ترینکوټ ( پژواک، ٢٢چنګاښ، ۹۲ ): د اروزګان چارواکي او اوسېدونکي وايي، چې د دې ولایت د اوسېدونکیو اته نوي سلنه اقتصاد په کرنې او مالدارۍ ولاړ دی؛ خو زیاتوي چې د مرکزي حکومت نه پاملرنې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب کړی دی.
د اروزګان د کرنې او مالدارۍ رییس سردارمحمد الکو وایي، چې که څه هم دا ولایت پراخې او ډېرې کرنیزې ځمکې لري او اوسېدونکي يې هم په کرنې او مالدارۍ بوخت دي، خو کرنیز حاصلات یې لا هم لازم مارکېټ او بازار نه لري.
دی وایي، چې د ریاست دنده یې د بزګرانو د ستونزو لرې کول او ورسره مرسته کول دي؛ چې په دې برخه کې يې تر خپله وسه اقدام کړی دی.
د الکو په خبره چې د روزګان د کرنې ریاست ترڅنګ یوشمېر انجوګانې هم فعالیت کوي او تر ډېره یې هڅه کړې، چې د روزګان بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه برابر کړي دي.
د ده په خبره، اروزګان سره له دې چې د مرکزي ولایتونو په ډله کې راځي، خو له مرکزه په لرې واټن کې پروت دی او له همدې امله له ډېرو ستونزو سره مخ دی.
نوموړی وایي، اروزګان د هلمند د سیند تر څنګ یوشمېر نور سیندونه هم لري؛ خو د کرنې په برخه کې ترې لازمه ګټه نه ده اخیستل شوې او نه پرې بندونه جوړ شوي دي.
د کرنې رییس وایي، د بزګرانو پر وړاندې بله ستونزه د لارو نه جوړېدل، چې له امله یې په وخت حاصلات بازارونو ته نه رسېږي.
هغه وویل، یو بزګر نشي کولای، د خپل باغ مېوه او یا نور کرنیز تازه توکي له ولسوالۍ څخه ترینکوټ ته راوړي، ځکه د خرابو لارو له امله یې ټول له کاره وځي.
الکو زیاته کړه، چې په ترینکوټ او یا هم ولسوالیو کې د بزګرانو د کرنیزو توکیو د ساتنې لپاره سړې خونې نشته او خلک نشي کولای چې د خپل باغ مېوې اویا هم نور کرنیز توکي وساتي.
نوموړی وايي، یواځې وچې مېوې او غلې دانې کندهار او نورو سیمو ته لېږدول کېدای شي.
 د ده په وینا، د اروزګان د بادامو لپاره یې ډېره هڅه کړې، چې په کور دننه او له هېواده بهر ورته بازار پیدا کړي، چې په اړه یې له بېلابېلو مرسته کوونکیو موسسو سره هم خبرې کړي، خو په وینا يې چې تر اوسه یې یواځې ژمنې تر لاسه کړې دي.
د هغه په اند، چې لاهم د زابل بادام په دې ولایت کې پراته دي او د پلور لپاره هېڅ بهرني هېواد ته نه دي استول شوي.
د ترینکوټ ښار اړونده کوټوالو د سیمې اوسېدونکی او بزګر محمد اسلم وایي، چې دولت ورسره تر دې دمه د اصلاح شویو تخمونو او یا یې حاصلاتو ته د بازار موندنې په برخه کې هېڅ راز مرسته نه ده کړې.
دی وايي، بزګران او ځمکوال اساسي او بنسټیزو مرستو ته اړتيا لري، چې تر ټولو لومړنۍ اړتيا يې د اوبو د کمښت ستونزه او دغه راز د محصولاتو د ساتنې او د مارکېټ موندل  دي.
د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکى سید رسول وايي، دوی یواځې موسمي اوبه لري؛ خو دا اوبه په داسې مهال راځي ، چې دوی ورته ډېره کمه اړتیا لري او کله چې یې اړتیا پيدا شي نو اوبه ورکې شي.
نوموړى زياتوي، په دغه وخت کې بیا اړ وي، چې په ماشینونو او برمو خپلې ځمکې خړوبې کړي.
ده غوښتنه وکړه، چې په هره سيمه او ولسوالۍ کې دې د اوبو زېرمې او واړه بندونه جوړ شي او دغه راز دې د مېوو او سبزيو د ساتنې او خرڅلاو لپاره ورته بازار وموندل شي.
دغه راز د چورې ولسوالۍ اوسېدونکی تورجان وایي، چې که دولت ورته د بازار زمینه برابره کړي، نو دوی به خپل کرنیز حاصلات په ښه بیه په نورو ولایتونو او هېوادونو کې وپلوري.
ده وویل، چی د اروزګان ځمکې دوه فصله کښت کوي؛ خو خپلو حاصلاتو ته بازار نه لري.
د ولایتي شورا رییس امان الله هوتکي، دولت د کرنې او مالدارۍ په برخه کې په دې ولایت کې په بې کارۍ تورنوي او وايي، چې له تيرو څو کلونو راهیسې يې په دې برخه کې کوم بنسټیزکار نه دی کړی.
هغه وايي، د کرنې ریاست تر څنګ ګڼ شمير انجوګانې او موسسې هم فعالیت کوي؛ خو نه یې له بزګرو سره مرسته وکړه او نه یې هم د هغوی کرنیزو توکیو ته بازار پیدا کړ.
دی زیاتوي، که دولت بزګرانو ته اساسي کار کړی وای؛ نو اوس به د اروزګان د بزګرانو اقتصادي وضعیت ډېر ښه و.
سوداګر او پانګوال:
د اروزګان سوداګر او هټۍ وال وايي، له کندهار پرته د پلور بل بازار نه لري.
د دې ولایت د بادامو د سرای سوداګر حاجي خان پژواک ته وویل، چې دوی یواځې وچې مېوې لکه بادام، کښته او نور کندهار ته وړي؛ خو هلته هم د ځانګړي او پراخ بازار د نه شتون له امله یې توکي په وخت نه پلورل کېږي او په اونیو اونیو وخت اخلي.
د ترینکوټ ښار اوسېدونکی او هټۍ وال نیاز محمد وايي، چې د دې ولایت کرنیز حاصلات په خورا کمه بیه پلورل کېږي؛ خو که ورته په نورو سیمو کې بازار پیدا شي ښايي ګټه یې ډېره شي، ځکه اروزګان د ټولو توکیو د مصرف ظرفیت نه لري او ډېر اندازه تازه مېوې او سابه خوسا کېږي.
اروزګان د سوداګرو کومه ځانګړې اتحادیه یا ټولنه نه لري او نه په کې تر اوسه پانګوالو پانګونه کړې ده، که شوې هم وي دومره کمه ده چې په نشت حسابه ده.
لاسي صنایع:
په اروزګان کې ډېرې مېرمنې دلاسي صنایعو په جوړولو بوختې دي، چې کندهارۍ غاړې، د غميو ګنډونه، غالۍ، شړۍ او داسې نور توکي جوړوي.
د لاسي صنایعو جوړونکي وايي، چی دولت یې لاسی صنایعو ته هېڅ ډول پام نه دی کړی او نه یې ورته بازار موندلی دی.
هغوی زیاتوي، که ورته بازار پیدا شي لاسي توکیو ته به پراختیا ورکړي او په ښه بیه به یې پلوري.
د ترینکوټ ډېری کورنۍ خپلې اقتصادي اړتیاوې له همدې لارې پوره کوي.