Pakistani generals taken out of Kunduz in burqas & coffins

کندوز (پژواک، ١٤ تله ٩٤): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې طالبانو ځيني پاکستاني جنرالان په تابوتونو او ښځينه جامو کې له کندوز ښاره ايستلي دي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، د کشفي او امنيتي ارګانونو د معلوماتو له مخې، د طالبانو له خوا د کندوز ښار د نيولو په لومړيو ورځو کې چې کله امنيتي ځواکونو هغوى په ښار کې کلابند کړل، نو اړ شوي چې يو شمېر پاکستاني جنرالان په تابوتونو کې د مړو په بڼه وباسي.
هغه وايي چې طالبانو ځيني نور جنرالان په ښځينه جامو او چادريو کې له ښاره ايستلي دي.
حسيني زياته کړه، امنيتي ځواکونه توانېدلي، څو دا جنرالان چې له طالبانو سره يې د کندوز ښار په نيولو کې مرسته کړې وه، ونيسي.
دغه امنيتي چارواکي د نيول شوو "جنرالانو" د استوګنې د کره ځاى ځايګي په اړه معلومات ورنه کړل.
ځينو رسنيو د ځمکنيو ځواکونو د قوماندان مراد علي مراد له قوله ويلي چې له کندوز ښاره دا شړل شوي جنرالان له کندوز نه بهر د جګړې مشري کوي.
د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې د کورنيو طالبانو تر څنګ پاکستاين، چيچيني، ازبکستاني، عرب او تاجکستاني وګړي هم د دولت پر وړاندې جګړه کوي، درى ورځې وړاندې د کندوز ولايت سرپرست هم د ١٠ بهرنيو وګړو د هويت د تثبيت خبره کړې وه.
عيني شاهدان وايي چې طالبانو تېر ماښام د کندوز ښار پر چوک بريد وکړ، خو بريد يې د ملي اردو د کومانډو په ګډون د امنيتي ځواکونوله خوا شا ته وتمبول شو.
د کندوز ښاريان وايي چې طالبانو د استوګنې په کورونو کې مورچې نيولې او بيا چاڼ شي.
د  کندوز ولايتي شورا مرستيال امرالدين وويل: ((طالبانو د استوګنې په کورونو کې ځانونه پټ کړي او له دغو کورونو پر امنيتي ځواکونو ډزې کوي، د خلکو دا اندېښنې بايد ډېر ژر لرې کړل شي.))
نوموړى د امنيتي ځواکونو د کمزورو هڅو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې دغه امنيتي ځواکونه طالبانو ته د امنيتي ځواکونو پر وړاندې  د بېرته ځواکمن کېدو فرصت ورکوي.
د ولايتي شورا د مرستيال په خبره، کله چې امنيتي ځواکونه ساحې نيسي بې پروايي کوي، طالبان له همدې تشو ګټه اخلي، خپل ځان بېرته سمبالوي او هغه ساحې ترې بېرته نيسي.
که څه هم د کندوز وضعيت د پخوا په پرتله يو څه ښه شوى او يو شمېر هټۍ بېرته پرانيستل شوې، خو خلک بيا هم سخته اندېښنه لري.
د کندوز ښار اوسېدونکي صديق الله وويل: ((د خداى لپاره دا څه حال دى! له سهاره تر مازديګره چوک او څو نورې مرکزي برخې د دولت په لاس کې وي، خو مازديګر او ماښام يې بېرته طالبان بريد کوي  او خپل بيرغ لګوي.))
د کندوز دا اوسېدونکى وايي چې امنيتي ځواکونه د کندوز ښار د دايمي نيولو لپاره اراده نه لري او هره ورځ ملکي خلک قرباني ورکوي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې لا هم  خال خال نښتې روانې دي، امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او د ښار پاتې برخې به هم ډېر ژر ونيسي.
وسله والو طالبانو د تلې په ٦مه نېټه کندوز ښار ونيو او امنيتي ځواکونو د ښار ځينې برخې درې ورځې وروسته بېرته ونيوې او تر دې دمه يې ځينې مهمې سيمې لکه د ښار چوک، د ولايت دفتر، د ملي امنيت رياست او بالاحصار بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوستلي دي.
سيمه ييز چارواکي ادعا کوي چې د کندوز ښار په جګړه کې څه باندې يوه اوونۍ پرې تېرېږي، ٤٠٠  وسله وال طالبان وژل شوي او ٦٠٠ نور ژوبل شوي دي، خو طالبانو دا شمېرې رد کړې او په کندوز ښار کې يې د خپل شتون ادعا کړې.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.