مزارشريف ( پژواک ۲۱ غبرګولى ۹۲): د بلخ امنیتي چارواکي وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله په دې ولایت کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی.
هغوی وايي، د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لامل، د سیمه ییزو پولیسو جوړېدل، له پولیسو سره د خلکو مرسته او د ملي پولیسو هڅې دي.
امنیتي چارواکي دا هم وايي، چې په دې ولایت کې د وسله والو واړه بریدونه او نور فعالیتونه هم اوس له منځه تللي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري وايي، چې دغه ولایت له پخوا نه په بشپړ ډول نا امنه شوی نه دی؛ خو کومې وړې امنیتي پېښې چې کېدې هغه هم له منځه تللې دي.
هغه وویل، د بلخ په ځينو ولسواليو لکه بلخ، چهاربولک، چمتال او شولګر کې به وخت ناوخته د مخالفو وسله والو له خوا د سيمې د نا امنه کولو وړې هڅې کېدې ، چې په دې وروستيو کې د عامو خلکو په مرسته او د سیمه ییزو پولیسو په جوړېدو سره پای ته رسېدلې دي.
د نوموړي په وينا، په یادو ولسوالیو کې دم ګړۍ ۳۰۰ سيمه یيز پوليس په دندو ګومارل شوي، چې امنیتي وضعیت ورسره د ډاډ وړ شوى دی.
قادري وويل، درې کاله وړاندې به وخت ناوخته د مزار- شبرغان لویه لاره د وسله والو د فعالیتونو او نا امنۍ شاهده وه ،چې اوس یې مخنیوی شوی دی.
د بلخ د امنیت امر زیاته کړه، چې په يادو لارو کې دم ګړۍ شپه او ورځ خلک له هر ډول وېرې پرته تګ راتګ کوي.
خو د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي که څه هم د تېرو کلونو په پرتله امنيتي حالت د ډاډ وړ بولي، وايي، چې د روان اوړي له پيل سره د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د دولت وسله وال مخالفين ليدل کېږي.
د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي طلا محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې جوزجان او سرپل ولايتونو سره نږدې سيمو کې ځای ځای د دولت مخالف ازبک جنګيالي ليدل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه جنګيالي د خپلو وسلو په زور د سيمې د خلکو په کورنو کې پټېږي او د شپې له خوا د فرعي لارو پر څنډو ماينونه خښوي.
د امنيت امر سمونوال قادري که څه د يادې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د دولت د مخالفو وسله والو او په ځانګړې توګه د ازبک جنګياليو د شتون پخلی کوي وايي، چې د دولت مخالفو وسله والو د افغان ځواکونو پر وړاندې د مخامخ جګړې وس نه لري.
نوموړي زياته کړه، وخت نا وخته د جوزجان له فيض اباد او د سرپل له شيرم ولسوالۍ څخه د ازبکستان د طالبانو د تحريک، ازبک جنګيالي د بلخ چمتال ولسوالۍ ته اوړي.
د هغه په وينا، اوس دوی د دغو وسله والو مخه نیولې او په سیمه پوره امن ده.
د امنيت امر وويل، چې پر مزارشريف ښار او د حيرتان بندر ښارګوټي سربېره د دې ولايت د څوارلسو ولسواليو امنيت، د خلکو په مرسته او د ملي پولیسو په هڅو تامین شوی دی.
نوموړي په بلخ کې د جنايي پېښو په اړه وویل، چې د تېر کال په پرتله په کې ۳۰ سلنه کمښت راغلی دی.
عبدالرزاق قادري وايي، چې په دغه ولايت کې د پلان شویو جنايي پېښو مخنیوی یې کړی؛ خو وخت نا وخته د حقوقي جنجالونو له امله له جنايي پېښو سره مخ کېږي.
خو د دې ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم امنيت په ښکاره ډاډمن دی؛ خو لا هم په کې د تېرو کلونو په څېر د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژنې روانې دي.
