عطامحمد نور دفاع وزارت ته د ستانکزي له ټاکنې سره مخالفت وښود

مزارشريف (پژواک، ٣٠ غويى ٩٤): د بلخ سرپرست والي او د جميعت اسلامي ګوند اجرائيه رييس عطامحمد نور معصوم ستانکزی د استاد برهان الدين رباني قاتل بولي او د دفاع وزير په توګه ټاکل يې د حکومت تاريخي تېروتنه ياده کړې ده.
نور دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې کړې چې د غويي په ٣٠مه په ټولنيزه شبکه فيسبوک باڼه کې خپره شوې ده.
د بلخ د سرپرست والي عطاء محمد نور وياند منير فرهاد پژواک خبري اژانس ته په ياده پاڼه کې د معصوم ستانکزي په اړه د جميعت اسلامي ګوند د اجرائيه رييس په توګه د عطامحمد نور د خپاره شوي نظر پخلی وکړ.
پرون د ملي يووالي حکومت ته يوې نږدې سرچينې پژواک اژانس ويلي وو چې معصوم ستانکزى د ملي دفاع وزارت ته نوماند شوى او جنرال قدم شاه شهيم د لوى درستيز په توګه ټاکل شوى دى.
د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور ليکلي چې د ملي دفاع وزير په توګه د معصوم ستانکزي د ټاکل کېدو د اوازې په اړه د جميعت اسلامي ګوند نظر يې له خلکو سره شريک کړی دی.
نوموړی زياته کړې چې د ملي دفاع وزير په توګه د معصوم ستانکزي ټاکل پر ملي ارزښتونو د پښې اېښودو او د جميعت ګوند د رهبر وينې ته بې احترامي ده.
د جمعيت اسلامي رهبر او پخوانى ولسمشر استاد برهان الدين رباني د ١٣٩٠ لمريز کال د وږي په مياشت کې په کابل کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې ووژل شو، په دغه بريد کې معصوم ستانکزى ټپي شوى و.
دغه بريد د يوه داسې کس له خوا ترسره شوه چې د سولې د استازي په توګه راغلى و او د جمعيت ګوند ادعا کوله چې ستانکزى د هغه په راوړو کې لاس درلود.
نور ويلي: ((څرنګه د ملي يووالي حکومت مشران ځان ته دا حق ورکوي چې حتا دغه بېهوده تصور يې ذهن ته لاره وکړي او د شهيد رهبر په وينو لوبې وکړي.))
د هغه په وينا، د استاد رباني په وينو لوبې کول د ملت پر وينو لوبې کول دي او د دغه کار د راتلونکي مسوول به هغه څوک وي چې دغه کار کړى دى.
نور ټينګار کړی، که چېرې معصوم ستانکزی د استاد رباني په وژنه کې ښکېل وي او يا يې هم غفلت کړی وي؛ نو د اعدام وړ دی.
نوموړي زياته کړه چې د ملي يووالي حکومت مشران بايد يو بل ته د تېرېدنې او کمزورۍ، د ملي مصلحت او بې وسۍ تر منځ توپير وکړي؛ کنه د ملت د غوسې د موج کنټرولول ستونزمنه او ناممکنه خبره ده.
د هغه په وينا، جميعت اسلامي ګوند د وطن د ملي ارزښتونو او ګټو د پاللو په پار د حکومت د ډېرو کړنو پر وړاندې غلی پاتې شوی؛ خو له بده مرغه دغه ډول چوپتيا يې کمزوري ګڼل شوې، چې حکومت د ملي دفاع د وزير په توګه د معصوم ستانکزي د ټاکل کېدو تاريخي تېروتنه کوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.