ترينکوټ ( پژواک١٧ چنګاښ، ۹۲ ): د اروزګان اوسېدونکي وايي، چې په دې ولايت کې د پوهنې بهير خورا سست او له خنډونو سره مخ دی.
د پوهنې چارواکي هم ستونزې مني، خو وايي، چې د مخنيوي او حل لپاره يې پلانونه تر لاس لاندې لري.
د دې ولايت د پوهنې رياست سرپرست حبيب الرحمن وايي، دمګړۍ په دې ولايت کې ۴۸ لېسې، ۳۷ منځني،۱۹۹ لومړني ښوونځي، ۱۲ ديني مدرسې، ۱ دارالحفاظ، ۴ دارالمعلمينونه، ۱ دارالعلوم او ۵۳ د سواد زده کړو مرکزونه شتون لري.
هغه ووويل، چې له دغو ښوونځو نه يې ۴۶ لومړني، يو منځنی ښوونځی او ۷ لېسې د بېلابېلو ستونزو له امله تړل شوي دي، چې د خلاصون هڅې يې روانې دي.
نوموړی زياتوي، چې په اروزګان کې دمګړۍ ۷۲۵۷۸ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت او ښوونځيو ته ځي، چې ۶۲۶۳۲ تنه يې هلکان او ۹۹۴۶ تنه يې نجونې دي.
د پوهنې رياست د دغه چارواکي په خبره، چې اوسمهال د ښوونځيو تر څنګ په اروزګان کې ۱۹۶۹تنه هلکان او ۳۲ نجونې په اسلامي زده کړو او ۱۴۲ تنه په تخنيکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.
حبيب الرحمن وويل، چې په دې ولايت کې ټولټال ۱۵۶۵ تنه ښوونکي په دندو بوخت دي، چې ۶۶ تنه يې ښځې دي.
نوموړی زياتوي، په سږکال کې يې د ۵۰ نورو ښوونکيو د په کار کولو امر هم اخيستی او ډېر ژر به ځوانان په دندو وګوماري.
ښوونکي او زده کوونکي:
د اروزګان د سيدال خان لېسې د لسم ټولګي زده کوونکی وحيدالله وايي، له تېرو شپږو کلونو راهيسې يې نه په يادېږي، چې په ښوونځي کې يې د ورکړل شويو کتابونو نيمايي او يا هم درېيمه برخه لوستلې وي.
هغه زياتوي، د ښوونځيو نظم ګډوډ دی او هر کال د ښوونيز کال د يوې يا دوو مياشتو په تېرېدو سره ښوونکي درسونو او زده کوونکي ټولګيو ته نه راځي.
همدارنګه د دې ليسې د يوولسم ټولګي زده کوونکی سميع الله، د درسي کتابونو نشتون، ټولګيو ته د استادانو په وخت نه ورتګ، له زده کوونکيو سره ناوړه چلند هغه ستونزې بولي، چې له زده کړو يې زړه ور تور کړی او پوهنيز بهير يې له خنډونو سره مخ کړی دی.
هغه وايي، په وار وار يې دا ستونزه د اروزګان د پوهنې چارواکيو ته رسولې؛ خو هر ځل يې يواځې له تشو ژمنو پرته بل څه نه دي تر لاسه کړي.
د سيدا خان لېسې ښوونکی احمدالله هم په اروزګان کې پوهنيز بهير ټکی بولي او وايي، چې لوړ چارواکي له دې ولايت سره د مور ميرې سلوک کوي.
ده وويل، له تېرو څو کلونو راهيسې د ازادې سيالۍ له لارې بريالی شوی او ورسره ژمن شوې چې له ازموينې وروسته به يې معاش لوړېږي؛ خو وايي، چې پرې د درې کاله تېرېو سره سره يې لا هم معاشونه نه دي لوړ شوي.
دغه ښوونکی زياتوي، چې په اروزګان کې هيڅوک نه د زده کوونکي او نه هم د ښوونکيو خبره اوري او ستونزې يې ورته نه حلوي.
د اروزګان د لومړني ښوونځي ښوونکی عبدالرازق وايي، کابو لس کاله کېږي، چې د ښوونکي دنده تر سره کوي؛ خو تر اوسه يې کوم امتياز نه دی اخيستی.
نوموړی زياتوي، تر هغه چې په پوهنې رياست کې يو اساسي او بنسټيز بدلون رانشي، نو د اروزګان د پوهنې بهير ورسره نشي ښه کېدای.
عام خلک:
د اروزګان يوشمېر عام اوسېدونکي هم په دې ولايت کې د پوهنې له بهيره سر ټکوي وايي، اړ شوي چې خپل ماشومان له ښوونځيو وباسي او په ديني مدرسو کې يې شامل کړي.
د ترينکوټ د چرم ګر سيمې اوسېدونکی باري داد وايي، خپل دوه ماشومان يې چې په اوم او اتم ټولګيو کې و، د خراب پوهنيز بهير له امله يې له ښوونځيو ايستلي او په ديني مدرسو کې يې شامل کړي دي.
ده پژواک ته وويل، اوس يی دا ارمان کړی، چې کاشکې ډېر وړاندې يې خپل ماشومان له ښوونځيو ايستلي او په ديني مدرسو کې يې زده کړو ته کېنولي وای.
د ده په خبره، زوی يې د اتم ټولګي زده کوونکی و؛ خو لا يې املا نشوای ليکلی او ښوونکيو په پټو سترګو بريالی کاوه.
هغه وايي، په ديني مدرسه کې د خپلو زامنو مياشتينی فيس ورکوي او ښوونکي يې په زده کړو کې ورسره ډېره مرسته کوي.
د ترينکوټ ښار يو بل اوسېدونکی عبدالرحمن وايي، د پوهنې رياست ورځ تر بلې د خرابۍ لور ته ځي او اروزګان ته چې هر والي راشي لومړی د پوهنې رييس بدل او پر ځای يې خپل کس راولي، چې دې کار په پوهنيز بهير خورا بد اغېز کړی دی.
دی وايي، دلته ټول چارواکي يواځې د جېب ډکولو په فکر کې دي.
روڼ اندي:
د ترينکوټ د خانقي سيمې اوسېدونکی قومي مشر او شننونکی حاجي ميراخان پژواک ته وويل، په پوهنې رياست کې ډېر چارواکي له خپلې دندې ناوړه ګټه اخلي او تر ډېره د رسمي هلو ځلو پر ځای په شخصي ګټو لګيا دي.
نوموړی وايي، په کار ده، چې د پوهنې رياست په راس کې بې طرفه او په کار پوه وګړي په دندو وګومارل شي.
دی زياتوي، چې په روزګان کې د پوهنې په چارو کې له والي، د ولايتي شورا او پارلمان وکيلانو نه نيولې تر نورو چارواکيو پورې ټول لاسوهنه کوي او ټول په کې خپلې ګټې لټوي.
د ده په وينا، چې دغه کار د پوهنې رياست په چارو ناوړه اغېز ښندلی دی.