په بلخ کې د ١٢ ملکي وګړو د قاتلينو د نيولو غوښتنه وشوه

مزارشريف (پژواک، ١٦ وږى ٩٤): له حکومته د بلخ ولايت په زارع ولسوالۍ کې د ۱۲ عامو خلکو د وژونکو د نيولو کلکه غوښتنه شوه.
دوه ورځې وړاندې ناپېژاندو وسله والو د بلخ د زارع- کشندې ولسواليو پر لاره ۱۲ عام خلک له موټره ښکته کړي وو او ځای پر ځای يې وژلي وو.
تېره ورځ د دوولس واړو جنازې د امنيتي چارواکو له خوا د هغوی کورنيو ته وسپارل شوې.
په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي عباس ابراهيم زاده په همدې تړاو غونډې ته د وينا په ترڅ کې د بلخ له دولتي او امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د پېښې عاملين دې ژر تر ژره قانون ته وسپارل شي.
نوموړي خواشيني وښوده چې ټول وژل شوي کسان په هزار قوم پورې تړاو لري او ملکي وګړي وو.
د هغه په وينا، که چېرې امنيتي چارواکي د يادې پېښې پر وړاندې غلي پاتې شي نو ښې پايلې به ونه لري.
همداراز د ولايتي شورا رييس محمد ابراهيم خيراندېش پژواک ته وويل، امنيتي چارواکي دنده لري چې د پېښې په تړاو ژورې څېړنې وکړي او عاملين يې ونيسي.
نوموړي زياته کړه، دوی هم هڅې کوي د پېښې په تړاو معلومات له امنيتي چارواکو سره شريک کړي.
په ياده پېښه کې د وژل شوي ځوان محمد رحيم ورور عباس پژواک ته وويل چې ورور يې له کار څخه بېرته خپل کور ته د ستنېدو په حال کې و چې ووژل شو.
نوموړي زياته کړه چې امنيتي چارواکو دې د ده د ورور د قاتلينو په نيولو کې د دوی له احساساتو سره لوبې نه کوي.
د بلخ امنيه قوماندان پاسوال سيد کمال سادات پژواک ته وويل چې د پېښې په تړاو يې ژورې څېړنې پيل کړې او ډاډه دي چې ښې پايلې به ولري.
نوموړي زياته کړه، دوی هڅه کوي دغه ډله کسان چې لا يې هم له دوی سره پېژندنه تر نامعلومو وسله والو پورې را محدوده ده، ژر وپېژندل شي او قانون ته به وسپارل شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.