مزارشريف (پژواک، ۲۹ تله ۹۷): د بلخ سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د نوماند اسرار تاشقرغاني څلور ناظرين وژل شوي دي.
د بلخ ولايتي شورا رييس افضل حديد د تلې په ۲۹مه پژواک ته وويل چې دغه کسان تېره شپه وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې وژل شوي څلور ځوانان دي او له بلخ ولايته ولسي جرګې ته د نوماند اسرار تاشقرغاني ناظرين وو.
حديد زياتوي چې ياد کسان د نهرشاهي ولسوالۍ افغانيه ښارګوټي ته د نظارت لپاره تللي وو او د بېرته راتګ پر مهال يې لار ورکه کړې ده.
د هغه په خبره، دغه کسان لومړی تښتول شوي او بيا د شپې وژل شوي او موټر يې ترې بیول شوی دی.
د حديد په خبره، ياده ساحه د وسله و الو مخالفينو تر کنټرول لاندې وه او ګومان کېږي چې دغه کسان به هم طالبانو وژلي وي.
د بلخ امنيه قوماندان محمد اکرم سامع هم د څلورو کسانو وژل تاييدوي، خو زياتوي چې تر اوسه يې هويت نه دی معلوم کړی.
هغه زياته کړه چې پوليس به له څېړنو وروسته په دې تړاو رسنيو ته معلومات ورکړي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د نوماند اسرار تاشقرغاني نظر واخلي خو بريالی نه شو.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې په دې پېښه کې دوى لاس نه لري، او  د پېښې مسووليت هم تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.