د بلخ ولايتي شورا ١٩ غړي لري چې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې پنځو پخوانيو غړو يو ځل بيا وکړاى شول دې شورا ته لاره پيدا کړي.
دې شورا د داخلي ټاکنو په ترڅ کې لاندې کسان د اداري پلاوي د غړو په توګه د يوه کال لپاره ګومارلي دي:
رييس: محمد ابراهيم خيراندېش
مرستيال: ذبيح الله کاکړ
منشي: مېرمن طاهره هقجو
١- رييس عبدالخالق:
رييس عبدالخالق د عبدالرازق زوی،چې په ١٣٤٤ کال کې د بلخ ولايت په شولګر ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړي. رييس عبدالخالق د ولايتي شورا په تېره دوره کې د خلکو استازى و چې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې يې بيا وکولى شواى دې شورا ته لاره پيدا کړي. هغه د جميعت اسلامي ګوند غړی دی او له وکالته وړاندې پر شخصي کاروبار بوخت وو.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٠٠٥٠١٣٠٩
٢- محمد افضل حديد:
محمد افضل حديد د استاد محمد اسلم زوی، چې په ۱۳۴۵ لمريز کال کې په مزارشريف ښار کې زېږېدلی. نوموړي د بلخ پوهنتون په طب پوهنځي کې لوړې زده کړې کړي، کومه سیاسي مخینه نه لري. ډاکټر حديد د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم غړيتوب درلود او ددې شورا د رييس په توګه يې دنده ترسره کړې ده. نوموړى د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې يو ځل بيا وتوانېده چې دې شورا ته لاره ومومي. حديد په کوم سياسي ګوند پورې تړلى نه دى. ډاکټر حديد د بلخ په ملکي روغتون کې د جراحۍ د متخصص په توګه کار کړى او اوس د وکلات دندې ترڅنګ شخصي کلينيک هم لري، چې پس له وخته د ناروغانو درملنه کوي.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٠٠٥٠٣٠٣٦
٣- ذبيح الله کاکړ:
ذبيح الله کاکړ د عبدالصبور زوی ،چې په ١٣٦١ هجرى لمريز کال کې په مزار شريف کې زېږېدلى دى. نوموړي د مزارشريف په استقلال ليسه کې زده کړې کړې دي. هغه وړاندې له دې چې د ولايتي شورا غړى شي، پر شخصي سوداګرۍ بوخت وو. نوموړى د داخلي ټاکنو په ترڅ کې د بلخ د ولايتي شورا مرستيال وټاکل شو. کاکړ په کوم سياسي ګوند پورې تړاو نه لري.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٨٨٨٨٨٨١٧
٤- بشير احمد عزيز الله:
بشير احمد عزيز الله د غلام محمد سخي زوی ، چې په ۱۳۴۷ لمريز کې د مزار ښار په بابا یادګار سیمه کې زېږېدلی. نوموړي تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي. نوموړى د جهاد پرمهال د جمعيت اسلامي ګوند له قوماندانانو څخه و او د طالبانو حکومت تر ړنګېدو ورسته او په هېواد کې د حامد کرزي په مشرۍ په نوي حکومت کې په بلخ کې د ۷ نمبر قول اردو د کشف د آمر په توګه يې دنده ترسره کړې ده. بشير احمد عزيزالله د بلخ د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم غړى و او يو ځل بيا يې وکولى شول چې خپله څوکۍ وساتي. نوموړى د کوم سياسي ګوند غړيتوب نه لري.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٧٨٨٢٦٩٦٢
٥- عبدالوکيل:
عبدالوکيل د حبيب الله زوی ، چې په ۱۳۴۲ لمريز کال کې په بلخ کې زېږېدلی دی. نوموړي تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي. د جهاد په دوره کې قوماندان پاتې شوی، چې په همدې دوره کې په استاد مشهور شوی، خو وروسته یې بیا کومه ځانګړې دنده نه ده لرلې. عبدالوکيل د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې د دويم ځل لپاره د بلخ ولايتي شورا ته لاره پيدا کړه. نوموړى د کوم سياسي ګوند غړيتوب نه لري او وړاندې تردې چې وکيل شي، آزاد کاروبار يې کاوه.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٩٩٣٤٩٣٤٩
