ترينکوټ ( پژواک ٩ چنګاښ ٩٢ ) : که څه هم په دې وروستيو کې د اروزګان په بېلا بېلو سيمو کې سيمه ييز پوليس فعال شوي او امنيت ورسره لږ ښه شوى، خو ځايي اوسېدونکي سره له دې هم له نا امنيو شکايت کوي.
د دې ولايت د مرکز ترينکوټ ښار او يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي  له دولت څخه د کلکو امنيتي اقداماتو او د خپلسرو وسله والو د مهار کولو غوښتنې کوي.
د چارچينو ولسوالۍ يوتن اوسېدونکى حاجي ابراهيم وايي، چې د پخوا په پرتله يې په ولسوالۍ کې امنيت خراب شوى  او هره ورځ ترې د نا امنيو خبرونه ورکول کېږي.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې په دې ولسوالۍ کې وسله وال طالبان په ښکاره توګه تګ راتګ  او  د ورانکارۍ فعاليتونه ترسره کوي.
دى وايي، چې له دې ولسوالۍ څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته امنيتي ستونزې ځکه زياتې شوي، چې کورني ځواکونه کمزوري دي او عصري وسلې هم نه لري.
د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکى محمدقاسم  بيا په دې ولسوالۍ کې له هدفي وژنو شکايت کوي او زياتوي، چې په دې وروستيو کې  زياتې شوې دي.
د نوموړي په وينا، يواځې په تېره يوه مياشت کې پنځه هدفي وژنې شوي ، نامعلوم کسان خلک وژني او بيا په تېښته بريالي کېږي، خو پوليسو تر اوسه هېڅ اقدام نه دى کړى.
د قاسم په وينا، د دهراوود او ترينکوټ ترمنځ د لويې لارې امنيت هم خراب دى او ډېرى مهال پر ملکي خلکو او دولتي ځواکونو د ماين چاودنې  کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو فعاليت له  پيلېدو سره امنيت ښه شوى و، خو په دې وروستيو کې دوى له خلکو سره شخصي دښمنۍ پالي.
د ګيزاب ولسوالۍ اوسېدونکى علي جان بيا وايي ، چې دا ولسوالۍ درې کاله مخکې دسيمې د اوسېدونکو پر مټ له طالبانو خلاصه شوه، خو اوس ورته وېره پيدا شوې، چې هسې طالبان بيا پکې فعال نه شي.
د هغه په وينا، په دې وروستيو کې د طالبانو تګ راتګ او خوځښتونه زيات شوي او خلک په پټه توګه جنګ ته هڅوي.
نوموړى وايي، چې دولتي چارواکي له دې کار څخه خبر دي، خو پر وړاندې يې هېڅ اقدامات نه کوي.
علي جان ګواښ وکړ، چې که  دولت دې ولسوالۍ ته پاملرنه ونه کړي، نو لرې نه ده چې وسله وال طالبان يو ځل بيا دا ولسوالي ونيسي.
داروزګان د مرکز ترينکوټ ښار اوسېدونکي هم له امنيت څخه شکايت کوي او زياتوي چې په رڼا ورځ بريدونه او چاودنې رامنځته کېږي .
دوى وايي، چې د هوا له ګرمېدو سره په دې ښار کې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه زياتيږي.
د ترينکوټ ښار د سرمرغاب سيمې اوسېدونکى عبدالباري وايي، چې سيمه يې له ښار څخه ١٥ کيلومتره لرې ده، پخوا يې په ازاده توګه ښار ته تګ راتګ کاوه، خو اوس د امنيتي ستونزو  له امله ازاد تګ راتګ نشي کولى.
د هغه په وينا، د همدې امنيتي ستونزو له امله له سرمرغاب څخه ښار ته په کډه شوى، خو دلته هم ځان خوندي نه احساسوي.
د ترينکوټ  ښار يو بل اوسېدونکى سيد احمد بيا وايي ، چې په ښار کې امنيت نشته او په رڼا ورځ نه يواځې خلک ترور کېږي، بلکې پر امنيتي ځواکونو چاودنې او بريدونه هم کېږي.
د هغه په وينا، د ولايت په مرکز کې ، چې امنيت نه وي، نو د ولسواليو به څه حال وي.
د ترينکوټ ښار يو بل اوسېدونکى حبيب الله هم له نا امنۍ شکايت کوي او زياتوي، چې ددې ولايت امنيت تر پخوا خراب شوى دى.
د اروزګان امنيتي مسوولين هم مني، چې د هوا له ګرمېدو سره امنيت لږ خرابيږي ، خو زياتوي چې امنيتي ځواکونه د امنيت د ښه کېدو په برخه کې بشپړې هلې ځلې کوي.
ددې ولايت دامنيه قوماندانۍ دامنيت امر سمونيارمحمد اسلم پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې  عمليات په لاره اچولي دي.
د هغه په وينا، ددې عملياتو پر مهال نه يواځې وسله والو مخالفينو ته يې مرګ ژوبله اړولې، بلکې ډېرې سيمې يې له هغو پاکې کړې دي.
همدارنګه د امنيت امر وايي ، چې د چارچينو ولسوالۍ ترڅنګ ددې ولايت په نورو ولسواليو کې هم پراخه عمليات شوي او مخالفين يې ځپلي دي.
نوموړي زياته کړه ، چې په يو شمېر ولسواليو کې سيمه ييز پوليس فعال شوي او هغوى د امنيت په ښه کولو کې مهم رول لوبولى دى.