مزارشريف ( پژواک، ۱۸غبرګولی، ۹۸) : د ولسي جرګې له ټاکنو شاوخوا نهه مياشتې وروسته د بلخ ټاکنو کمېسيون ومنله، چې دغه ولايت کې د تېرو ټاکنو پر مهال د پښتنو، ازبکو او ترکمن قومونو په سيمو کې شاوخوا ۳۰ مرکزونه په قصدي ډول تړل شوي وو، چې له امله يې سلګونه کسان له رايې  ورکولو څخه محروم شوي دي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون مشر عزت الله ارمان د غبرګولي په ۱۸مه، مزارشريف ښار کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د تقويتي نوم ثبتونې پروګرام د پيل په مراسمو کې وويل، چې امنيتي ننګونې د يادې پروسې پر وړاندې تر ټولو جدي ستونزې دي.
هغه زياته کړه، بلخ ولايت کې به د دوه اوونيو لپاره شاوخوا ۲۳ ټاکنيز مرکزونه پرانيستي وي، چې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د خلکو تقويتي نوم ثبتونه کوي.
ارمان وايي، له دې ډلې ۱۰ مرکزونه په مزاشريف ښار او ۱۳ مرکزونه به په ولسواليو کې پرانيستي وي.
هغه زياتوي، په دغه بهير کې به هغه کسان نوم ثبتوي، چې نوي اتلس کلن شوي وي او يا هم له بهرنيو هېوادونو څخه خپل وطن ته راستانه شوي وي.
د ارمان په خبره، همدا راز هغو کسان هم کولای شي، چې نومونه ثبت کړي، چې په تېرو ټاکنو کې   په دې کار نه وو توانېدلي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس د دغه ولايت په چمتال، چهاربولک، بلخ، دولت اباد او کشندې ولسواليو کې شته امنيتي ستونزې د ټاکنو بهير پر وړاندې تر ټولو لويې ستونزې يادې کړې.
هغه وويل: (( لا هم زموږ د زارع ولسوالۍ لپاره ټاکنيز مواد نه دي ور رسېدلي، هلته امنيتي ستونزې شته، د دې تر څنګ څو نورو ولسواليو کې هم مشکلات زيات دي)).
ارمان که څه هم د چا نوم نه اخلي خو ويې ويل، چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې د پښتنو، ازبکو او ترکمنو قومونو په سيمو کې شاوخوا ۳۰ ټاکنيز مرکزونه په قصدي ډول تړل شوي وو، چې په وينا يې له دې امله سلګونه کسان له رايې ورکولو څخه محروم شول.
هغه زياته کړه، که امنيتي ارګانونه لاس په کار نه شي؛ نو تېرې تجربې به بيا هم تکرار شي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس وويل، چې امنيتي مسوولينو سره متعددې ناستې لري او هغوی ورته د امنيت د ټينګښت برخه کې ډاډ ورکړی دی.
په ورته وخت کې د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد هم پژواک ته وويل، چې امنيتي مسوولين بايد د بلخ د ناامنه سيمو د تصفيه کولو لپاره لاس په کار شي.
د هغه په وينا، که حالات همداسې دوام وکړي؛ نو د دغه ولايت په چمتال، چهاربولک، دولت اباد ولسواليو او يو شمېر نورو سيمو کې به د نوم ثبتونې پروسې بهير ناممکن شي.
نوموړي دا هم وويل، چې ټاکنو کمېسيون بايد د ولسمشريزو ټاکنو په بهير کې شفافيت ته ډېره پاملرنه وکړي.
حديد زياته کړه: (( خلک نه غواړي چې د تېر کال د پارلماني ټاکنو  رسوايي بيا تکرار شي، ټاکنو کمېسيون بايد خپله ټوله هڅه وکړي، چې رڼو ټاکنو ترسره کېدو ته زمينه سازي وکړي)).
مدني فعال مير رويين انصاري هم بلخ کې د ناامنيو پر زياتېدو اندېښمن دی.
هغه پژواک ته وويل، چې وروستيو اوونيو کې د طالبانو فعاليتونه ان د مزارشريف ښار تر څنډو را رسېدلي دي.
د انصاري په خبره، که حکومتي مسوولين د وضعيت د کنټرول او بهبود لپاره لاس په کار نه شي؛ نو درې مياشتې وروسته به په مزارشريف ښار کې هم خلک په ډاډه زړه ټاکنو کې برخه وانخيستلای شي.
نوموړي غوښتنه وکړه، چې د قومي مشرانو له لارې او همدا راز د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترسره کېدو بايد په نا امنه سيمو کې د ټاکنو د نوم ثبتونې او ټاکنو ترسره کېدو لپاره هڅې وشي.
له دې سره د بلخ ولايت مقام مرستيال محمد بشير توحيدي بيا وويل، چې د دغه ولايت امنيتي شورا هڅه کوي؛ څو په نا امنه ولسواليو کې د امنيت ښه کېدو لپاره هڅې وکړي.
هغه خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په ټاکنو کې د ګډون کولو زمينه به ورته برابروي.
د هغه په وينا، بلخ ته به د ټاکنو د امنيت لپاره تقويتي سرتېري هم پر دنده وګومارل شي او همدا راز د بېلابېلو عملياتو طرحې او پلانونه هم ترتيب شوي، چې اجرا به شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.