Taliban block Kabul-Kandahar highway near Ghazni City

غزني ښار(پژواک،٢٠تله٩٤): د غزني والي وايي چې امنيتي ځواکونو وسله وال طالبان په شا تمبولي او د کابل_کندهار لويه لار يې د ترافيکو پرمخ پرانېستې ده.
د غزني ولايت يو شمير اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړو نن سهار پژواک خبري اژانس ته ويلي و چې وسله والو طالبانو د غزني ښار اړوند د اسفندي په سيمه کې د کابل_کندهار لويه لار د خلکو پرمخ تړلې ده.
خو د غزني والي امان الله هميم نن له غرمې وروسته د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې امنيتي ځواکونو وسله وال طالبان په شا تمبولي دي او لاره يې د ترافيکو پرمخ خلاصه کړې ده.
د هغه په وينا، وسله والو طالبانو په ياده سيمه کې د چاودنې په وسيله سړک ويجاړ کړى نو ځکه موټر تګ راتګ نه شي کولى.
هغه دا هم وويل چې تيره شپه وسله والو طالبانو د غزني ښار په بيلابيلو سيمو کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي چې له امله يې ١٢طالبان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي.
دى وايي : (( د پنځه سوو په شاوخوا طالبان بيګاه په غزني کې را ټول شوي و ترڅو په ښار حمله وکړي خو بريد يې ناکام شو.))
ده وويل چې په يادو جګړو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو د محمد رحيم په نوم د غزني يو اوسيدونکي مازيګر شاوخوا پنځه بجې پژواک ته وويل : (( اوس هم لاره طالبانو تړلې ده هيچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کيږي زه کندهار ته تللم خو لاره بنده ده او اوس بيرته کورته روان يم.))
دغه راز د غزني د ولايتي شورا مشر خالقداد اکبري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولايت کې رواني جګړه پيل شوې چې له امله يې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
ده له ښکيلو لوريو غوښتنه وکړه چې د جګړې پرمهال د عامو خلکو ژوند ته اړينه پاملرنه وکړي.
خو وسله والو طالبانو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره په غزني کې د کابل_کندهار د لويې لارې د تړلو پخلى کړى دى.
ددې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د عزم عملياتو په لړ کې طالبانو د کابل_کندهار لويه لار تړلې ده.
هغه وايي چې د دې لارې تړل يو تکتيکي حرکت دى او د ځينو موخو د ترلاسه کولو لپاره تړل  شوې ده.
مجاهد له خلکو غوښتنه کړې چې د موخو د ترلاسه کيدو پورې پر دې لار تګ راتګ ونه کړي او هدف ته تر رسيدو وروسته به ډير ژر دغه لار د خلکو پرمخ پرانيستل شي.
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.