د مزار ښار اوسېدونکی عتيق الله هدايت وايي، که څه هم په دغه ولايت کې د دولت د مخالفو وسله والو شتون او هڅې تتې دي، خو د ناپېژندو کسانو له خوا روانو وژنو عام خلک اندېښمن کړي دي.
د هغه په وينا، په روان کال کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا د وژنو څو پېښې شوي، چې ډېر قربانیان یې د پوهنې کارکوونکي وو، چې په مرموز ډول وژل شوي دي.
عتيق الله د بېلګې په توګه د همدې کال په اوږدو کې په دولت اباد ولسوالۍ کې د درېیو ښوونکو وژل، په چارکنت کې د يوه ښوونځي د سرښوونکي او په مزارشريف ښار کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د خصوصي پوهنتون د رييس د وژلو يادونه وکړه.
دغه راز د بلخ د امنيت امر سمونوال قادري وايي، چې په بلخ کې د پوليسو د مسلکي روزنو د روانې لړۍ له امله د بلخ ۹۵سلنه پوليس په مسلکي زده کړو سمبال شوي دي.
د هغه په وينا، له همدې امله پوليس د پېښو پر وړاندې له عامو خلکو سره مسلکي چلن کوی، چې د خلکو باور يې پر ځان زيات کړی دی.
قادري د بلخ د پوليسو په ليکو کې د فساد شتون نه ردوي؛ خو زیاتوي، چې له دغه ډول پېښو سره کله کله مخ کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې د امنيه قوماندانۍ د فساد پر وړاندې د مبارزې اداره په جدي توګه خپله مبارزه پرمخ وړي او د دې لامل شوې چې خلک فساد ته زړه ښه نه کړي.
د بلخ امنيتي چارواکي که څه هم په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو هڅې په نشت حسابې ګڼي؛ خو د نشه يي او الکولي توکیو د قاچاق پخلی کوي.
د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکيو سره د مبارزې مدیر مل پاسوال محمد عالم پژواک اژانس ته وويل، دا چې مزارشريف ښار د شمال زون د لارې حيثيت لري، نو وخت ناوخته په کې د الکولي او نشه يي توکیو د قاچاق هڅې کېږي؛ خو زیاتوي، چې دوی یې پر وړاندې په کلکه مبارزه کوي.
نوموړی وايي، د تېر کال ( ۱۳۹۱) په اوږدو کې يې د سلګونه کيلو ګرامه نشه يي او الکولي توکیو د قاچاق مخه نيولې ده.
مل پاسوال محمد عالم زیاته کړه، چې تېر کال يې ځواکونو ۳۲۶۱ ليتره الکولي مشروبات، ۱۵۱۴ ليتره فيصدي لرونکي بير او ۲۵ ليتره تېزاب نيولي او سوځولي دي.
هغه وايي، دغه راز ۷۲۸ کيلو ګرامه چرس، ۲۴۲ کيلو ګرامه تارياک، ۷۵ کيلو ګرامه هيرویين او ۴۳ کيلوګرامه بنګدانه هم د دوی د ځواکونو لاس ته ورغلې او سوځول شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې په سوځول شويو نشه يي توکيو کې ۲زره او ۵۰۰ کيلو ګرامه د چرس د بوټو پاڼې هم شاملې وې.
محمد عالم وويل، چې د تېر کال نشه يي او الکولي توکي د ۲۳۷ بېلا بېلو پېښو په ترڅ کې تر لاسه شوي، چې په تور يې ۲۹۳ کسان هم نيول شوي دي.
د ده په خبره، چې د همدې پېښو په ترڅ کې ۴۲ عرادې موټر او لس ميله وسلې هم نيول شوي دي.
د هغه په وينا ، دوی هڅه کوي، چې په دغه ولايت کې د نشه يي او الکولي توکیو د قاچاق پر وړاندې خپلې هڅې لا پسې ګړندۍ کړي.