NATO support needed to reverse tide of insecurity: Noor

مزارشريف (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۹۴): د بلخ والي عطا محمد نور وايي، د افغانستان حالت د تېر کال په پرتله خراب شوی چې د بېرته ښه والي لپاره يې د ناټو ځواکونو جدي ملاتړ ته اړتيا ده.
نوموړي دغه څرګندونې تېره شپه د شمال زون د ناټو (غوڅ ملاتړ) د قوماندانۍ د قوماندان د بدلېدو په مراسمو کې وکړې.
د مزارشريف ښار هوايي ډګر ته څېرمه د شمال زون د مرستندويې، ښوونيزې او مشوره ورکوونکې په قوماندانۍ کې تېره شپه د قوماندان د بدلېدو په مراسمو کې د بريد جنرال اندرياس هانيمن (Andreas Hannemann) پر ځای بريد جنرال هارتموت رينک (HartmutRenk) د نوي قوماندان په توګه معرفي شو.
په دغو مراسمو کې په شمال کې پر مېشتو ناټو ځواکونو سربېره د بلخ لوړپوړو امنيتي او دولتي چارواکو هم برخه لرله.
د بلخ والي عطامحمد نور په يادو مراسمو کې د خپلو خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له خدمتونو د مننې تر څنګ د جرمني ځواکونو د مودې غځولو په تړاو خوښي وښوده.
نوموړي هيله وښوده چې په شمال کې به الماني ځواکونه د افغان ځواکونو د ښوونې او روزنې تر څنګ په اقتصادي او پراختيايي چارو کې هم د افغانستان ملاتړ کوي.
د هغه په وينا، د افغانستان حالت د تېر کال په پرتله ډېر بدتر شوی چې د بېرته سمولو لپاره يې چارو ته اړتيا ده.
نور وويل چې که خدای مه کړه، افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو پر ځاله بدل شي؛ نو د نړۍ ډېر هېوادونه به يې له امله زيانمن شي.
هغه له ناټو ځواکونو وغوښتل چې خپل افغان ملګري تر هغې يوازې پرې نه ږدي، تر کومې چې له دې خاورې د انسان وژنې کلتور له منځه تللی نه وي.
د والي په وينا، پوهېږي چې په زيات شمېر کې د ناټو شتون به ستونزې ولري؛ خو له افغان ځواکونو سره په د ناټو کم خو په باکيفيته شتون به بې پايلو نه وي.
نور وويل چې داعش په افغانستان او د سيمې په هېوادونو کې د خپلو ريښو د ځغلولو په حال کې دی، که چېرې يې پر وړاندې په ګډه جدي مبارزه ونه شي نو حالت لا خرابېدی شي.
نوموړي د حالاتو د ښه کېدو لپاره د افغان ځواکونو پر سمبالتيا ټينګار وکړ چې له لارې به يې د دغو ځواکونو په سرښندنه د افغانستان حالت مثبتې خوا ته بدلون مومي.
د شمال زون د ناټو د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ پخواني قوماندان بريد جنرال اندرياس هانيمن وويل چې د دوی موخې له ترهګرو سره مبارزه او له افغانانو څخه دفاع ده.
نوموړي زياته کړه چې د همدې موخو لپاره يې د روان ميلادي کال له فبروري څخه تر ډسمبر پورې د شمال زون د  غوڅ ملاتړ قومانداني د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده.
هغه د افغان ځواکونو د مېړانې ستاينه وکړه او د لا تجهيز لپاره يې د يادې قوماندانۍ په چارو ټينګار وکړ.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.