"مېرمنې دې نارينه له جګړو را وګرځوي"

کندهار ( پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٤ ) : د کندهار د سولې د ولايتي شورا مسوولين وايي، که د مېرمنو د پوهاوي کچه لوړه شي هغوى دا وړتيا لري چې خپل نارينه له جګړو راوګرځوي او په دې توګه د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.
دغه څرګندونې د سولې د ولايتي شورا منشي جميلې يوسفي په هغه غونډه کې وکړې چې د کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو مېرمنې ورته رابلل شوې وې.
د ښځو چارو په رياست کې په جوړه شوې دې غونډه کې د ښځو چارو رييسې رقيې اڅکزۍ، د سولې د ولايتي شورا غړيو شاهدې حسين او زرغونې بلوڅ، د ولايتي شورا غړې سرينا فيضي، مدافع وکيلې ګلمکۍ او د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون استازې زبيدې کمال هم ګډون کړى و.
د سولې د ولايتي شورا منشي جميلې يوسفي وويل، که په کليو او لرې پرتو سيمو کې د مېرمنو د پوهاوي د کچې پر لوړولو کار وشي، نو هغوى د جګړې په پاى ته رسولو کې مرسته کولاى شي.
هغې زياته کړه، د مېرمنو د ذهنيتونو روښانه کول د سولې او ملي پخلاينې په لاره کې پرمختګ او د ناخوالو پاى ته رسول دي.
دا وايي، کليوالې مېرمنې بايد د خپل مسووليت له مخې خپل وروڼه، زامن او مېړونه د جګړې له ليکو راوګرځوي او سالم ژوند ته يې راستانه کړي.
د ولايتي شورا غړې سرينا فيضي هم وايي، لکه څنګه چې دا خبره جوته شوې، د نارينه په برياليتوبونو کې د مېرمنې لاس وي په دې توګه هغوى کولاى شي نارينه له جګړې او نورو ناخوالو هم راوګرځوي.
د هغې په وينا، په ډېرو مواردو کې مېرمنې پر خپلو نارينه وو اغېز لري او يوه هوښياره مېرمن په ډېره ښه توګه کولاى شي د هغوى په برخليک ټاکلو کې مثبت رول ولوبوي.
د دې په وينا، که په ټول هېواد کې د يوه منظم ميکانيزم له مخې د  مېرمنو د پوهاوي پر لوړولو کار وشي، د جګړو له زيانونو خبرې شي، نو هغوى کولاى شي هم خپل نارينه له جګړو راوګرځوي او هم خپل اولادونه په سمه توګه وروزي، تر څو په راتلونکې کې جګړې ته مخه نه کړي.
د کندهار د ښځو چارو رييسې رقيې اڅکزۍ هم وويل چې نور هغه وخت را رسېدلى چې نارينه او ښځينه په ګډه د جګړې د پاى ته رسولو لپاره هلې ځلې وکړي.
هغوى د سولې د ولايتي شورا له ښځينه غړو وغوښتل چې په ولسواليو کې دې د کليوالي مېرمنو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي او هغوى ته دې دا پيغام ورسوي چې دولت غواړي په هېواد کې جګړه او ورور وژنه پاى ته ورسېږي.
د سولې د ولايتي شورا بلې غړې زرغونې بلوڅ وويل، له هر څه مخکې بايد په کور او کلي کې د سولې او ثبات ټينګښت ته پاملرنه وشي، چې مېرمنې په کې ښه رول لوبولاى شي.
خو هغې دا هم وويل چې د سيمې او نړۍ په کچه هم د سولې راوستو لپاره هڅو ته اړتيا ده، چې ولسمشر لا له وړاندې په پيل کړې او تر دې مهاله يې ښې پايلې لرلې دي.
هغې د بېلګې په توګه په دې وروستيو کې د افغان لوري او وسله والو مخالفينو تر منځ د سولې لومړنۍ مخامخ خبرې يادې کړې چې په اسلام اباد کې وشوې.
دې ټينګار وکړ، چې د دغه راز هڅو په څنګ کې دې په کور دننه هم د سولې او ثبات لپاره پراخې هلې ځلې پيل شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.