ولسوالى قلعۀ زال در خطر سقوط قرار دارد

کندوز (پژواک، ٨ زمرى ٩٤): سيمه ييزچارواکي وايي چې طالبانو د کندوز د قلعه زال ولسوالۍ ځينې برخې نيولې، خو په دې او خان اباد ولسواليو کې درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.
د قلعه زال ولسوال محبوب الله سعيدي وايي چې د بهرنيو وګړو په ګډون سلګونو وسله والو مخالفينو له چهار درې او د کندوز د مرکز له ګورتپې نه پر قلعه زال بريد کړى او نښتې له تېرو دريو ورځو راهيسې روانې دي.
هغه پژواک ته وويل چې طالبانو د دې ولسوالۍ ځينې برخې نيولې او د نښتو پر مهال ٢٥ طالبان او دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي، ١٥ طالبان او شپږ پوليس ژوبل شوي دي.
سعيدي زياته کړه چې د قلعه زال په مرکز کې د ولسوالۍ د مقام او  امنيه قوماندانۍ دفترونه د دولت په واک کې دي، خو خبردارى يې ورکړ چې د امنيتي ځواکونو شمېر کم دى او که مرسته ور ونه رسېږي، نو زيات احتمال شته چې ولسوالي د طالبانو لاس ته ورشي.
طالبان وايي چې د قلعه زال په ظلم اباد او تروبز ګذر کې يې څلور امنيتي پوستې نيولې او د ولسوالۍ مرکز يې کلابند کړى دى.
د هغوى په خبره، د نښتې پر مهال شپږ دولتي سرتېري وژل شوي او ٩ نور د اربکيانو د قوماندان نبي ګيچي په ګډون ژوبل شوي دي.
خو ځايي چارواکي د نبي ګيچي چې د ٣٠٠ ولسي پاڅونوالو مشري کوي، ردوي. له بلې خوا د کندوز د ولايتي شورا مشر محمديوسف ايوبي وايي چې د ده د معلوماتو له مخې، قلعه زال ولسوالي تېره شپه د طالبانو لاسته ورغلې ده.
هغه وويل: ((موږ پخوا د طالبانو له خوا د دې ولسوالۍ د نيولو او امنيتي وضعيت په اړه خپلې اندېښنې دولت ته وړاندې کړې وې او د خلکو پر وړاندې مو خپل مسووليت ترسره کړ، اوس به يې د عواقبو مسووليت د دولت پر غاړه وي.))
د نښتو له امله سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
د قلعه زال د دُرمن کلي اوسېدونکي پاينده محمد وويل: ((له خپلې، د ورور او د تره له کورنيو سره يوځاى کندوز ښار ته روان يم.))
هغه زياته کړه چې د دولت او طالبانو تر منځ روانې جګړې سخت اندېښمن کړى او غواړي چې مسئله يو اړخيزه شي. يا دې ټوله ولسوالي دولت ونيسي او يا يې دې طالبانو ته پرېږدي چې خلک ارام شي.
امنيتي چارواکو همدارنګه د خان اباد ولسوالۍ د ځينو برخو د بېرته نيولو او طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبر هم ورکړى دى.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالصبور نصرتي وويل چې د ګډو امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې د اقتاش بابوس او کهنه کلا سيمې له ١٠ نورو کلو سره بېرته تر دولتي واک لاندې راغلې دي.
هغه وويل چې په دغو عملياتو کې ١٠ طالبان وژل شوي چې د دوو مړي يې ترلاسه کړي او پنځه نور ژوبل شوي دي.
خو يوه طالب وياند وايي چې طالبانو د دولت پرمختګ مخنيوى کړى او د نښتې پر مهال اته سرتېري او دوه طالبان وژل شوي او ١٢ سرتېري او څلور طالبان ژول شوي دي.
طالبانو درى ورځې وړاندې د اقتاش ٥٠ کلي نيولي وو.
طالبانو تېره مياشت د کندوز د دښت ارچي او چهار درې ولسوالۍ ونيولې چې چهاردره له څو ورځو وروسته بېرته د دولتي ځواکونو واک ته ورغله، خو دشت ارچي لا هم د طالبانو په واک کې ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.