مزارشريف ( پژواک، ۱۰وږی ۹۸)  د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې تېره شپه د دولت ساز ټيم پر يوه کمپايني دفتر وسله بريد او نښته شوې؛ خو تلفات نه لري.
بلخ کې د دولت ساز ټيم د يوه کمپايني دفتر مسوول ذبيح الله کاکړ د وږي په ۱۰مه، پژواک ته وويل، چې درې وسله والو تېره شپه نهه بجې د دوی په دفتر بريد وکړ.
 هغه زياته کړه، د بريد پر مهال يې د دفتر ساتونکي موجود وو او له بريدګرو سره يې ۱۵ دقيقې نښته وکړه.
کاکړ وايي، له نښتې وروسته بريدګر له سيمې څخه تښتېدلي دي.
نوموړ وايي، ياده پېښه ځاني تلفات نه لري؛ خو په وينا يې چې د دفتر د ساتونکو له خوا يې دغه بريد په بېړني ډول کنټرول کړای شو.
د هغه په خبره، بريد کوونکي تښتېدلي او دوی نه پوهېږي چې ياد بريد به چا ترسره کړی وي.
دى له امنيتي مسوولينو غواړي، چې د ټاکنيزو کمپاينونو امنيت خوندي کولو ته جدي پاملرنه وکړي.
په ورته مهال د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک سره خبروکې د يادې پېښې پخلی کوي او زياتوي، چې امنيتي ارګانونو په دې تړاو څېړنې پيل کړې دي.
هغه زياته کړه، حکومت او په ځانګړي ډول امنيتي ځواکونه متعهد دي چې د ټاکنيزې پروسې امنيت ته به ډېره پاملرنه کوي.
د فرهاد په خبره، مزارشريف کې د دولت ساز ټيم پر يوه کمپايني دفتر د بريد څرنګوالي او دا چې د چا له خوا شوی، له څېړنو وروسته به رسنيو ته معلومات ورکړي. 
ددې بريد مسووليت چا نه دى منلى، خو تر دې مخکې وسله والو مخالفينو پر ټاکنيزو دفترونو او پروګرامونو د بريدونو ګواښ کړى و.
د يادونې ده چې څو ورځې مخکې په پروان ولايت کې هم د دولت ساز پر دفتر بريد کې يو تن مسوول يې وژل شوى و.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.