محقق: پاکستان د سولې په برخه کې کړې ژمنې نه دې پوره کړي

مزارشريف (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٤): د حکومت د اجرائيه رياست دويم مرستيال وايي، له ملي يووالي حکومت سره د سولې په روانو هڅو کې پاکستان خپلې دوه لومړنۍ ژمنې لا هم نه دې پوره کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د غبرګولي په ۱۳مه په مزارشريف ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې د خپلې وينا په اوږدو کې د رسنيو پر وړاندې وکړې.
دغه غونډه چې د شيعه ګانو د دوولسم امام حضرت مهدي د کليزې په وياړ جوړه شوې وه، د بلخ ولايت د اوسېدونکو تر څنګ په کې د دغه ولايت ځينو دولتي او امنيتي چارواکو هم برخه لرله.
د اجرائيه رياست دويم مرستيال حاجي محمد محقق د خپلې وينا په ترڅ کې د شته ستونزو د له منځه وړو په موخه، افغانان يووالي او مينې ته راوبلل.
نوموړي زياته کړه: ((تر څو چې يو له بله تېرېدنه، يووالى او له يو بل سره مينه ونه لرو؛ نو برياليتوب به لرې وي.))
هغه همداراز د ملي يووالي حکومت په لومړيتوبونو هم خبرې وکړې چې د سولې په پروسه کې د ګاونډيو هېوادونو ښکېلتيا او په سيمه ييزه کچه د سترو اقتصادي همکاريو رامنځ ته کول يې د ملي يووالي د حکومت کاري لومړيتوبونه وبلل.
محقق وويل چې ولسمشر له پاکستان سره د سولې په چارو کې همغږيتوب او د دغه هېواد ښکېلتيا ته خورا لومړيتوب ورکړ.
ده زياته کړه چې پاکستان هم په پيل کې دوه سترې ژمنې وکړې، چې له لارې يې د سولې روانه پروسه ګړندۍ کېده.
خو د حکومت د اجرائيه رياست مرستيال وويل: ((پاکستان لا هم خپلې دوه کړې ژمنې؛ وسله وال طالبان د سولې لپاره د خبرو مېز ته راکشول او په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د پسرلنيو عملياتو مخنيوی؛ پوره کړې نه دي.))
دى وايي، ګومان کوي چې يا پاکستان د سولې په برخه کې هڅې نه دې کړې او يا يې زور نه دی رسېدلی.
د هغه په وينا، افغانان سوله پال خلک دي او تل هڅه کوي چې د سولې په برخه کې رښتيني و اوسي.
محقق وويل، مقابل لوری بايد د سولې ټول معيارونه پوره کړي او هڅه وشي چې د مسلمانانو د وژنې روانه لړۍ ودرېږي.
نوموړي د طالبانو له خوا د روانو وسله والو مزاحمتونو پر وړاندې د افغان ځواکونو مورال قوي وباله او ويې ستايل.
هغه د نوو واليانو د ټاکل کېدو په اړه وويل چې دغه پروسه د سيمه ييزو ارګانونو ادارې له لوري په جدي توګه روانه ده او ډېر ژر به د هېواد د ټولو ولايتونو د واليانو د ټاکل کېدو پروسه پای ومومي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.