ترينکوټ ( پژواک، د زمرى لومړۍ نېټه، ٩٢ ) : د اروزګان ولايت چارواکي او اوسېدونکي که څه هم دا ولايت وروسته پاتې بولي ، خو زياتوي چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د بيارغونې د پام وړ کارونه شوي دي.
 
ددې ولايت ډېرى اوسېدونکي د ولسواليو او مرکز د لويو لارو له خرابوالي شکايت کوي او زياتوي ، چې د ناروغانو د لېږد پر مهال له ستونزو سره مخامخ کېږي.
 
خو چارواکي وايي، چې په دې وروستيو کې ددې ولايت د مرکز ترينکوټ ښار دسړکونو په ګډون د يو شمېر ولسواليو لويې لارې هم په پاخه ډول جوړ ې شوي او پر نورو کار روان دى.
 
د اروزګان د والي وياند عبدالله همت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ولايت له يو وروستو پاتو ولايتونو څخه و او خلک يې له لومړنيو اسانتياوو هم بې برخې وو.
 
خو هغه زياتوي ، چې د ولايتي ادارې د هلو ځلو ، ښې حکومتدارۍ او مرکزي دولت سره د ښو اړيکو له امله له تېرو دوو کلونو راهيسې په دې ولايت کې د پام وړ د بيارغونې کارونه او پرمختګونه شوي دي.
 
نوموړي زياته کړه ، چې په ترينکوټ ښار کې دننه ٢٦ کيلو متره بېلا بېل  سړکونه پاخه شوي   او ددې ښار تر لرې پرتو سيمو پورې هم ديو شمېر سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې دي.
 
هغه د بېلګې په توګه د ترينکوټ د مهراباد ١٤ کيلو متره سړک يادونه وکړه، چې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى.
همت دغه راز وويل، چې له مهراباد څخه تر چنارتو ولسوالۍ پورې د ٩ کيلو متره سړک جوړولو چارې هم پيل شوې دي.
 
د نوموړي په وينا، د ولايت له مرکز ترينکوټ ښار څخه تر دهراوود ولسوالۍ پورې د ٤٠ کيلو متره سړک جوړولو کار هم روان دى.
 
د والي وياند دغه راز وويل، چې ددې ولايت په ټولو برخو کې د ٢٥٠ کيلو متره پخو سړکونو د جوړولو کار روان دى، چې د کارونو بشپړېدو سره به يې ددې  ولايت د خلکو لويه ستونزه هواره شي.
همت زياتوي ، چې پر دې پروژو لسګونه ميليونه ډالر لګښت راغلى، چې ډېرى يې داسټراليا او هالنډ هېوادونو له خوا ورکړل شوي دي.
 
هغه وايي، چې دسړکونو ترمنځ ددې ولايت په بېلا بېلو سيمو کې پر سيندونو او خوړونو    اوږده پلونه هم جوړ شوي ، چې له امله يې ولسوالۍ له مرکز سره تړل شوې دي.
نوموړي د بېلګې په توګه څو ورځې مخکې په ترينکوټ ښار کې ديوه  پول جوړول ياد کړل ، چې  دهراوود، چارچينو او سراب ولسوالۍ يې له مرکز ترينکوټ ښار سره ونښلولې.
 
د اروزګان د والي وياند دغه راز وويل ، چې د ولايت په مرکز کې د ١٨ دولتي رياستونو لپاره ودانۍ جوړې شوې دي او په مرکز او ولسواليو کې د يو شمېر نورو دولتي ادارو د ودانيو جوړولو کار روان دى.
هغه زياتوي، چې د ترينکوټ ښار د ماسټرپلان د عملي کولو ترڅنګ د ملکي روغتون ترمينل هم رغول شوى دى.
 
بلخوا ددې ولايت چارواکي وايي، چې اسټراليا به په نږدې راتلونکي کې د اروزګان ولايت د بيارغونې  په برخه کې ٢٥ ميليونه ډالر ولګوي.
 
د اروزګان والي امير محمد اخوندزاده وايي،  اسټراليا ورسره ژمنه کړې ، چې په دې ولايت کې به د بيارغونې په برخه کې ٢٥ ميليونه امريکايي ډالر ولګوي.
 
