شوراى ولايتى زابل: در بين اقوام وحدت را تامين نموده ايم

کلات (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٤): د زابل د ولايتي شورا منشي وايي چې د کار له پيله راهيسې په بېلابېلو برخو کې ګڼې لاسته راوړنې لري خو زياتوي چې لا هم د خلکو ټولو هيلو ته يې ځواب نه دى ويلى.
د دوى په خبره چې خراب امنيتي حالت او د مالي امکاناتوکموالی هغه ستونزې دي چې د دوى کارونه يې له خنډ سره مخ کړي خو دوى لا هم خپلې هڅې جاري ساتلې دي.
د زابل د ولايتي شورا منشي اسدالله کاکړ له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې د ولايتي شورا لويه لاسته راوړنه د دغه ولايت د مېشتو بېلابېلو قومونو ترمنځ د يووالي او همغږۍ رامنځ ته کول دي.
نوموړي زياته کړه چې د ولايتي شورا د وکيلانو تر څنګ د قومونو د مشرانو يوه شورا يې جوړه کړې تر څو په ټولو چارو کې له ولايتي شورا سره خپلې سلا مشورې شريکې کړي.
د ده په خبره چې دغه مشران له بېلابېلو سيمو او قومونو سره تړاو لري او کولى شي له  ولايتي شورا سره د ستونزو په را پيداکولو او حل کې مرسته وکړي .
کاکړ زياته کړه چې دويمه لاسته راوړنه يې ولسواليو ته سفرونه او هلته له نږدې د خپلو موکلينو د ستونزو او غوښتنو ليدل او اورېدل دي چې لا هم دا لړۍ دوام لري.
نوموړي وويل چې د پوهنې روغتيا او کرهڼې په برخه کې د حکومتي ادارو کار کولو ته پاملرنه زياته ده ځکه دده په خبره د زابل اوسېدونکو په دې برخه کې زيات کار ته اړتيا لري.
د کاکړ په وينا، د دغه ولايت په ولسواليو کې يې د عامو وګړو سربېره د پوليسو او امنيتي ارګانونو حالت هم له نږدې څارلى او په کې د اصلاحاتو لپاره يې مسوولينو ته لازمې مشورې ورکړې دي.
د ولايتي شورا منشي وايي، چارواکو ته د خلکو د ستونزو رسول، له دولتي ادارو او پروژو پر وخت څارنه او د خلکو خپلمنځي ستونزو ته د حل لارو پيدا کول نورې هغه چارې دي چې د ولايتي شورا د کار له پيله راهيسې وکيلانو سر ته رسولې دي.
اسدالله کاکړ زياته کړه چې خلک له ولايتي شورا زياتې هيلې لري؛ ځکه د ده په خبره ستونزې زياتې دي خو وايي چې دوى تر خپله وسه کار کړی دی.
هغه وايي، د افغانستان شرايطو ته په کتلو او د خرابو امنيتي حالاتو له امله کارونه په هغه ډول پر مخ نه ځي چې خلک يې غواړي خو وکيلانو له خپل وس سره سم کار کړی دی.
نوموړي وويل چې د ولايتي شورا د کارونو پر وړاندې امنيتي ستونزې شته چې دوى نه شي کولى پر خپل وخت تر خپلو موکلينو ځان ورسوي.
د ده په وينا، د پوره مالي امکاناتو نشتوالی هغه بله ستونزه ده چې د دوى کارونه يې ټکني کړي دي خو زياتوي چې دوى د دواړو ستونزو پر وړاندې مبارزه کوي او غواړي په هر ډول شرايطو کې د دغه ولايت اوسېدونکو ته خدمت وکړي.
د زابل د ولايتي شورا استازي پر داسې مهال له خپلو لاسته راوړونو خبر ورکوي چې تېره مياشت په کلات ښار کې د دې شورا پر دفتري خونړی ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او هم يې د يادې شورا دفتر له منځه يووړ.
د دغه ولايت وکيلان اوس مهال خپلې ورځنۍ چارې په يوه ورڅېرمه ودانۍ کې سرته رسوي.
د زابل  ولايتي شورا نهه غړي لري چې دوه يې ښځې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.