مزارشريف ( پژواک ۲۴ غبرګولی، ۹۲) په تېرو څو کلونو کې د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار او ولسواليو کې د روغتيا، پوهنې، ښارجوړونې، کرنې او نورو برخو کې سلګونه سترې او وړې پروژې عملي شوې دي.
د بلخ ولايت د والي وياند منير فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې په وروستيو دوه کلونو کې د بيارغونې په برخه کې د پام وړ چارې تر سره شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په تېرو دوو کلونو کې د پوهنې په برخه کې په مرکز او ولسواليو کې ۱۰۰ لېسو، منځنيو او لومړينو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې دي.
د هغه په وينا، دغه ودانۍ د جرمني او سوېډن هېوادونو په مرسته او د پوهنې وزرات د بوديجې له خوا جوړې شوې دي.
ده زياته کړه، چې دغه راز د سړک جوړونې په برخه کې لسګونه کيلومتره سړکونه هم قير کړای شوي دي.
منير فرهاد وويل، چې په مزارشريف ښار کې د ښاروالۍ له خوا ۶۰ کيلومتره سړکونه قير شوي، د مزارشريف ښار او دولت اباد ولسوالۍ، بلخ ولسوالۍ، چمتال ولسوالۍ، مارمل ولسوالۍ او دهدادي ولسوالۍ تر منځ لارې هم په اساسي ډول جوړې شوې دي.
نوموړی وايي، چې د بلخ ولايت او د سمنګانو د دره صوف ولسوالۍ تر منځ ۱۴۵ کيلومتره غځېدلی سړک هم قير شوی، چې د حلقوي سړک ارزښت لري.
ده زياته کړه، چې د ښار د لا ښکلا لپاره توانېدلي، چې د بلخ ولايت ملي سوداګر په دغه ولايت کې د بيارغونې لپاره وهڅوي او په مرسته يې په مزار ښار کې ۱۵ ستر څلور لاري جوړ شوي، چې نوموتي يې د الکوزي، ګامګار، کمال نبي زاده، محب، کابل بانک او نور څلور لاري دي.
د بلخ د والي وياند وويل، چې په تېرو دووکلونو کې د جرمني هېواد په مرسته سترې پراختيايي پروژې پيل او بشپړې شوې دي، چې غوره يې په مزار ښار کې د ۴۰۰ بستريز ملکي روغتون جوړېدل دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه روغتون نه يواځې د هېواد په کچه؛ بلکې د سيمې په کچه په ښو طبي وسايلو سمبال شوی دی.
د هغه په وينا، جاپان هم له ياد روغتون سره د ۱۶ ميليونه ډالرو په ارزښت د طبي او تخنيکي وسايلو د مرستې ژمنه کړې ده.
منير فرهاد د جرمني په مالي لګښت د مزارشريف د هوايي ډګر د رن وې او ترمينل د جوړېدو يادونه هم وکړه، رن وې يې د ۳۵ متره سور او ۳۵۰۰ مترو په اوږدوالي سره د جرمنی هېواد په مالي مرسته جوړه شوې ده.
همدا راز د جرمني او متحده عربي امارتو په مالي مرسته د دغه هوايي ډګر ترمينل څه موده وړاندې ګټې اخيستنې ته وړاندې شو.
د بلخ والي عطامحمد نور د ترمينل د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې دا ترمينل د المان او متحده عربي اماراتو په ۶۰ ميليونو يورو په درېيو کلونوکې جوړ شوی دی.
نوموړي زياته کړه، چې پر دغه ترمينل المان هېواد ۴۸ميليونه يورو او متحده عرب امارات ۱۲ميليونه يورو لګولي دي.
نور وويل، چې دغه ترمينل په يوه ورځ کې د ۱۰۰۰ کسانو د لېږد اسانتيا لري، چې د کال په اوږدو کې د ۴۰۰ زره مساپرو د لېږد رالېږد اسانتيا په کې په نظر کې نيول شوې ده.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد وويل، چې له حيرتان بندر څخه د مزارشريف تر هوايي ډګره پورې ۷۹ کيلومتره رېل پټلۍ هم جوړه شوې، چې مالي لګښت يې اسيايي پراختيايي بانک ورکړی دی.
نوموړي زياته کړه، چې د جوړې شوې رېل پټلۍ له امله د بلخ په سوداګريزو چارو کې ګړنديتوب راغلی دی.
د هغه په وينا، په تېرو درېيو کلونو کې په دغه ولايت کې د کرنې په برخه کې هم د ياد وړ چارې تر سره شوې دي.
فرهاد وويل، چې د بلخ ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د نهرونو او د اوبو د سربندونو د جوړېدو په برخه کې له سلو زياتې وړې او سترې پروژې عملي شوې دي.
نوموړی په دغه برخه کې د چمتال، بلخ، چهاربولک، مارمل، دولت اباد، چارکنت، دهدادي او زارع ولسوالۍ يادې کړې، چې نهرونه او د اوبو سربندونه په کې جوړ شوي دي.
منير د بېلګې په توګه د بلخ ولسوالۍ د ثمرقنديانو د اوبو د بند د جوړېدو يادونه وکړه، چې د اسيا د پراختيايي بانک په مالي مرسته جوړ شوی دی.
