سه کارمند امنيتى و څارنوال ابتدائيه شيرين تگاب کشته شدند

زرنج-ميمنه (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٤): په نيمروز کې د ملي امنيت درى کارکوونکي او دوه طالبان او په فارياب کې د شېرين تګاب ولسوالۍ ابتدايه څارنوال ووژل شو.
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر رحمت الله ناصر نن (د غبرګولي ٢١مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو د وسله وال بريد په پايله کې د ياد ولايت د ملي امنيت درې کارکوونکي چې يو يې افسر و، په دلارام ولسوالۍ وژل شوي دي.
هغه وويل چې د ملي امنيت دغه درې منسوبين تېر مازديګر د دلارام په بازار کې پر ګزمه بوخت وو چې پر موټر يې وسله والو طالبانو بريد وکړ او ووژل شول.
د نيمروز د ملي امنيت رياست يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د دغه خبر د پخلي تر څنګ وويل چې له دې پېښې وروسته د ملي امنيت او بريدګرو تر منځ په نښته کې دوه طالبان ووژل شول او يو بل ټپي شو.
د ملي امنيت د دغه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، له بريدګرو يوه مخابره او يو موټرسايکل هم ترلاسه شوي دي.
له بلې خوا په شېرين تګاب کې د دې ولسوالۍ د ابتدايه څارنوال د وژل کېدو، د برېښنا د امر او دريو نورو کارکوونکو د ټپي کېدو خبر ورکړل شو.
د فارياب امنيتي چارواکو په خبره، دا پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د شېرين تګاب ولسوال سيد لقان ګهريک پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې د دې ولسوالۍ د لومړنۍ څارنوالۍ څارنوال وژل شوى، د برېښنا امر او د دې ولسوالۍ د ملي جنبش ځوانانو شورا مشر له دوو نورو کسانو سره ټپي شوى دى.
هغه زياته کړه چې ماين له مخکې د برېښنا د امر په موټر کې ځاى پر ځاى شوى و.
ګهريک وويل، د ماين چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې ابتدايه څارنوال حميدالله او د برېښنا امر فيض الله خمار له کوره د کار ځاى پر لور روان وو.
سرچينې زياته کړه چې د برېښنا د امر روغتيايي وضعيت ښه دى، خو د دوو نورو حالت نازک ښودل شوى چې په ميمنه کې افغان- ترک روغتون ته لېږدول شوي دي.
د فارياب د استيناف څارنوالۍ مشر حبيب الله وثيق د شېرين تګاب ولسوالۍ د څارنوال د وژنې پخلى کړى او وسله وال مخالفين يې په دې چاودنه کې ښکېل بللي دي.
په ورته وخت کې د فارياب د برېښنا مشر سيد عبدالحميد وويل چې په دې پېښه کې د دولت اباد او شېرين تګاب د سب سټېشن امر فيض الله خمار، امر وړونکى قمرالدين او د دوى يو بل کارکوونکى ژوبل شوي دي.
د فارياب ولايتي شورا غړي عبدالاحد ايلبيک دا پېښه په کلکه وغندله او څارنوال حميدالله يې د يوه رښتيني، پاک، مسلکي او وطنپال کس په توګه ياد کړ.
تر اوسه د دغو دوو پېښو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.