مزارشريف (پژواک، ۲۱ تله ۹۷): د معلولينو د حقونو فعالان وايي که ستونزې حل نه شي، نو زرګونه معلول افغانان به له رايې ورکولو محروم شي.
د افغانستان د معلولينو د ټولنيز انجمن د مسوولينو په وينا، د رايې ورکولو په پروسه کې د معلولينو ستونزې په نظر کې نه دې نيول شوې.
د ټاکنيزو سايټونو لرې والی، په ټاکنيزو پاڼو کې د معلولينو په ژبه د معلوماتو نه شتون او له معيوبينو سره د انساني همکارۍ نه موجوديت هغه ستونزې دي چې دغه قشر ورسره مخ دی.
د معلولينو د ټولنيز انجمن مسوول احمد شاه عظيمي دغه څرګندونې د تلې په ۲۱مه، مزارشريف ښار کې معيوبينو ته د ټاکنو په تړاو د عامه پوهاوي د ورکړې غونډه کې وکړې.
نوموړي وويل، ټاکنو کمېسيون ورسره ژمنه کړې وه چې په انتخاباتي بهير کې معلولينو ته اسانتياوې برابروي؛ خو په وينا يې چې تر اوسه دوی ته په دې تړاو ډاډ نه دی ورکړل شوی.
هغه زياتوي چې معلولين هم د دغه هېواد اتباع دي او د قانون له مخې د رايې ورکولو حق لري چې حکومت او د ټاکنو کمېسيون بايد دغه زمينه ورته برابره کړي.
د عظيمي په خبره، دمګړی په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۰ سلنه معلولين موجود دي چې له ۲ سلنه څخه ډېر يې شديد معلوليت لري.
هغه وويل: ((په همدې اساس موږ ويلی شو چې شاوخوا ۱ ميليون معلولين شته چې کابو نيمايي برخه کې يې په ټاکنو د ګډون شرايطو سره برابر دي.))
نوموړی زياته کړه، که معلولينو ته اسانتياوې برابرې نه شي؛ نو زرګونه معلول افغانان به له رایې ورکولو محروم شي.
د هغه په خبره، د ټاکنو کمېسيون ژمنه  کړې چې معيوبينو ته به اسانتياوې برابروي خو زياتوي چې دوی د کمېسيون د دې ژمنې د څار لپاره ګروپي ټيمونه ټاکلي دي.
د معلولينو د ټولنيز انجمن اجرائيوي مدير له عامو خلکو هم غوښتنه کوي چې د ټاکنو په ورځ د رايې ورکولو مرکزونو ته د تللو پر مهال له معلولينو سره مرسته وکړي.
روح الله چې د سترګو له نعمته محروم دی، پژواک ته يې وويل، خپل قانوني مسووليت بولي څو په ټاکنو کې ګډون وکړي.
هغه زياته کړه چې تر دې مهاله ورته د اسانتياوو برابرولو په تړاو هېڅ ډول معلومات نه دي ورکړل شوي.
نوموړی د ټاکنو برخه کې د معلولينو د عامه پوهاوي په تړاو د روزنيزو ورکشاپونو جوړول اړين بولي.
هغه وويل: ((که موږ ته د دغه هېواد د يوه وګړي په سترګه کتل کېږي؛ نو بيا حق لرو چې په لويو ملي او سياسي پروسو کې هم د برخې اخيستو زمينه راته برابره شي.))
روح الله وايي چې لويه ستونزه په ټاکنيزو مرکزونو کې د معلولينو لپاره د ويلچرو نه شتون دی چې دوی سره د رای ورکولو تر محله د تګ مرسته وکړای شي.
د ځوانانو په پارلمان کې د نابينايانو استازي همايون حکيمي پژواک ته وويل چې په ټوله کې دوی په ټاکنو پروسه کې د ناباورۍ له ستونزې سره مخ دي.
هغه زياته کړه چې د رايې ورکولو تر مرکزونو د معلولينو د تګ او د لارو خرابوالي له امله ډېر معلول کسان په ټاکنو کې ګډون نه شي کولای.
نوموړي وويل: ((بله لويه ستونزه د وکيل په واسطه زموږ د رای کارول دي، د بېلګې په ډول زه څنګه باور وکړم، چې د رای ورکولو په محل کې ټاکل شوی کس زما له خوا هماغه نوماند ته رايه ورکوي چې زه يې غواړم.))
هغه زياتوي چې د ټاکنو په تړاو د اړتيا وړ معلوماتو نه شتون، د معلولينو بله جدي ستونزه يادولی شو.
د حکيمي په خبره، که هر څومره ډېر کسان په ټاکنو کې ګډون وکړي، ورسره د انتخاباتو مشروعيت زياتېږي.
په ورته وخت کې بيا د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس محمد ظاهر اکبري وايي چې دوی معلولينو ته يو لړ اسانتياوې برابرې کړې دي.
هغه زياته کړه، چې د ټاکنو په ورځ به په هر ټاکنيز مرکز کې وېلچرونه موجود وي، چې د ځانګړو کسانو لخوا به معلولينو سره مرسته کېږي.
نوموړی زياتوي چې له نابينايانو سره به د رايې ورکولو پر مهال د کمېسيون معين شوي کسان مرسته کوي؛ څو هغوی د خپلې خوښې وړ کانديد ته رايه وکاروي.
نوموړی د معلولينو د اندېښنو په ځواب کې هغوی ته ډاډ ورکوي چې د کمېسيون کارمندان به هېڅ ډول درغلي نه کوي او د معلولينو په خوښه به چارې سمبالوي.
اکبري د رای ورکولو د پاڼو په اړه وويل: ((دا موضوع شته چې موږ په برېل خط باندې چاپ شوې پاڼې نه لرو؛ فکر کوم لويه ستونزه دا ده چې زموږ محدود شمېر معلولين باسواده دي او ډېر يې ليک لوست نه شي کولای؛ نو په برېل خط باندې د ځانګړو پاڼو چاپولو سره ستونزه نه حل کېده.))
د هغه په خبره، ټاکنو کمېسيون به ټوله هڅه وکړي؛ څو د انتخاباتو په ملي پروسه کې هر مستحق افغان ته د ګډون زمينه برابره وي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.