مزارشريف ( پژواک، ٢٥ تله، ۹۷) : د بلخ ولايت د يو شمېر نا امنه  ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د ولسمشر له ژمنې وروسته يې لا هم د ولسواليو  پراخې سيمې له طالبانو سره دي او جګړه روانه ده.
ولسمشر غني مزار شريف ته د خپل سفر پر مهال ويلي و چې د بلخ د څلورو نا امنه ولسواليو امنيتي موضوع به د افغانستان د ملي امنيت په لومړيتوب کې ونيسي او ژر به رسېدنه ورته وکړي.
اوس د چمتال، چهاربولک، بلخ او دولت اباد ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې تېرو دوه ورځو کې د طالبانو جګړو زور اخيستی او اندېښنې دادي که حالت همداسې وي په يادو سيمو کې به لسګونه زره کسان له رايې ورکولو څخه محروم شي.
د بلخ امنيتي چارواکي بيا وايي چې د وسله والو د ځپلو په موخه يې پوځي عمليات پيل کړي دي.
دوولس ورځې وړاندې ولسمشر غني مزار شريف ښار ته د خپل سفر پر مهال د بلخ له خلکو سره ژمنه وکړه، چې د دغه ولايت د چهاربولک، چمتال، دولت اباد او بلخ ولسواليو امنيتی موضوع به د افغانستان د ملي امنيت په لومړيتوب کې نيسي.
ولسمشر غني ويلي و، چې شته ستونزو ته به ژر تر ژره رسېدنه وکړي؛ خو د يادو ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې د ولسمشر له ژمنې وروسته امنيتي وضعيت نور هم کړکيچن شوی دی.
د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي صوفي جمعه ګل د تلې په ۲٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه شپې وړاندې د يادې ولسوالۍ د يلمان کلی د طالبانو له خوا نيول شوی.
هغه زياته کړه، د امنيتي ځواکونو له خوا پيل شويو عملياتو هم په امنيتي وضعيت باندې هېڅ ډول مثبته اغېزه نه ده کړې.
نوموړی وايي: (( همدا اوس چې زه تاسې سره غږيږم د چهاربولک ولسوالۍ په خان اباد، علي اباد، ينګارغ، ثوريان، زيکزيک، ارزنکار، بيست پيکال، شش پيکال، تيمورک آن د جوزجان ولايت تر اقچې ولسوالۍ پورې دغو ټولو سيمو کې طالبان تګ راتګ کوي.))  
د هغه په خبره، که حالت همداسې دوام وکړي؛ نو د چهاربولک ولسوالۍ په ۸۰ سلنه سيمو کې به خلک له رايې ورکولو څخه محروم شي.
په ورته وخت کې د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالصبور پژواک ته وويل، چې په تازه نښتو کې د يادې ولسوالۍ يو شمېر مهمې سيمې د طالبانو لاسته ورغلې دي.
هغه زياته کړه، له تېرو دوه شپو راهيسې د ولسوالۍ د ودانۍ په يو کيلومترۍ کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته روانه ده.
نوموړی وايي، تېره شپه وسله وال طالبان د مرکزي چمتال کلي ته هم ننوتلي او خلک يې ګواښلي، چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.
صبور وويل، د امنيتي ځواکونو له خوا پيل شوي عمليات له تېرو څو ورځو راهيسې کوم ځانګړى  پرمختګ نه لري.
هغه زياته کړه: (( په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د مرکزي چمتال کلي کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو رايه کارولې وه؛ خو دا ځل فکر نه کوم چې حتی د ټاکنو مرکز دې دلته پرانيستل شی؛ که ټاکنيز مرکز خلاص هم شي، خلک به له وېرې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.))
د هغه په خبره، ولسمشر غني له خلکو سره ژمنه کړې وه چې تر ټاکنو به د يادو نا امنيو د زياتېدو مخه نيسي؛ خو زياتوي چې نه يواځې نا امني کمه نه شوه، بلکې نورې سيمې هم سقوط شوې.
د بلخ ولايت د ټاکنو کمېسيون مسوولين هم وايي، چې دوی به هغو سيمو ته ټاکنيز مواد ولېږي او ټاکنيز مرکزونه به په کې پرانيزي، چې د امنيتي ځواکونو له خوا يې د امنيت ډاډ ورکړل شوی وي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس محمد ظاهر اکبري پژواک ته وويل چې بلخ کې ۴۱ ټاکنيز مرکزونه د سقوط په حال کې دي او ۲۴ نور يې تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.
هغه زياتوي چې په سقوط شويو مرکزونو کې ۱۲ مرکزونه يې هغه دي، چې په پراخه کچه خلکو په کې نوم ثبتونه کړې وو.
د اکبري په خبره، څو يې چې د کارمندانو د امنيت په تړاو ډاډ نه وي تر لاسه کړی؛ په نا امنه سيمو کې به ټاکنيز مرکزونه خلاص نه کړي.
د هغه په وينا، امنيتي ځواکونو ژمنه کړې چې د پوځي عملياتو له لارې خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون زمينه برابروي.
په ورته مهال بيا د بلخ امنيتي مسوولين وايي، چې د وسله والو د ځپلو لپاره يې د وليد ۴۰ په نوم پوځي عمليات پيل کړي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک ته وويل چې ياد عمليات د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت په همغږۍ پر مخ روان دي.
نوموړی وايي چې ټوله هڅه يې دا ده څو د ولسي جرګې تر ټاکنو پورې هغو کسانو ته د رايې ورکولو زمينه برابره کړي، چې نومونه يې ثبت کړي او پر تذکرو يې سټېکر لګولی دی.
هغه له خلکو هم غوښتنه وکړه چې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
وسله والو طالبانو بيا د بلخ د چمتال او چهاربولک ولسواليو په وروستيو جګړو کې د يو شمېر سيمو د نيولو تر څنګ امنيتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کړې ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.