مزارشريف (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۷): ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون مسوولين وايي چې د بلخ د معترضو نوماندانو ټولو قانوني غوښتنو ته به رسېدنه وکړي.
تېره اوونۍ د بلخ يو شمېر نوماندانو د دغه ولايت د لومړنيو پايلو د اعلان په غبرګون کې د بلخ د ټاکنو سيمه ييز دفتر وتاړه او همدا راز يې د اعتراضونو د پراخېدو ګواښ وکړ.
خو تېره شپه ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون عمومي رييس عبدالعزيز اريايي د بلخ ولايت مقام په تالار کې له معترضو نوماندانو سره تر کتنې وروسته هغوی ته د تورو او سپينو رايو د جلا کېدو ډاډ ورکړ.
ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون د ژمنې په ځواب کې د بلخ معترضو نوماندانو د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون دروازه پرانيسته او همدا راز يې د اعتراض خېمې هم ټولې کړې.
د بلخ د لومړنيو پايلو پر وړاندې معترض نوماند حاجي محمد عبده پژواک خبري اژانس ته وويل چې بلخ کې د ټاکنيزو سرغړونو په تړاو مشخص وړانديزونه شکاياتو کمېسيون ته وړاندې کړل.
نوموړي زياته کړه چې د بلخ د رايو بيا ځلي شمېرل، له بايومټريک پرته د کارېدلو رايو باطلول، د خيالي مرکزونو د رايو باطلول، د هغو رايو نه حسابول چې يو رنګ نښه په کې کارېدلې وای او عدلي ارګانونو ته د هغو کسانو معرفي کول چې په درغليو کې لاس لري، د دوی له جدي غوښتنو دي.
د هغه په خبره، داسې اسناد يې هم شکاياتو کمېسيون ته سپارلي چې د صندوقونو او پاڼو رايې له يو بل سره ورته والی نه لري.
عبده زياته کړه: ((موږ داسې اسناد هم لرو چې يو کانديد په صندوق کې ۴۰ رايې اخيستي دي؛ خو په ريزلټشيټ کې ورته ۱۰۰ رايې ليکل شوي چې دا خپله د پراخ تقلب ښکارندويي کوي.))
هغه وويل چې ټاکنيزو شکاياتو ته د رسېدو کمېسيون عمومي مسوول او ورسره مل پلاوي وعده ورکړې چې پورته يادو شويو ټولو مواردو ته به رسيدنه کوي.
دغه معترض نوماند زياتوي چې په همدې موخه يې اوس خپل اعتراضونه پای ته رسولي، خو زياتوي که يې غوښتنې ونه منل شي نو يو ځل بيا به په پراخه کچه اعتراضونه پيل کړي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون مشر عزت الله ارمان هم وايي چې د معترضو نوماندانو ډېری غوښتنې پر ځای او قانوني دي او په وينا يې چې ټاکنيز کمېسيونونه يې د عملي کېدو برخه کې ځان ژمن بولي.
د هغه په خبره، معترض نوماندان بايد ټاکنو کمېسيون ته وخت ورکړي، څو ټولو هغو مواردو ته رسيدګي وکړي چې په اړه يې شکونه موجود دي.
نوموړي زياته کړه چې تر دې مهاله يې ۶۱۱ ټاکنيز محلونه بيا ځلي شمېرلي او شاوخوا ۲۰۰ نور محلونه هم چې تر شک لاندې دي، بيا ځلي به وشمېرل شي.
ارمان له معترضو نوماندانو څخه هم غوښتنه وکړه چې د مشکوکو رايو د بيا تفتيش او شمېرلو له پروسې د نظارت په موخه خپل څارونکي ور ولېږي.
ټاکنيزو شکاياتو ته د رسېدو کمېسيون عمومي رييس عبدالعزيز اريايي هم په خپلو خبرو کې معترضو نوماندانو ته ډاډ ورکړ چې ټولو قانوني غوښتنو ته به يې رسېدګي وکړي.
هغه زياته کړه چې په همدې موخه يې بلخ ولايت ته سفر کړی څو خلکو ته وښيي چې ياد کمېسيون د تورو او سپينو رايو جلا کېدو ته جدي دی.
اريايي همدا راز وويل چې ټاکنو کمېسيون يواځې لومړنۍ پايلې اعلان کړې او نهايي پايلې به د ټولو شکايتونو له څېړلو وروسته اعلانېږي.
د هغه په وينا، ټولې هغه رايې به په نهايي پايلو کې له شمېره غورځول کېږي چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له خوا باطلې شوې دي.
نوموړي زياته کړه چې د بلخ له معترضو نوماندانو سره يې ژمنه وکړه چې ټولې مشکوکې رايې به د ناظرينو په موجوديت کې بيا ځلي شمېرل کېږي.
د هغه په خبره، ټولې هغه رايې به هم باطلېږي چې په مشابه نښو او ټيک مارک سره صندوقونو ته غورځېدلې وي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر همدا راز وويل چې بلخ ولايت کې له بايومټريک پرته کارېدلې رايې ډېرې کمې دي او ډاډ يې ورکړ چې دغه ستونزه به هم حل کړي.
نوموړي له معترضو نوماندانو او د بلخ له خلکو غوښتنه وکړه چې فرصت و کړي؛ څو ټاکنيز کمېسيونونه پاکې او ناپاکې رايې جلا او د خلکو د رايو مطابق پايلې اعلان کړي.
د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له مشر او ورسره پلاوي څخه مننه وکړه چې د بلخ د خلکو اعتراض ته د رسېدو په موخه يې دغه ولايت ته سفر وکړ.
نوموړي له معترضو نوماندانو غوښتنه وکړه چې خپل ټول اسناد له ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون سره شريک کړي؛ څو په صحيح ډول رسېدنه ورته وشی.
رهګذر زياتوي چې د بلخ ټول اوسېدونکي غواړي، څو د ټاکنو پايلې د قانون په رڼا کې او د خلکو له خوا د استعمال شوو قانوني رايو پر بنسټ اعلان شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.