٦- محمد صالح مرادي:
محمد صالح مرادي د هيت قول زوی او د بلخ ولايت د خُلم ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې په ۱۳۳۶لمريز کال کې په همدې ولسوالۍ کې زېږېدلى. مرادي د خُلم ولسوالۍ په مرکزي لېسه کې يې تر دوولسم ټولکي زده کړې کړې دي.  مرادي وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي، پر شخصي کاروبار بوخت و . دى د کوم سياسي ګوند غړيتوب نه لري.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٩٩٤٩٠٦٣٨
٧- شجاع الدين شجاع:
شجاع الدين شجاع د آقا محمد زوی ، چې په ۱۳۶۱لمريز کال کې د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې زېږېدلی دى. نوموړي د مزارشريف په باختر لېسه کې زده کړې کړې دي. شجاع د حزب جنبش ملي افغانستان غړی دی او له وکلات مخکې د همدې ګوند مرستيال پاتې شوی. نوموړى د دې تر څنګ د جنبش جوانان افغانستان په نامه د ټولنيز سازمان د مرکزي شورا مرستيال هم دی.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٩٤٤٤٠٩٩٢
٨- محمد هاشم اعظمي:
محمد هاشم اعظمي د محمد اعظم زوی او د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار اوسېدونکى دى. نوموړى په ۱۳۶۰لمريز کال کې پيدا شوی دی. عظيمي د بلخ پوهنتون د حقوق او سياسي علومو له پوهنځي د ليسانس په کچه فارغ شوى . نوموړى په کوم سياسي ګوند پورې تړاو نه لري او وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته کامياب شي، له افغانستان څخه بهر اوسېده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٢٢٠٠١٠٠
٨- سيد عبدالله مسرور:
سيد عبدالله مسرور د سيد اسدالله مسرور زوی ، چې په ۱۳۶۷لمريزکال کې د بلخ ولايت په چارکند ولسوالۍ کې زېږېدلی. مسرور د مزارشريف په دقيقي بلخي ليسه کې تر دوولسم ټولګي زده کړې کړي او دمګړی (١٣٩٣) د بلخ پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د درېيم کال محصل دی. نوموړی ددې ترڅنګ په بلخ کې د "اندېشۀ سبز" په نامه د يو فرهنګي مرکز مشري هم کوي او د سفير په نامه د خصوصي تلويزيون امتياز هم لري، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په مزارشريف ښار کې خپرونې لري. سيد عبدالله مسرور د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم ددې شورا غړى و  او يو ځل بيا وتوانېده چې دې شورا ته بريالى شي. نوموړى د کوم سياسي ګوند غړيتوب نه لري.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٩٩٥٥٠٠٠٤
١٠- رامين رمضان:
رامين رمضان د اشرف رمضان زوی او د بلخ د مرکز مزار شريف ښار اوسېدونکى دى، چې په ۱۳۶۱لمريز کال کې زېږېدلی. رمضان د بلخ پوهنتون د انجنيرۍ له پوهنځي فارغ شوى  . نوموړى وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي، پر شخصي سوداګرۍ بوخت و . رمضا د کوم سياسي ګوند غړيتوب او سياسي مخينه نه لري.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٧٧٣٣٦٣٦٣
١١- شاه محمد جمالي:
شاه محمد جمالي د جمال الدين زوی او د مزار شريف ښار اوسېدونکى دى، چې په ۱۳۳۷لمريز کال کې زېږېدلی. جمالي تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړي او د جهاد پر مهال د جمعيت اسلامي ګوند قوماندان پاتې شوی دى. نوموړى د همدې ګوند غړى دى او د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم د خلکو استازى وو.
