عوايد گمرک کندهار٣٣  درصد افزايش يافته است

کندهار (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٤): د کندهار د ګمرک رييس وايي چې د روان لمريز ٢٠١٥ زېږديز کال په تېرو پنځو مياشتو کې يې نږدې يو نيم ميليارد افغانۍ عوايد راغونډ کړي چې د ماليې وزارت له خوا تر ورکړل شوي هدف ٣٣ سلنه زيات دي.
د کندهار د ګمرک رييس سيد جمال هاشمي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د عوايدو د ډېروالي لاملونه په دې وروستيو کې د سوداګرۍ د حجم زياتوالى او د هغوى له خوا په ګمرکي چارو کې د اصلاحاتو پلي کول دي.
هغه زياته کړه، ماليې وزارت د کندهار ګمرک ته د روان کال تر پايه د ٢ ميليارده او ٧٠٠ سوه ميليونه افغانيو عوايدو هدف ټاکلى، خو هغوى د دغه کال په تېرو پنځو مياشتو کې ١ ميليارد او ٤٩٥ ميليونه افغانۍ عوايد را غونډ کړي چې تر ټاکل شوي هدف ٣٣ سلنه زياتوالى ښيي.
دى وايي، په تېر ٢٠١٤ کال کې هم ورته ٢ ميليارده او ٧٠٠ ميليونه افغانۍ هدف ټاکل شوى و، خو هغوى د همدغه کال تر پايه ٢ ميليارده او ١٨٨ ميليونه افغانۍ عوايد راغونډ کړي وو، چې تر ټاکل شوي هدف ٩ سلنه او د ٢٠١٣ کال په پرتله په کې ١٩ سلنه کموالى راغلى و.
په ٢٠١٣ زېږديز کال کې د کندهار د ګمرک ټول عوايد ٢ ميليارده او ٢٢ ميليونه افغانۍ وو، په داسې حال کې چې ماليې وزارت ورته ٢ ميليارده او ٥٠٠ ميليونه افغانۍ هدف ټاکلى و.
هاشمي وويل، تېر کال ځکه د کندهار د ګمرک عوايد کم شول چې د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې او وروسته ټاکنيز کړکېچ رامنځته شو چې شاوخوا شپږ مياشتې يې دوام وکړ.
د ده په خبره، له همدې امله سوداګرو زړونه نه ښه کول چې د اړتيا وړ خوراکي او غير خوراکي توکي هېواد ته را وارد کړي، خو له هغه وروسته چې ټاکنيزې لانجې هوارې شوې، نوى حکومت جوړ او وضعيت ډاډمن شو، نو د سوداګرۍ حجم ورسره زيات شو.
نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې د سوداګرۍ د پراخېدو تر څنګ هغوى په دې وروستيو کې په ګمرکي چارو کې يو لړ اصلاحات هم پلي کړي چې دا هم د عوايدو د ډېروالي عمده لامل دى.
هغه دغه اصلاحات د اداري چارو سمون، د ځينو پرمختللو سيستمونو فعالول، له سوداګرو سره پر له پسې ناستې او د قاچاق مخنيوى ياد کړل.
دى وايي، د کندهار او بلوچستان ايالت تر منځ د ډيورنډکرښې په اوږدو کې د سپين بولدک له ترانزيټي لارې پرته يو شمېر نورې فرعي لارې شته چې په قاچاقي توګه پرې اموال راځي او له عوايدو ورکولو تېښته کوي.
د نوموړي په وينا، هغوى دغه ساحې ولايت مقام او امنيتي ځواکونو ته ور په ګوته کړې او له هغوى يې غوښتي چې دلته د قاچاق مخه ونيسي او پرې نه ږدي چې سوداګر له محصول ورکولو پرته خپل مالونه افغانستان ته را وارد کړي.
خو هغه يادونه وکړه چې په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتيا ده چې په دقيقه توګه د قاچاق مخنيوى وشي.
نوموړي دا هم وويل چې د عوايدو د راغونډولو په چارو کې د فساد د مخنيوي په موخه يې په وار وار سوداګرو ته د رسنيو له لارې خبر ورکړى چې د خپلو مالونو د محصول چارې دې په خپله ترسره کړي.
ده زياته کړه: ((زه سل په سلو کې د فساد د مخنيوي دعوه نه کوم، خو په دې برخه کې مو ډېرې هلې ځلې کړې، د مامورينو مراقبت مو کړى او د څارنې لپاره مو سيارې ډلې ټاکلي دي.))
دى وايي، دغه راز د فساد د مخنيوي په موخه يې يو شمېر کمېشنکارانو ته يې د فعاليت جوازونه ورکړي چې د ټاکلې حق الزحمې په بدل کې د سوداګرو د مالونو د محصول بېلابېل پړاوونه ترسره کړي.
هاشمي وويل چې د عوايدو د راټولولو تر څنګ د ګمرک يوه دنده دا هم ده چې هېواد ته د بې کيفيته خوراکي توکو او درملو د را واردولو مخنيوى وکړي چې په دې برخه کې ورسره د عامې روغتيا، کرنې او ځينو نورو رياستونو استازي ګډ کار کوي او تر هغه اجازه نه ورکوي چې دغو ادارو يې توکي ارزولي او تجزيه کړي نه وي.
خو په دې برخه کې د تجزيې د لابراتوار نشتوالى لويه ستونزه وګڼله او ويې ويل چې د کندهار نوي والي له ولسمشر څخه غوښتي تر څو په دغه ولايت کې د خوراکي توکو او درملو د تجزيې يو مجهز لابراتوار فعال کړي.
 
دى وايي، اوس مهال دغه چارې په مرکز کابل کې ترسره کېږي چې ډېر وخت اخلي او د پايلې تر را رسېدو يې د سوداګرو مالونه د ډېر وخت لپاره انتظار کړي وي.
هاشمي خبر ورکړ چې په سپين بولدک ولسوالۍ کې يې سږ کال د ګمرک پرمختللې ودانۍ په ٦٢ جريبه ځمکه کې تر جوړېدو وروسته پرانيستې چې د کاناډا او امريکا په ٢٢ ميليونه امريکايي ډالره ګډ لګښت جوړه شوې ده.
ده وويل دغه ودانۍ په کمپيوټرايز تلې، سکېنر او نورو اسانتياوو سمبال ده چې د عواېدو په لا لوړوالي کې به مهم رول ولري.
په سپين بولدک کې مخکني ګمرکي تاسيسات له ډيورنډ کرښې څخه ٨ کيلومتره لرې وو چې په دې ساحه کې د مالونو د ذخيره کولو ګڼې منډوي ګانې موجودې وې او ډېر مهال سوداګرو د ګمرک د محصول له ورکولو فرار کاوه.
افغان سوداګر د کراچۍ بندر له لارې له چين، ماليزيا، اندونيزيا او ګڼ شمېر نورو هېوادونو څخه بېلابېل خوراکي توکي، درمل، رخت او د ژوند له بېلابېلو اړخونو سره تړلي نور تعميراتي وسايل او سامان الات راواردوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.