مزار شريف (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۹۷): له بلخ څخه ولسي جرګې ته نوماند ګل رحمان همدرد وايي چې په دغه ولايت کې له ټاکنو مخکې شاوخوا دوه سوه زره جعلي تذکرې وېشل شوې وې چې حکومت يې بايد پوښتنه وکړي.
هغه دغه راز وايي چې په بلخ ولايت کې په لوی لاس زيات شمېر سيمې نا امنه شوې وې او په ټاکنو کې د شاوخوا ۷۰زره رايې ورکوونکو د ګډون مخه ونيول شوه چې ډېری يې پښتانه، ازبک او ترکمن قومونه دي.
همدرد که څه هم د چا نوم نه اخلي خو وايي چې د بلخ ۸۰ سلنه امنيتي پوليس پر يوه ځانګړي شخص او ځانګړي ګوند پورې تړاو لري.
د روانې اوونۍ په شنبې او يکشنبې ورځو د افغانستان په ۳۲ ولايتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې وشوې چې په تړاو يې د امنيتي او تخنيکي ستونزو تر څنګ په ځينو سيمو کې د سيمه ييزو زورواکو د ناسم چلند په اړه هم شکايتونه موجود دي.
د ولسي جرګې په يادو ټاکنو کې له بايومټريک سيستم څخه استفاده که څه هم يو شمېر سياسي احزاب تر نيوکې لاندې نيسي؛ خو يو شمېر نور يې بيا د پراخو درغليو د مخنيوي لپاره مهم ګام بولي.
له بلخ ولايت څخه ولسي جرګې ته نومان ګلرحمان همدرد د لړم په لومړۍ نېټه، مزار شريف ښار کې يوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وويل، چې د بايومټريک سيستم له پلي کېدو سره دغه ولايت کې د پراخو درغليو مخه ونيول شوه.
هغه زياتوي چې د ټاکنو له ورځې وړاندې د نوم ثبتونې پروسې پر مهال په بلخ کې شاوخوا دوه سوه زره جعلي تذکرې وېشل شوې وې او يو شمېر کړيو غوښتل چې په ټاکنو کې د درغليو په موخه استفاده ترې وکړي.
د همدرد په خبره، په ځینو سيمو کې لس کلنو ماشومانو ته سټېکر کړې تذکرې وېشل شوې دي.
هغه ټينګار کوي چې مرکزي حکومت بايد د بلخ ولايت د نفوسو د احوال د ثبت له ادارې د دې موضوع په تړاو سپيناوی وغواړي.
نوموړي ادعا وکړه چې د بلخ د امنيې قوماندان په ګډون د دغه ولايت ۸۰ سلنه امنيتي پوليس پر هغې ځانګړې کړۍ پورې تړلي چې له تېرو ۱۶ کلونو راهيسې په بلخ حاکمه ده.
همدرد زياتوي چې د پوليسو د جانبدارانه چلند له امله په دغه ولايت کې شاوخوا ۷۰زره رایې ورکوونکي له رای ورکولو محروم شول چې ډېری يې پښتانه، ازبک او ترکمن قومونه دي.
هغه وايي: ((په چمتال، چهاربولک او د بلخ ولسوالۍ په ځينو سيمو کې قصدي نا امنۍ جوړې شوې، د بېلګې په ډول په چمتال ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰ زره رای ورکونکي موجود دي؛ خو هلته څه باندې ۳۰۰ رايه کارول شوې، همداسې په چهاربولک او حتی بلخ ولسواليو کې هم ورته عمل شوی.))
همدرد دغه راز رسنيو ته د يو شمېر تصويرونو په ښودو سره وويل چې د بلخ په کشنده، زارع او مارمل ولسواليو کې سيمه ييزو زورواکو د ټاکنو په بهير کې لاسوهنه کړې او په وينا يې چې کم عمره ماشومانو رايه ورکړې ده.
د ده په خبره، د يادو ولسواليو په يو شمېر مرکزونو کې له بايومټريک پرته رايه اچونه ترسره شوې، چې دوی يې په تړاو شکايتونه ثبت کړي دي.
له بلخ څخه ولسي جرګې ته دغه نوماند وايي چې د دوی د معلوماتو له مخې، په بلخ کې ټولټال ۲۰۰زره رايه کارېدلې چې په دې ډله کې له ۲۰ تر ۳۰ زره پورې تقلبي ده.
هغه زياتوي چې د هغو ۳۰ مرکزونو په تړاو يې شکاياتو کمېسيون ته اسناد ورکړي چې درغلي په کې شوې ده.
همدرد په خپلو خبرو کې وويل چې د پورته يادو ټولو ستونزو تر څنګ بيا هم په بلخ ولايت کې د ټاکنو پروسه ورته د منلو ده او د خلکو پراخ ګډون وښوده چې افغانان پر ولسواکۍ باوري شوي دي.
بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم مني چې په دغه ولايت کې زيات شمېر په شرايطو برابر کسان له رايې ورکولو محروم شوي دي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون مشر محمد ظاهر اکبري پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ټولټال ۴۴۷۰۰۰ کسانو نومونه ثبت کړي وو او ټول ۲۲۴۰۰۰ کسانو رايه استعمال کړې ده.
اکبري له امنيتي ځواکونو مننه وکړه چې دوی ته يې په بلخ کې د ټاکنو پروسې امنيت خوندي کړ، خو زياتوي چې د نا امنيو له امله يو زيات شمېر خلک له رايې ورکولو محروم شول.
نوموړي زياته کړه چې د ټاکنو په ورځ د بلخ په چهاربولک او بلخ ولسواليو کې ۱۴ مرکزونه چې بايد ټاکنې پکې شوې وې، بند پاتې شول، چې په وينا يې بايد په دويمه ورځ پرانيستل شوي وای.
خو د هغه په خبره، په دويمه ورځ د بلخ امنيتي مسوولينو دوی ته د يادو سيمو د امنيت په تړاو ډاډ ورنه کړ چې له امله يې په دغو سيمو کې زيات شمېر بلخيان له رای ورکولو محروم پاتې شول.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون مشر هم مني چې د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې نامسووله وسله والو د ټاکنو پروسه کې لاسوهنه کوله خو زياتوي چې د امنيتي ځواکونو له خوا يې مخنيوی شوی دی.
خو د بلخ د نفوسو د احوال د ثبت اداره بيا په دغه ولايت کې د دوی له خوا د جعلي تذکرو د وېش موضوع ردوي.
د بلخ د نفوسو د احوال د ثبت ادارې مشر محب الله قريشي پژواک ته وويل چې دې ادارې له قانون او طرزالعمل سره سم هغو کسانو ته تذکرې ورکړې چې په شرايطو برابر وو.
قريشي زياته کړه چې د دوی له خوا ټولټال ۳۱۵زره تذکرې وېشل شوې چې افراد يې ټول موجود دي او په دې برخه کې هېڅ ډول غير قانوني ګام نه دی اخيستل شوی.
نوموړی وايي چې له ټاکنو وړاندې بلخ ولايت ته د احصايې له مرکزي ادارې څخه يو لوړ رتبه پلاوی راغلی وو، چې د دوی لخوا د توزيع شويو تذکرو په تړاو يې څېړنه وکړه.
د هغه په خبره، د ياد پلاوي د څېړنو په پايله کې معلومه شوه چې په بلخ ولايت کې د تذکرو د وېش پروسه په بشپړ ډول شفافه وه.
د بلخ د نفوسو د احوال د ثبت ادارې مشر همدا راز وايي، که دغه ولايت ته له بهره جعلي تذکرې راغلې وي؛ نو دوی يې ځواب ويوونکي نه دي.
د هغه په خبره، دوی يواځې هغو کسانو ته نوې تذکرې او يا يې هم مثنی ورکړي، چې په ټولو شرايطو برابر وو.
بل لور ته بيا د بلخ امنيه قومانداني هم د پوليسو د جانبدارانه عمل په تړاو شوې ادعاوې بې بنسټه بولي.
د بلخ امنيه قوماندان محمد اکرم سامع پژواک ته وويل چې د بلخ پوليس په هېڅ يوه شخص او ګوند پورې تړلي نه دي.
هغه زياته کړه چې د بلخ ټولو امنيتي ځواکونو د ټاکنو پروسې د امنيت لپاره قرباني ورکړې او زيات شمېر خلکو ته يې په ټاکنو کې د ګډون زمينه برابره کړې ده.
سامع زياتوي چې يو شمېر سيمې د وسله والو طالبانو تر لوړ ګواښ لاندې وې او جګړه پکې روانه وه؛ نو ځکه يې اوسېدونکي له رای ورکولو څخه محروم شول.
هغه وويل: ((د بلخ پوليس قانون او کورنيو چارو وزارت د لارښوونو مطابق عمل کوي، زمونږ هېڅ منسوب اشخاصو يا هم کوم ځانګړي ګوند ته کار نه کوي، که هر څوک په دې تړاو ادعا او اسناد لري، موږ سره دې په رسمي ډول شريک کړي، چې مخه يې ونيسو.))
نوموړي له نوماندانو هم غوښتنه وکړه چې د ټاکنو پايلو منلو ته غاړه کېږدي او زياتوي که کومو نوماندانو ته خلکو رايه نه وي ورکړي؛ نو لطفا دې په امنيتي ځواکونو بېځايه تورونه نه پورې کوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.