New Zabul peace body chief vows to woo rebels

کلات (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): د سولې شورا د زابل د ولايتي کمېټې رييس وايي چې د سولې په راوستو کې خلک او قومونه مهمه ونډه لرلى شي.
د زابل د سولې د ولايتي کمېټې رييس هاشمي ګراني دغه څرګندونې د دغه ولايت د سولې شورا د اداري پلاوي د ټاکنو تر مراسمو وروسته پژواک خبري اژانس ته وکړې.
د هغه په وينا، که څه هم د  تېرو څو کلونو پر مهال په دغه ولايت کې د سولې په برخه کې د پام وړ کار نه دى شوى، خو ژمنه يې وکړه، د خلکو او قومونو په مرستې او ملاتړ به دا پروسه پر مخ وړي.
ګراني د سولې شورا له غړو او چارواکو د مننې تر څنګ په ډاګه کړه چې د سولې په برخه کې به په خپل ټول امکانات پر کار اچوي.
د سولې شورا د ولايتي کمېـټې رييس وويل چې له خلکو او قومي مشرانو سره به په ګډه هغه کسان سولې ته لېواله کوي چې له دولته يې واټن نيولى دى.
د زابل والي محمدانور اسحاقزي د يادو مراسمو پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې د سولې شورا ټول غړي هڅه کوي تر څو د سولې په پروسه کې مثبت رول ولوبوي.
د هغه په وينا، د سولې د شورا نوی رييس په خلکو کې پراخ شناخت لري او وبه کړا ی شي چې د سولې د دفتر لپاره لاسته راوړنې ولري.
په زابل کې د سولې شورا مشرتابه لپاره ټاکنې په داسې حال کې ترسره شوې چې په دغه ولايت کې د تېرو اتو کلونو پر مهال دغې شورا هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.