68 hurt as Zabul PC office comes under suicide attack

دويم تعقيب - کلات (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٤): چارواکي وايي چې د زابل په مرکز کلات ښار کې د ولايتي شورا پر ودانۍ شوي ځانمرګي بريد کې د ولايتي  شورا د څلورو وکيلانو په ګډون ٦٨ تنه ټپيان  شوي دي.
دغه ځانمرګى بريد نن (د غبرګولي ٤مه) له غرمې مخکې شاوخوا پاو باندې يوولس بجې په کلات ښار کې د ولايتي شورا مخې ته شوى دى.
د زابل مرستيال والي مسعود بختور پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانمرګي بريدګر له چاودېدونکو توکو ډک مازدا موټر ته د ولايتي شورا مخې ته چاودنه ورکړې ده.
د هغه د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې يو شمېر کسان ټپيان شوي چې ډېرى ملکي وګړي او دولتي مامورين دي.
د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي وايي، د دوى د معلوماتو له مخې په دغه بريد کې تر٥٠ تنه ټپيان شوي چې ملکي وګړي، دولتي مامورين او پوليس دي.
خو په کلات ښار کې د ملکي روغتون رييس زلمي رښتين پژواک اژانس ته وويل چې روغتون ته تر اوسه د ولايتي شورا د يو شمېر ښځو او ماشومانو په ګډون ٦٨ ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه زياته کړه چې په ټپيانو کې د ولايتي شورا دوه ښځينه او دوه نارينه وکيلان هم شامل دي.
د نوموړي په وينا، د دريو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه و او کندهار ته لېږدل شوي خو د پاتې ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
زلمي رښتين وويل چې په ټپيانو کې ١٦ ښځې او يو شمېر ماشومان هم شامل دي.
د قدرت الله په نوم يوه عيني شاهد پژواک ته وويل چې چاودنه ډېره زوروره وه او د کلات ښار په لرو پرتو سيمو کې يې هم غږ اورېدل شوى دى.
د هغه په وينا، د دغه بريد له امله د ولايتي شورا ترڅنګ د  ښځو چارو رياست ، د ښار جوړولو رياست، د پوهنې رياست او يو شمېر نورو دولتي ودانيو ته هم زيان اوښتى دى.
د زابل د ولايتي شورا رييس عطاجان حق بيان پژواک اژانس ته وويل چې ځانمرګي بريدګر خپل موټر د ولايتي شورا د شمالي خوا  له دېوال سره جنګولى او چاودنه يې کړې ده.
د نوموړى په وينا، دى او د ولايتي شورا نور غړي له دې چاودنې روغ وتلي، خو يو شمېر  مامورين ، مراجعين او ساتونکي ټپيان  شوي دي.
دى وايي چې د بريد پر مهال دوى ټول په ولايتي شورا کې وو، خو له نېکه مرغه کوم وکيل وژل شوى نه دى.
د نوموړي په وينا، دوه کاله مخکې هم له همدې ساحې پر ولايتي شورا د موټر په وسيله ځانمرګى بريد شوى و.
طالب وياند قاري يوسف احمدي د دغه بريد مسووليت  منلى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.