فرهاد: ځيني وکيلان د بلخ په دولتي چارو کې لاسوهنه کوي

مزارشريف (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٤): د بلخ د سرپرست والي وياند وايي چې په دغه ولايت کې پرته له حقوقي اړخه له دولتي ادارو د خلکو شکايت د نشت برابر دی.
خو د دغه ولايت د ولايتي شورا رييس بيا په معارف، امنيتي او عامې روغتيا برخو کې د ناسمې حکومتدارۍ جدي يادونه کړې وه.
د بلخ د سرپرست والي وياند منير فرهاد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې بلخ ولايت په تېر کال کې د ياد وړ لاسته راوړنې لرلې.
نوموړي د بلخ ولايت عمومي عوايد د هېواد په کچه د سوداګريزو بندرونو لرونکو ولايتونو په پرتله بېساري وبلل.
د هغه په وينا، په ۹۳ لمريز کال کې د ۲۰۱۴ کال د اوازو، د ولسمشرۍ او د ولايتي شورا د ټاکنو او د ځينو سياسي جنجالونو له امله د بلخ ولايت عمومي عوايد له ټاکل شوي هدف څخه نږدې ۳۰ سلنه کم ترلاسه شول.
خو فرهاد وويل چې په دغه کال کې سربېره پر دې چې د حيرتان بندر په وارداتو او صادراتو کې ۵۰ سلنه کمښت راغلی و؛ خو بيا هم بلخ ولايت له ۷ ميليارده افغانيو څخه زيات عمومي عوايد د دولت بوديجې ته وسپارل.
نوموړي د پوهنې په برخه کې د تېر کال په اوږدو کې د ځينو لاس ته راوړونو يادونه وکړه؛ خو د بلخ په لرو پرتو سيمو کې يې د ځينو ستونزو پخلی وکړ.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد ابراهيم خير اندېش درى ورځې وړاندې په ځانګړې مرکه کې پژواک ته ويلي وو چې دولتي ادارې سياسي شوې چې په کې د کار کوونکو ګومارنه، لرې کول او چارې ترسره کول يې پر سياستوالو او د هغوی پر چلندونو تر ډېره څرخي.
نوموړي زياته کړې وه چې د بلخ پوهنه هم له دې ستونزې سره مخ ده.
د هغه په وينا، د بلخ ولايت په ښوونځيو کې داسې کسان هم شته چې له تېرو لسو کلونو په يوه ښوونځي کې د مدير په توګه دنده ترسره کوي خو د يوه عاد ي ښوونکي وړتيا هم نه لري.
خو د سرپرست والي وياند منير فرهاد د ولايتي شورا د معارف د سياسي کېدو په اړه وويل چې تر ډېره وکيلان د خپلو موکلينو د خوشالولو په خاطر په دولتي چارو کې مداخله کوي.
نوموړي په مزارشريف ښار په ښوونځيو کې د ورته مديرانو شتون رد کړ؛ چې له لسو کلونو زيات دې په يو ښوونځي کې مدير وي؛ خو په ولسواليو کې يې د ورته ستونزو پخلی وکړ.
د هغه په وينا، د ښوونکو د معاش د کمښت له امله مسلکي استادان ولسواليو ته د معارف په برخه کې له کار کولو ډډه کوي.
منير فرهاد د پوهنې په برخه کې د بيارغونې په اړه د شوو چارو په هکله وويل چې تېر کال په بلخ کې د ۹ لېسو په ګډون ۲۶ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې دي.
نوموړي په عمومي توګه په ۹۳ کال کې د بلخ ولايت د بيارغونې په برخه کې د هراړخيزو چارو يادونه وکړه.
د هغه په وينا، د کرنې په برخه کې د بلخ ولايت په بېلابېلو سيمو کې له ۴۰۰ څخه ډېر مېوه لرونکي باغونه کېښودل شول او د کرنيزو محصولاتو د ساتنې په موخه ۴۰ سړې خونې جوړې شوې دي.
فرهاد د سړک جوړونې په برخه کې وويل چې تېر کال د ښار دننه ۲۰ کيلومتره سړکونه د ښاروالۍ له بوديجې او ۲۶ کيلومتره نور د فوايد عامې له بوديجې پاخه شوي دي.
همداراز د ښاروالي له بوديجې په مزارشريف کې درى ستوريز هوټل چې په نړيوالو معيارونو به برابر وي، د جوړېدو په حال کې دى چې چارې يې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس خيراندېش د مزارشريف ښار پر ځينو امنيتي پوليسو د غيرقانوني چارو د ترسره کولو تور لګولی و چې د والي وياند منير فرهاد رد کړ.
نوموړي د بلخ د امنيتي پوليسو ستاينه وکړه او په دغه ولايت کې امنيت يې د خلکو په ملاتړ د امنيتي پوليسو لاسته راوړنه وبلله.
خو د والي وياند فرهاد د يوې پوښتنې په ځواب کې يې وويل، دا نه شي ردولی چې ټول پوليس نه، بلکې ځيني به يې د خپلو شخصي غوښتنو د پوره کېدو په موخه غير قانوني چارو ته کله کله لاس اچولی وي.
نوموړي ومنله چې څه موده وړاندې د مزارشريف ښار د امنيتي تشکيل يو پوليس د موټرو د غلاوو پر جرم ونيول شو او دمګړۍ بندي دی.
د هغه په وينا، په عمومي توګه د بلخ ولايت امنيت، بيارغونه، حکومتولي او نورې چارې د هېواد په کچه بېسارې دي.
د والي وياند د دغه ولايت پر عامې روغتيا رياست باندې هم د ولايتي شورا د رييس له خوا شوي تورونه رد کړل؛ خو دا يې ومنله چې وخت ناوخت ځيني خلک د ملکي روغتون له چارو سر ټکوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.