعال دي او په ګډه ګزمې کوي، د ماينونو سيمې په نښه کوي او مخالفينو ته د فعاليت فرصت نه ورکوي.
په خپله د پاڅون کوونکو مشر عبدالودود هم له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل،چې  د سيمې خلکو په خپلو پراخو هلو ځلو امنيت تامين کړى او د وسله والو طالبانو د هر راز فعاليتونو مخه يې نيولې ده.
هغه وويل، پاڅون لومړى د پنجوايي ولسوالۍ له زنګ اباد سيمې څخه پيل شو، وروسته ورسره د څلورو نورو کليو اوسېدونکي هم ملګري شول، خو د څه باندې دوو مياشتو په تېرېدو يې شاوخوا ١١ کلي تر پوښښ لاندې راوستلي دي.
هغه وويل: ((موږ د وسله والو د ظلمونو له لاسه پاڅون وکړ او د هغوى پر ضد مو وسلې را واخيستې، ما خپل اته ځوانان زامن له ځان سره ملګري کړل او خلکو ته مې وويل، چې نور دا د زغم وړ نه ده، چې وسله وال دې هره ورځ زموږ د کورونو مخې ته ماينونه ږدي، زموږ ځوانان دې له دولت سره د تړاو په تور وژني.))
دى وايي، د پاڅون له لومړۍ ورځې ځوانان شپه او ورځ ګزمې کوي، تر څو د طالبانو د فعاليتونو مخه ونيسي، دغه راز عام خلک هم له هغوى سره مرسته کوي او په دې لړ کې پاڅونوالو او پوليسو ته د مخالفينو د پټنځايونو او فعاليتونو په اړه معلومات ورکوي.
د کندهار ولايت د بېلا بېلو ولسواليو او سيمو اوسېدونکي هم وايي، چې په کندهار کې د پخوا په پرتله امنيت ښه شوى دى، پخوا به د کندهار ښار په واټونو کې په رڼا ورځ قومي مشران او دولتي کار کوونکي ترور کېدل، چاودنې او ځانمرګي بريدونه به کېدل، خو اوس د دغو پېښو کچه را ټيټه شوې ده.
خو هغوى بيا هم غوښتنه کوي، چې د بشپړ او ډاډمن امنيت لپاره نور کار او هلو ځلو ته اړتيا ده.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالواسع پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوسمهال له کندهار ښار څخه ولسواليو ته غځېدلې ډېرې لارې خلاصې شوې او خلک په اسانۍ پرې تګ راتګ کوي.
دى وايي، پخوا به ځينو ولسواليو لکه شاوليکوټ، ارغنداب، ژيړۍ او پنجوايي ولسواليو ته پر لارو امنيتي ستونزې وې، ډېر مهال به وسله وال مخالفين سړکونو ته راوتل او خلک به يې له موټرونو کښته کول، خو اوس دا پېښې کمې شوې دي.
هغه دغه راز وويل، چې اوسمهال هره جمعې ورځ په زرګونو کندهار ښاريان د ارغنداب باغونو ته د مېلې لپاره ځي او کومه ستونزه  نه لري.
د ژيړۍ ولسوالۍ د پاشمول سيمې اوسېدونکى عبدالقيوم بيا وايي، چې د امنيت له سمون سره يې په ژوند کې ډېر بدلون راغلى، پخوا به چې هر کله موسم ګرمېده، نو د وسله والو طالبانو فعاليتونو به په داسې حال کې زور اخيست، چې د خلکو د مېوو حاصلات به رسېدلي وو او نه به يې شواى کولاى خپله مېوه تر مارکېټ پورې ورسوي.
دى وايي، اوسمهال چې امنيت نسبتاً ښه شوى، خلک او سوداګر په ډاډه زړه ولسواليو ته سفر کوي او د مېوو د اخيستلو لپاره باغونه ګوري.
د کندهار د ميوند ولسوالۍ د بازار اوسېدونکى بيا وايي، چې د امنيت د سمون تر څنګ په کندهار کې د اکمالاتي کمپنيو له بې وسلې کېدو سره هم امنيت ښه شوى دى.
دى وايي، پخوا به وسله والو طالبانو د اکمالاتي کمپنيو پر وسله والو کسانو بريدونه او چاودنې کولې، چې په په پايله کې به يې ډېر زيان ولس ته رسېده اولارې به په ساعتونو ساعتونو تړلې وې، خو اوس دا ستونزه پاى ته رسېدلې ده.
خو د کندهار د يو شمېر لرې پرتو ولسواليو اوسېدونکي لا هم له نا امنۍ او ښار ته پر غځېدليو لارو د ماينونو له لاسه شکايت کوي.
دغه شکايتونه د يو شمېر شمالي ولسواليو اوسېدونکي کوي، چې له کندهار ښاره ورغځېدلې لارې يې خامه او امنيتي ځواکونه يې د امنيت ساتلو کې پاتې راغلي.