هغه زياته کړه ، چې دا پيسې به دراتلونکو درېيو کلونو پر مهال ددې ولايت په ټولو ولسواليو کې د کليو پراختيا او فوايد عامې  رياستونو له لارې ولګول شي .
 
والي وويل ،  دوى په پلان کې لري ، چې په دې ولايت کې د سړکونوپه برخه کې ډېرې پروژې پلې کړي، ځکه چې ددې ولايت سړکونه ډېرى يې نه دي جوړ شوي.
 
امير محمد اخوندزاده وايي ،چې دسړکونوله جوړېدو سره به له يوې خوا د خلکو ستونزې هوارې شي او له بلې خوا به د خلکو اقتصاد  ورسره ښه شي .
 
د اروزګان د اوبو لګولو رييس انجنير عبدالکبير وايي، چې د ميليونونو ډالرو په لګښت يې په دې ولايت کې  ٣٥ سربندونه جوړ کړي دي.
 
هغه زياته کړه ، چې ددې ترڅنګ يې سلګونه متره استنادي دېوالونه  او درې لويې ويالې هم رغولې دي.
د نوموړي په وينا، هڅه کوي، چې ددې ولايت تر ټولو لوى د اغا جان بند او دوه نور بندونه ، چې سروې يې بشپړ شوې، ورغوي  .
 
د اروزګان د پوهنې رياست سرپرست حبيب الرحمن وايي، چې په دې ولايت کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتوالى يوه ستونزه وه، چې په دې وروستيو کې يې دا ستونزه تر يوه بريده هواره شوې ده.
 
د اروزګان د ولايتي شورا رييس امان الله هوتکي هم په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د بيارغونې له ترسره شويو کارونو خوښي څرګندوي.
 
هغه پژواک ته وويل ، چې د مرکز ترڅنګ په ولسواليو کې هم يو شمېر د بيارغونې کارونه شوي دي.
دى وايي ، چې د سړکونو له جوړېدو سره د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شوې دي.
 
د اروزګان ولايت يو شمېر اوسېدونکي که څه هم وايي ، چې د ژوند له لومړنيو اسانتياوو بې برخې دي، خو زياتوي چې په دې وروستيو کې د بيارغونې يو شمېر پروژې ددوى ستونزې تر يوه بريده هوارې کړې دي.
 
د چنارتو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى عبدالکبير وايي ، چې ددوى سړک په دې  وروستيو کې پوخ شوى  او اوس دوى په اسانه توګه د ولايت مرکز ته تګ راتګ کوي.
 
هغه پژواک ته وويل، چې پخوا به مرکز ته درسېدلو پرمهال له ګڼ شمېر ستونزوسره مخامخ کېدل او ډېرى مهال  به ناروغان په لاره کې مړه کېدل.
 
د چارچينو ولسوالۍ اوسېدونکى سيد محمد بيا وايي ،چې پخوا ترينکوټ ته په لاره پر يوه خوړ د پول د نشتوالي له مله دوى پر لرو لارو مرکز ته تلل.
 
خو هغه زياتوي، چې تېره مياشت په دې سيمه کې ديوه پول له جوړېدو سره ددوى لاره له مرکز سره ډېره نږدې شوه او اوس په اسانۍ مرکز ته رسېږي.
 
ددې ولايت ځينې اوسېدونکي بيا د بيارغونې له نشتوالي سرټکوي. د دهراوود ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى حاجي امان الله وايي، چې اوسني حکومت دوى ته هغومره کار نه دى کړى، څومره چې دوى ورته اړتيا درلوده.
 
نوموړى وايي، چې په  ولسوالۍ کې يې تر ټولو مهمه ستونزه د ښوونې په برخه کې ده او حکومت  دغې مهمې برخې ته هېڅ پاملرنه نه کوي.
 
د چارچينو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى اسماعيل بيا وايي ، چې د نا امنيو ترڅنګ دوى د ژوند له لومړنيو  اسانتياوو بې برخې دي.
هغه زياته کړه، چې دوى دپوهنې، روغتيا او اوبو په برخو کې ډېرې ستونزې لري او له حکومت څخه يې د ژر تر ژره هواري غوښتنه کوي.