کندهار ښار(پژواک،٥ لړم ٩٧): د کندهار چارواکي وايي چې په دې ولايت کې له کومې امنيتي پېښې پرته د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې.
دغه څرګندونې د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب د هغې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې، چې د کندهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي، د ټاکنو کمېسيون مشر ډاکټر نعمت الله وردګ او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر کريم الله ستانکزي ګډون درلود.
منیب له امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې د ټاکنو امنیت یې خوندي کړی و او تر دې مهاله هیڅ کومه بده پېښه نه ده شوې.
هغه خوښي وښوده چې خلکو له امنیتي ګواښونو سربېره په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخیسته.
د هغه د معلوماتو له مخې، کندهار کې ټاکنې سهار اووه بجې پیل او نن مازیګر پنځه بجې پای ته ورسېدې.
ده ومنله چې په پيل کې ځینې تخنیکي ستونزې وې چې وروسته حل شوې او د ټاکنو پروسه عادي تر سره شوه.
دغه راز د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي وويل چې وسله والو غوښتل د ټاکنو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي، خو و نه توانېدل، په ولسوالیو کې ګڼ شمېر ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
همدارنګه د کندهار د ټاکنو کمېسیون رییس نعمت الله وردګ له امنيتي ځواکونو مننه وکړه چې د ټاکنو امنیت یې په ښه توګه خوندي کړی و.
ده وويل چې رسنیو هم دغې ملي پروسې ته ښه پوښښ ورکړ او خلک يې هم په ټاکنو کې د برخې اخيستنې لپاره وهڅول.
د وردګ په وينا، د ټاکنو په پیل کې د تخنیکي ستونزو له امله په ځينو مرکزونو کې د رایې ورکولو بهیر ناوخته پيل شو چې د ټولو مرکرونو ۱۰ سلنه جوړوي، خو وروسته دغه ستونزې حل شوې.
دى وايي چې په کندهار ښار کې نن ټول ۱۷۲ مرکزونه پرانیستي وو او هیڅ کوم مرکز تړلی نه و.
ده ومنله چې د ټاکنو په جریان کې لسګونه کارمندان د امنیتي ګواښونو له امله دندو ته حاضر نه شول چې دغه کار هم ستونزې جوړې کړې او د رایې ورکولو بهیر ناوخته پيل شو.
د ټاکنو د کمېسیون مشر وویل چې ټاکنې پای ته رسېدلي او همدا اوس په ټاکنیزو مرکزونو کې د رایو شمېرل پيل شوي دي.
همدارنګه د کندهار د شکایاتو کمېسیون مشر کریم الله ستانکزی وويل چې د نن  ورځې په اوږدو کې شاوخوا ٣٥٠ شکایتونه ثبت شوي چې و به څېړل شي.
هغه وايي چې ډېر شکایتونه په لېستونو کې د خلکو د نومونو د نشتوالي په اړه وو او په ځینو مرکزونو کې د تخنیکي وسایلو د کمښت او نشتوالي شکایتونه هم شوي دي.
د يادونې ده چې په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې نن د لړم په پنځمه ترسره شوې.
دا په داسې حال کې ده چې له غزني پرته په نور هېواد کې ولسي جرګې لپاره د تلې په ٢٨ او ٢٩ مه ټاکنې ترسره شوې وې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.