داکتر عبدالله اوضاع امنيتى کندز را بررسى مى کند

کندوز،دويم تعقيب( پژواک، ١٦چنګاښ ٩٤): د حکومت اجرايي مشر د کندوز امنيتي حالت د منلو وړ نه بولي او په نږدې موده کې ددې ولايت د امنيت ټينګښت لپاره يې د ملي اردو د يوې لوا د منظورۍ خبر ورکړ.
عبدالله عبدالله نن د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرستيال عبدالمالک صديقي، د ولسي جرګې غړى ميرويس ياسيني، د ټاکنو خپلواک کمېسيون پخوانى مشر فضل احمد معنوي او ځينې نور چارواکي هم ورسره وو، پر امنيتي ناسته کې ګډون وکړ.
هغه وويل چې د ملي يووالي حکومت په کندوز کې له هرې پېښې څخه خبر دى او ډېر ژر به د امنيت ټينګښت په برخه کې د سيمه ييزې ادارې په بېلابېلو برخو کې د کدرونو د ټاکلو په اړه ګام واخلي.
د حکومت اجرايي مشر زياته کړه:" د کندوز امنيتي وضعيت د منلو وړ نه دى او دا موضوع له ملي امنيت شورا سره شريک کوو چې په دې برخه کې اقدام وشي."
 ډاکټر عبدالله زياته کړه چې په کندوز کې د امنيتي ځواکونو شمېر تر يو بريده بسنه کوي، خو ډېر ژر به د ملي اردو يوه ضربتي لوا ددې ولايت د امنيت د ټينګښت په خاطر منظور شي ، څو د نظامي ځواکونو د کمښت ستونزه هواره شي.
 هغه په دې اړه  چې ډېر خلک پر حکومت نيوکه کوي ،چې په هېواد کې امنيتي وضعيت خراب شوى دى او حکومت کار نه کوي ؟ وويل:" دا ستونزې له تېر حکومت نه ميراث پاتې دي او موږ د خپل حکومت په دوران کې هڅه کړې ده څو امنيتي وضعيت ښه کړوو او د پرمختګ لپاره ډېره موکه برابره کړو."
 دحکومت اجرايي مشر ددې مطلب په څرګندولو سره که چېرته خلک له سيمه ييزو ادارو سره په ولايتونو کې همکاري ونه کړي ، ناامني زياتېږي ، هغه يادونه وکړه چې سيمه ييز مسوولين دې خپلو دندو ته پاملرنه وکړي او که بې مسووليتي وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.
 د حکومت اجرايي مشر دا څرګندونې وروسته له هغه وکړي چې سيمه ييزو مسوولينو امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وګاڼه.
 د کندوز والي محمدعمر صافي په دې ناسته کې وويل: ((په کندوز کې امنيت نشته، موږ د ځواکونو له کمښت سره مخ يو، دا مهال د ملي اردو يوه لوا په کندوز کې ميشت ده ،چې تر ډېره په ګاونډيو ولايتونو کې عمليات ترسره کوي، بايد يوه ضربتي لوا رامنځ ته شي.))
هغه زياته کړه چې کندوز د کدرونو له اړخه خودکفا دى چې بايد د امنيت په راوستو کې ترې کار واخيستل شي.
 د کندوز د ولايتي شورا مشر محمديوسف ايوبي په دې ناسته کې وويل چې امنيتي وضعيت ښه نه دى، امنيتي ځواکونه او ملکي خلک تل مرګ ژوبله زغمي.
ايوبي زياته کړه چې بايد د دولت د وسله والو مخالفينو پر ضد پراخه عمليات تر سره شي او د اجرايي مشر څخه يې غوښتنه وکړه چې ډېر ژر دې نور ځواکونه ور واستوي.
 د چهاردرې يو مخور سيدرحيم وويل چې د وروستيو جګړو له امله په دې ولسوالۍ کې د استوګنې سل کورونه ويجاړ شوي  ، زرګونه کسان بې ځايه شوي  او يو شمېر کورونه سوځول شوي دي.
 نوموړي زياته کړه: " چې دولت او طالبانو دواړو پر موږ هوايي اوځمکنې بريدونه کول ، زيات خلک وتښتېدل او مرګ ژوبله ورواوښته ، خو دا واقعيتونه د رسنيو له نظره لرې ساتل شوي دي."
 چهاردره د روانې مياشتې په لومړيو کې د طالبانو لاس ته پرېوته او څو ورځې وروسته بېرته امنيتي ځواکونو ونيوله.
 ډاکټر عبدالله وويل، کومې څرګندونې چې نن د خلکو او  ولايتي شورا د مسوولينو له لوري ترسره شوې ، خورا لږ  يې ترحکومته رسېدلي  او حکومت له ډيرو موضوعګانو خبر نه و.
  د يادونې  ده چې د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ د روانې مياشتې له لومړيو څخه د طالبانو په لاس کې ده.
 په چهاردره، دشت ارچي او کندوز ښار ته څېرمه  ګورتپه ولسواليو کې د وروستيو دوو مياشتو عملياتو او نښتو په ترڅ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې سربېره ٢٢٠ ملکي وکړي ژوبل شوي او شاوخوا ١٨کورنۍ چې شمېر يې څه باندې سلو ته رسېږي، امنو ساحو ته بې ځايه شوې او خپل کور کلي ته د بېرته ستنېدو په تمه دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.