Situation tense as Kunduz City yet to be fully cleared

کندوز (پژواک، ١٦ تله ٩٤): د کندوز ښار وضعيت لا هم نا څرګند دى او خلک وايي چې طالبانو ځينې له لاسه ورکړې سيمې بېرته نيولې، خو امنيتي ځواکونه د خپل پرمختګ خبرې کوي.
د کندوز ښار وضعيت تر يوې کچې له غير عادي حالت راوتلى، د دولت تر واک لاندې سيمو کې د خلکو تګ راتګ ليدل کېږي او  په دې ساحو کې ځينې هټۍ هم پرانيستل شوې، خو خلک د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې په خپلو کورونو کې کلابند دي.
طالبانو د تلې مياشتې په شپږمه نېټه کندوز ښار ونيو او دولتي ځواکونو د خپلو عملياتو په ترڅ کې د ښار چوک، ولايت مقام، نوې او زړه امنيه قومانداني، ملي امنيت رياست، بالاحصار او ځينې نورې ساحې بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوستلې دي .
امنيتي ځواکونو  دوې شپې وړاندې  د امام صاحب بندر، خان اباد بندر، کابل بندر، خيابان واټ، مرکزي چوک، د پوليسو لومړۍ حوزه،  امنيه قوماندانۍ او ولايت ته نږدې ودانۍ له طالبانو نيولې دي.
د کندوز ولايتي شورا مرستيال امرالدين ولي وايي چې امنيتي ځواکونو له تېر ماښام نه تر اوسه څلورګوني بندرونه، د خاکني، سه درک، خيابان، خواجه مشهد، سپين زر، ازادي واټ، ترکمن ها او سه صد فاميلو ساحو په ګډون حلقوي سړکونه تر خپلې ولکې لاندې راوستلې دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه هېڅ نښته نه ده شوې او امنيتي ځواکونه له دې ساحو نه شا ته شوي دي.
د ولي په خبره، په کندوز کې شته ځواکونه له طالبانو سره مقابلې ته نه دي حاضر او دولت د ښار د چاڼولو لپاره اراده نه لري.
هغه وويل: ((موږ څو ځلې له حکومته غوښتنه کړې چې خلک په اور کې سوځي، اوبه او ډوډۍ نه لري، بايد پرېکنده اقدام وکړي، خو څوک به د دوى غږ واوري!))
د ولايتي شورا مرستيال زياته کړه چې د طالبانو د تېښتې او اکمال ټولې لارې خلاصې دي او دوى په ډاډه زړه له دې لارې تګ راتګ کوي.
د کندوز ښار د سه صد فاميلۍ يوه اوسېدونکي رحمت بېګ هم وويل چې نن سهار لسګونه طالبان له کلاشينکوفونو او راکټونو سره د زرخريد سيمې له لارې له نورو طالبانو سره د مرستې لپاره د کندوز ښار خوا ته ولاړل.
هغه  وايي چې امنيتي ځواکونه په پاخه او طالبان پر خام سړک کې پراته دي او له امنيتي ځواکونو سره نښته کوي.
د ښار دغه اوسېدونکي زياته کړه: ((طالبان د خلکو په خالي کورونو کې پټ شوي، امنيتي ځواکونه بايد کورونه تلاشي کړي او طالبان له ښاره وباسي.))
خو د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وايي چې امنيتي ځواکونه له وړاندې په چاڼ شوو سيمو کې مېشت دي او پرمختګ کوي. هغه وويل چې تېره ورځ  کندوز ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي او په ښار کې عمليات دوام لري.
 ځايي چارواکو تېره ورځ ويلي وو چې امنيتي ځواکونو په ښار کې يو څه پرمختګ کړى او د نښتو پر مهال لسګونه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
طالبان، اوسمهال د کندوز د وضعيت په اړه څه نه وايي، خو پخوا يې ويلي وو چې د کندوز  ډېرې ساحې يې اوس هم په ولکه کې ديز
د ويلو ده چې د تېرو څو شپو د نښتو په تر څ کې په کندوز ښار کې د سترو سوداګريزو مارکېټونو هټۍ، دوه خصوصي بانکونه او د کليو پراختيا رياست سوځول شوي او ګڼ مالي زيانونه يې اړولي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.