د اړيکې شمېره: ٠٧٨٧٧٨٧٧٥٣
١٢- محمد ابراهيم خيراندېش:
محمد ابراهيم خير اندېش د امان الله زوی ، چې په ۱۳۵۷لمريزکال کې په کندوز ولايت کې زېږېدلى خو له تېرو شلو کلونو راهيسې د بلخ ولايت په نهرشاهي ولسوالۍ کې ژوند کوي. خيراندېش د کندوز په شېرخان لېسه کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړي او دمګړۍ په مزارشريف ښار کې د ابن سينا خصوصي پوهنتتون د سياسي علومو پوهنځي محصل دی. خيراندېش د بلخ د ولايتي شورا د اداري هيئت په ټاکنو کې ددې شورا د رييس په توګه وټاکل شو. نوموړى مخکې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي، د نهرشاهي ولسوالۍ د انکشافي شورا رييس و او د لسو کلونو لپاره د همدې ولسوالۍ د اتفاق نمبر دو سيمې مشر هم پاتې شوی دی. خيراندېش د کوم سياسي ګوند غړيتوب نه لري.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٧٢١٠٢٨١٠
١٣- محمد امين دره صوفي:
محمد امين دره صوفي د مرزا رحمن زوی ، چې په ۱۳۴۵لمريزکال کې د سمنګان ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې پيدا شوی . نوموړى له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې په مزارشريف ښار کې ژوند کوي. دره صوفي په مزار شريف کې د رهنورد خصوصي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي د لومړي کال محصل دی. محمد امين دره صوفي په جهاد کې د حرکت اسلامي افغانستان تر رهبرۍ لاندې برخه اخيستې او لا هم د همدې ګوند غړيتوب لري. تر وکالت مخکې يې ازاد کاروبار درلود.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٠٤٤٢٤٠
١٤- غلام سخي لاله:
غلام سخي لاله د قمبر علي زوی ، چې په ۱۳۵۹لمريز کال کې د بلخ ولايت په شولګر ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. ښاغلي لاله د شولګر ولسوالۍ په علي شهيد ښوونځي کې تر دوولسم ټولګی پورې زده کړې کړي او اوسمهال د بلخ پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د لومړي کال محصل دی. لاله وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي، آزاد کاروبار درلوده. نوموړى د هېڅ سياسي ګوند غړيتوب نه لري.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٧٧٠٠٦٠٠٢
١٥- محمد اصف مومند:
محمد اصف مومند د حاجي محمد يوسف زوی ، چې په ۱۳۵۹ لمريزکال کې د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. مومند د مزارشريف ښار له استقلال لېسې فارغ شوی او اوسمهال د بلخ پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د لومړي کال محصل دی. محمد اصف مومند تر وکالت مخکې شخصي سوداګري درلوده او د شاهين سوداګريز ګروپ مشر و. مومند د کوم سياسي ګوند غړيتوب نه لري.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٩١٩٠٠٩٠٠
١٦- ريحان سادات:
ريحان سادات د سيد شاه حسين لور ده، چې په ١٣٦٨ کال کې زېږېدلې ده. نوموړې د بلخ د مرکز مزارشريف ښار اوسېدونکې ده او تر دوولسم ټولګي پورې يې زده کړې کړې دي. مېرمن سادات وړاندې له دې چې په ولايتي شورا کې غړيتوب ترلاسه کړي، د شمال زون د پوليسو په قوماندانۍ کې د مطبوعاتو برخه کې دنده ترسره کوله. نوموړې د کوم سياسي ګوند غړيتوب نه لري.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٩٦٦٨٦٢٦٦
١٧- يلدا فرنګيس سوګند:
يلدا فرنګيس سوګند د محمد رحيم لور ده ، چې په ١٣٦٨ کال کې زېږېدلې ده. نوموړې د بلخ د مرکز مزارشريف ښار اوسېدونکې ده او په بلخ پوهنتون کې يې تر ليسانس کچې زده کړې کړې دي. نوموړې په دې اړه نور جزييات ورنه کړل . مېرمن فرنګيس وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره پيدا کړي، مدني او ژورناليستيکي فعاليتونه کول. نوموړې د کوم سياسي ګوند غړيتوب نه لري.
د اړيکې شمېره:   ٠٧٩٨٤٦٢٨٧٧
١٨- طاهره حقجو:
طاهره حقجو د عبدالحق لور او د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار اوسېدونکې ده. مېرمن حقجو تر څوارلسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي. نوموړې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې تر برياليتوب وروسته د بلخ د ولايتي شورا په داخلي ټاکنو کې ددې شورا منشي ټاکل شوې ده. مېرمن حقجو وړاندې له دې چې ددې شورا غړيتوب ترلاسه کړي، د بلخ پوهنتون د جندر آمره وه. نوموړې په کوم سياسي ګوند پورې تړلې نه ده.
د اړيکې شمېره:   ٠٧٠٠٥٠٧٣٠٨
١٩- ډاکټر رحيمه رحيمي تره کې:
ډاکټر رحيمه رحيمي تره کې د رحم الدين لور ده ، چې په ١٣٥٣ هجري لمريز کال کې زېږېدلې ده. مېرمن تره کې د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکې ده او اوسمهال په مرکز مزارشريف کې ژوند کوي. مېرمن رحيمي تره کې په طبي علومو کې ماسټري لري او وړاندې له دې چې د ولايتي شورا په ټاکنو کې بريالۍ شي په مزارشريف ښار کې يې شخصي کلينيک درلود. مېرمن تره کې کومه سياسي مخينه نه لري او نه هم په کوم ګوند پورې تړلې ده.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٨٧٣٠٤٠٧١