مزار شريف ( پژواک، ۲۲مرغومی ۹۷): د بلخ ولايت معترض نوماندان وايي چې ټاکنو کمېسيون له دوی سره د مشکوکو صندوقونو د رايو بيا ځلي شمېرلو ژمنه کړې وه؛ خو په وينا يې چې تر اوسه يې نه ده عملي کړې.
ياد نوماندان چې د مرغومي په ۲۲مه، مزار شريف ښار کې راټول شوي وو، همدا راز يې وويل چې که غوښتنې يې ونه منل شي؛ نو د خپل حق تر لاسه کولو لپاره به سړکونو ته راووځي.
له بلخ څخه ولسي جرګې ته خپلواک نوماند سيد جبار اغا پژواک ته وويل، چې د يو شمېر نوماندانو له اعتراض وروسته ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون عمومي مشر بلخ ته راغی او له نوماندانو سره يې د مشکوکو رايو د بيا ځلي شمېرلو ژمنه وکړه.
هغه زياته کړه،  د نږدې شل ورځو په تېرېدو سره لا هم د بلخ ولايت په ټاکنو کمېسيون کې هغه رايې بيا نه دي شمېرل شوي، چې معترضو نوماندانو يې غوښتنه کوله.
نوموړی زياتوي، چې د تلې په ۲۸مه، ډېری افغانان ځکه د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړل، چې ولسي جرګې ته خپل رښتيني استازي وټاکي.
خو د هغه په وينا، د ټاکنو کمېسيون د بې کفايتۍ او ناسم مديريت له امله ياده ملي پروسه له خنډ سره مخ شوه.
سيد جباراغا په خپلو خبرو کې له ټاکنو کمېسيون څخه غوښتنه وکړه، چې د خلکو پاکو رايو ته احترام وکړي او هغه رايې له سيستم څخه وباسي چې د درغلۍ او تقلب له لارې استعمال شوې دي.
هغه زياته کړه، هر هغه کانديد چې د پاکو رايو په پايله کې بريالی شي؛ دوی ټول به يې ملاتړ وکړي.
د بلخ په لومړني لېست کې ناکام شوی نوماند ګل محمد ايرکين پژواک ته وويل، چې د ټاکنو له لارې بايد خلک خپل رښتيني استازي ولسي جرګې ته واستوي.
د هغه په خبره، د بلخ خلک د ډېرو ستونزو په ګاللو سره د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړل؛ خو له بده مرغه چې رايو ته يې په سپک نظر وکتل شول او درغلي په کې وشوه.
نوموړی زياتوي، چې که غږ يې وانه ورېدل شي؛ نو د بلخ خلک به په پراخه کچه راووځي او هغو خلکو ته به ولسي جرګې کې د استازيتوب اجازه ورنه کړي، چې په فساد ککړ او لاسونه يې د ملت په وينو سره دي.
هغه وويل: (( که ځيني خلک کوښښ کوي چې په درغليو او فساد ځانونه تر پارلمانه ورسوي، دا ورته خوب او خيال دی، زموږ خلک به هيچا ته اجازه ورنه کړي، چې په برخليک يې لوبې وکړي)).
د هغه په وينا د تور او سپينو رايو د بېلولو تر څنګ ټاکنو کمېسيون دنده لري؛ څو هغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني، چې په انتخاباتي درغلو کې ښکېل وي.
نوموړی وايي، که د ولسي جرګې ټاکنو کې د خلکو باور ته زيان او صدمه ورسېږي؛ نو په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به ګډون ونه کوي.
د هغه په خبره، پر ټاکنو د خلکو له منځه تللی باور هغه مهال بېرته تر لاسه کېدای شي، چې په انتخاباتي کمېسيونونو کې متقلب کسان مجازات شي.
له بلخ څخه ولسي جرګې ته په لومړني لېست کې ناکامه شوې کانديده سوريا باور عمري هم وايي، چې راتلونکی پارلمان بايد د خلکو د پاکو رايو پر بنسټ رامنځته شي.
هغې زياته کړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون او همدا راز  د شکايتونو کمېسيون خپل منځ کې همغږي نه لري او له همدې امله يې چارې تر ډېره خلکو ته د منلو وړ نه دي.
نوموړې زياتوي، چې په وروستي لېست کې د خپل نوم د ځای پر ځای کېدو لپاره يې اعتراض نه دی کړی؛ بلکې لويه غوښتنه يې دا ده چې عدالت تامين شي او حق حقدار ته ورسېږي.
 د هغې په خبره، که غږ يې وانه ورېدل شي؛ نو معترض نوماندان به خپل اعتراضونه نور هم پراخ کړي.
په ورته وخت کې د بلخ د ټاکنو کمېسيون مسوول عزت الله ارمان پژواک ته وويل، چې دغه ولايت ته د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون رييس له سفر وروسته له دوی څخه د څه باندې شپږ سوه صندوقونو د رايو د بيا ځلي شمېرلو غوښتنه شوې وه.
ارمان زياتوي، ياده غوښتنه دوی مرکز ته لېږلې او تېره ورځ يې بېرته د بلخ ولايتي کمېسيون ته د يادو صندوقونو د بيا ځلي شمېرلو سپارښتنه شوې.
د ارمان په خبره، په راتلونکو دوو ورځو کې به  د هغو شپږ سوه صندوقونو د رايو بيا ځلي شمېر پيل شي، چې په اړه يې معترض نوماندان شکمن دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.