نمايندگان مردم کندز سقوط دو ولسوالى را تهديد جدى به شهر کندز مى دانند

کندوز (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٤): د طالبانو په لاس د کندوز ولايت د دشت ارچي او چاردرې ولسواليو له سقوط وروسته، د مشرانو جرګې منشي او د ولايتي شورا غړي وايي، که ناسم امنيتي وضعيت په همدې ډول دوام وکړي، د کندوز مرکز به هم سقوط شي.
وسله والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ نن سهار او د چاردرې ولسوالي يې د شنبې په ماښام ونيوې او ويل کېږي چې وسلې، تجهيزات او ټانکونه هم د هغوى لاس ته ورغلي دي.
د کندوز يو شمېر استازي وايي چې دا مهال د دغه ولايت ځينې نورې سيمې هم تر ګواښ لاندې دي، که ټينګ امنيتي تدابير ونه نيول شي، ښايي د کندوز ښار هم سقوط شي.
د مشرانو جرګې منشي مولوي عبدالله قرلق وايي چې د همغږۍ او ناسم مديريت د نه شتون له امله چاردره او دشت ارچي ولسوالۍ سقوط شوې.
هغه، چې د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکى دى پژواک خبري اژانس ته يې وويل،کوم معلومات چې له سيمې لري، دا ښيي چې نن سهار د دشت ارچي ولسوالۍ ټولې سيمې د طالبانو لاس ته ورغلې دي او امنيتي ځواکونه د تخار ولايت خواجه غار ولسوالۍ ته تښتېدلي دي.
قرلُق د لومړنيو معلوماتو له مخې وايي، چې په دې نښته کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د مشرانو جرګې منشي ادعا وکړه: "د دشت ارچي امنيه قوماندان له وسله والو مخالفينو سره د امتياز ترلاسه کولو په موخه جوړجاړى کړى او ولسوالي يې طالبانو ته سپارلې ده."
د کندوز ولايتي شورا غړي غلام رباني رباني وويل چې د چاردرې ولسوالۍ له سقوط وروسته خلک ډېره اندېښنه لري چې ګواکې کندوز ښار به هم د طالبانو لاس ته ورشي.
هغه وويل چې دا مهال د امنيتي ځواکونو محافظتي کمربند د کندوز ښار په درى کيلومترى کې پروت دى او د وسله والو مخالفينو د کلاشينکوف ډزې د ښار په ټولو سيمو کې په کره ډول اورېدل کېږي.
رباني زياته کړه چې د دولت د نه پاملرنې له امله نه يواځې د کندوز ښار سقوط ناشونى نه دى، بلکې د کندوز ګاونډيو ولايتونو ته هم جدي ګواښ بلل کېږي.
د ولايتي شورا دغه غړي وويل: "د پياوړي مديريت نه شتون، د پوځي جوړښتونو کمښت او د دولت له لوري د خلکو پر وړاندې د قوي ارادې نه شتون هغه لاملونه دي چې د وسله والو مخالفينو مورال يې لوړ کړى چې د ولسواليو د سقوط سبب به شي.
د کندوز ولايتي شورا مرستيال امرالدين ولي وويل چې امنيتي ځواکونه بې مشرتابه په پرېشانه وضعيت کې دي او که سالم مديريت او منظمه همغږي رامنځ ته نه شي، طالبان به د کندوز ښار دروازې هم وټکوي.
هغه زياته کړه: "د دې ټولو ناخوالو لامل دا دى چې دولت کندوز خپله برخه نه بولي، نه پوهېږو چې زموږ له ولايت سره څه ستونزه لري، زموږ ځواکونو ته نه امکانات او نه تجهيزات ورکوي، نه مورال ورکوي او نه يې دلته داسې کسان ګومارلي دي چې لږ تر لږه ښه روحيه ولري او حالات يې کابو کړي واى، موږ خپل غږونه څو ځله لوړ کړي دي، دا چې هېچا زموږ غږ وا نه ورېد، د دغه حالت وړاندوينه مو کړې وه."
د ولايتي شورا مرستيال وويل چې د کندوز په نا امنو سيمو کې جګړو د خلکو او کروندګرو ټوله شتمني له منځه وړې او اوس د دې وخت را رسېدلى دى چې د ښار په منځ کې د خلکو هټۍ او جايدادونه هم د اور خوراک شي.
نوموړي له دولت څخه وغوښتل چې د هوايي ځواک پر مټ دې په بېړه وضعيت کابو کړي او له لاسه تللې سيمې دې بېرته ولکه کړي.
امنيتي مسوولينو تر اوسه د دشت ارچي او چاردرې ولسواليو د وضعيت په اړه څه نه دي ويلي، خو تېره ورځ يې ويلي وو چې امنيتي ځواکونه د چاردرې د بېرته نيولو په اړه پلان جوړوي.
د يادونې ده، په چاردره، امام صاحب، دشت ارچي او کندوز ښار ته څېرمه ګورتپه ولسواليو کې د وروستيو دوو مياشتو جګړو له امله، طالبانو او دولتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو سربېره، څه باندې ٢٢٠ ملکي کسان ټپيان او شاوخوا ١٨زره کورنۍ چې د وګړو شمېر يې څه باندې سل زرو تنو ته رسېږي، امن سيمو ته کډه شوي دي او خپلو کورونو ته د ستنېدو په تمه دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.