نوموړي همداراز د کرنې په برخه کې وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې ۱۵زره کرنيز باغونه او کرنيز تحقيقاتي فارمونه هم جوړ شوي دي.
دغه راز د بلخ د کرنې رييس کاتب شمس پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په بلخ کې زعفرانو ښه وده کړې ده.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولايت کې د زعفرانو کښت تر دې عام شوى، چې تخم يې هم په همدې ولايت کې تر لاسه کېدای شي.
د هغه په وينا، په لومړي کال کې کروندګر اړ  و ، چې د زعفرانو تخم له هرات څخه تر لاسه کړي ، خو اوس دغه ستونزه حل شوې ده.
شمس وويل، هيله من دی، چې د بلخ د زعفرانو د ټولنې له لارې په دغه ولايت کې د زعفرانو کښت لا پسې وده وکړي.
د بلخ د کليو او پراختيا چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د ملي پيوستون د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته د دې پروسې دويم پړاو هم پيل شوی دی.
د کليو او پراختيا رييس باسط عيني وايي، چې د ملي پيوستون په دويم پړاو کې به د بلخ د ۱۱ولسواليو ۷۰۴ کلي تر پوښښ لاندې راشي.
نوموړي زياته کړه، چې د ملي پيوستون د کار په دويم پړاو کې به ډېرې پروژې د ښوونځيو ودانۍ، پر سړکونو چغل اچونه، د څښاک د اوبو اسانتيا، د ټولنيزو شوراګانو ودانۍ، کلينيک او دې ورته نورې ټولګټې پروژې وي.
د هغه په وينا، د ملي پيوستون دويم پړاو به په راتلونکو دوو کلونو کې پای ته ورسېږي، چې سلګونه پروژې به يې د ۲۷ميليون امريکايي ډالرو په لګښت بشپړې شي.
د کليو او پراختيا رييس وويل، چې د دغه رياست پر مټ په بلخ ولايت کې تر دې دمه ۱۹۶۸پراختيايي پروژې بشپړې شوي، چې د دغه ولايت نږدې يو ميليون وګړي ترې ګټه اخلي.
که څه هم د بلخ ولايت چارواکي په دغه ولايت کې د بيارغونې چارې د هېواد په کچه مثالي بولي؛ خو د دغه ولايت د ځينو ولسواليو اوسېدونکي او سيمه ييز چارواکي وايي، چې د مرکز مزارشريف په پرتله ولسواليو ته کمه پاملرنه کېږي.
د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي هم په دغه ولسوالۍ کې د بيارغونې د چارو د ګړنديتوب غوښتنه کوي.
د دې ولسوالۍ د ايلمانو کلي اوسېدونکي نجيب الله پژواک اژانس ته وويل،د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې، چې څومره د پرمختګ غږونه پورته کېږي، په هغه اندازه دې ولسوالۍ ته پام نه دی شوی.
نوموړي زياته کړه، چې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د وسله والو طالبانو شتون دغه ولسوالۍ له جدي ګواښ سره مخ کړې وه، چې له امله يې د بيارغونې چارې په نشت حساب وې.
د هغه په وينا، که چېرې د خلکو اړتياوې کم تر کمه ۵۰ سلنه هم پوره شي، نو پر دولت به يې باور پيدا او ورسره به چارې ښې پر مخ لاړې شي.
نجيب الله وويل، چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي لا هم د پوهنې، کرنې او روغتيا په برخه کې د لومړنيو اسانتياوو د نه لرلو له امله له ستونزو سره مخ دي.
د چهاربولک ولسوال ذبيح الله وويل، چې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې د تېرو ولسوالانو د ناسمو خدمتونو د وړاندې کولو له امله، د کرنې، روغتيا او پوهنې په برخه کې شوي کارونه د نشت برابر دي.
نوموړي د يادې ولسوالۍ د کرنې پر وړاندې د شته ستونزو په اړه وويل، چې کروندګر د کرنيزو اوبو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دي.
هغه د روغتيا په برخه کې د کمو خدمتونو له وړاندې کولو سر وټکاوه او ويې ويل، چې په دغه ولسوالۍ کې ۱۲۰ کلي دي؛ خو يواځې ۷ کلينيکونه لري، چې عامو خلکو ته د روغتيا په برخه کې لومړنۍ اسانتياوې هم نه شي برابرولی.
د چهاربولک ولسوال د يادې ولسوالۍ د پوهنې په برخه کې شوې چارې نيمګړې وبللې او له سيمه ييزې ادارې څخه يې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
نوموړي زياته کړه، چې په ټوله ولسوالۍ کې ۴۰ ښوونځي لري، چې ۲۵سلنه يې ودانۍ نه لري.
ولسوال ذبيح الله زياته کړه، چې که د ولسواليو د اوسېدونکو ستونزې تر يوه ځايه حل شي؛ نو د خلکو او حکومت تر منځ به شته واټن په پوره توګه له منځه لاړ شي او ورسره به امنيت هم په بشپړه توګه ښه وي.