اوه مياشتې وروسته د اروزګان د ولايتي شورا اداري پلاوى وټاکل شو

ترينکوټ ( پژواک، ٣ غبرګولى ٩٤ ): د اروزګان د ولايتي شورا غړو تر اوه مياشتې ځنډ وروسته د اداري پلاوي لپاره ټاکنې ترسره کړې، خو ځينو وکيلانو په دې ټاکنو کې برخه وانخيسته .
دغه ټاکنې د غبرګولي په ٣مه، د اروزګان ولايت په مقام کې ترسره شوې، د نهو وکيلانو له جملې څخه شپږو تنو برخه لرله او پاتې دريېو تنو په کې برخه نه وه اخيستې.
د اروزګان سرپرست والي امان الله تيموري د يادو ټاکنو پر مهال د ولايتي شورا له راغلو وکيلانو مننه وکړه چی نن د ټاکنو لپاره سره راټول شول او دوه ثلثه يې پوره کړل.
هغه زياته کړه، چې اروزګان د افغانستان يواځينى ولايت و چې تراوسه يې ولايتي شورا پلاوى نه درلود او له همدې امله دوی او عام ولس له زياتو ستونزو سره مخ وو .
د نوموړي په وينا، له دې وروسته به يادې ستونزې ته د پای ټکی  کېښودل شي .
په اروزګان  کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون استازي  جان محمد بريال وويل چې دوی  د ولايتي شورا وکيلانو ته په دې ټاکنو کې د ګډون لپاره خبر ورکړى و.
خو هغه زياته کړه، چې له نهو تنو څخه يې يواځې شپږو تنو برخه واخيسته او درې ثلثه يې پورته کړل .
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د استازي په شتون کې په ترسره شوو ټاکنو کې عبدالله حقبين د رييس ، محمد کريم کريمي د مرستيال او عبدالکريم خادمزی د منشي په توګه  وټاکل شول.
نوي ټاکل شوي رييس پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وکيلانو ترمنځ د خپلمنځي ستونزو له امله د دوی يادې ټاکنې تر اوو مياشتو وروسته ترسره شوې.
هغه زياته کړه، هڅه به وکړي چې په پاتې وخت کې  له قانون او اصولو سره سم د اروزګان خلکو ته خدمت وکړي .
د اروزګان د ولايتي شورا غړي حيات الله فضلي چې په دې ټاکنو کې يې برخه نه وه اخيستې، دا پروسه او ترسره شوې ټاکنې ناقانونه وبللې.
نوموړي پژواک ته وويل چې دا ټاکنې نمايشې وي او د والي له خوا ترسره شوي ، ترڅو خپل کسان بريالي کړي.
د ولايتی شورا يو بل غړي امير محمد بارکزي چې ده هم په ټاکنو کې برخه نه وه اخيستې، ادعا وکړه چې ده ته چا د ټاکنو په اړه خبر نه و ورکړى.
خو هغه پژواک اژانس ته وويل ، پر دې خوښ دى چې دا ټاکنې په ښه توګه ترسره او شته ستونزه هواره شوه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.