ولسوال: خاکسفېد کې طالبانو د داعش کسان کلابند کړي

فراه (پژواک، ٢٩غويى ۹٤): ځايي چارواکي وايي، چې د فراه په خاکسفېد ولسوالۍ کې سلګونو وسله والو طالبانو د داعش پر کسانو بريد کړى او هغه سيمه يې کلابنده کړې چې د داعش کسان په کې دي.
د راپورونو له مخې، په خاکسفېد کې د داعش ډلې تېر کال د  مرغومي له لومړيو فعاليت پيل کړى او په د ساجي غره  په مزار کلا او "جر" سيمو کې مرکزونه لري.
د خاکسفېد ولسوال عبدالخالق نورزي، نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې ده تېره ورځ د طالبانو او داعش تر منځ د مخابروي اړيکو خبرې واورېدې.
هغه وايي، د داعش کسانو طالبانو ته "د پاکستان د مزدورانو" خطاب کاوه او طالبانو ورته ويل چې د داعش کسان "لامذهبه" دي.
ولسوال وايي چې نن له غرمې مخکې ١١ بجې  شاوخوا ٥٠٠  وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په مزار کلا سيمه کې د داعش پر کسانو بريد وکړ او يو ساعت د هغوى تر منځ نښته روانه وه.
دى وايي چې وروسته د داعش کسان له دې سيمې شاتګ ته اړ شول او د ساجي په غره کې د جر سيمې ته چېرته  تللي دي.
هغه وويل چې ياده سيمه هم وسله والو طالبانو کلابند کړې ده.
دى وايي چې په ياده نښته کې د طالبانو او داعش د کسانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري ، خو ده د طالبانو د مخابروي اړيکې خبرې اورېدلي او  هغوى ويلي چې د داعش يو قوماندان يې وژلى دى.
په خاکسفېد کې د ټيلېفوني اسانتياوو د نشتون له امله مو د سيمې له خلکو سره اړيکه ټينګه نه شوه، خو د فراه د ولايتي شورا غړي دادالله قانع  هم تاييد کړه چې په ياده سيمه کې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ نښته شوې ده.
د خاکسفېد ولسوال مخکې پژواک ته ويلي و چې په دې ولسوالۍ کې سلګونه تنه د داعش کسان فعاليت لري چې ډېر يې  د شمالي وزيرستان ، عربو او نورو بهرنيو هېوادونو  اړوند کسان دي.
د راپورونو له مخې، د ننګرهار په چپرهار، کوټ او اچين ولسواليو کې هم د داعش او طالبانو تر منځ په دې وروستيو کې نښتې شوي او دواړو لوريو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
يادو دواړو ډلو تر اوسه  په فراه او ننګرهار دواړو کې د يادو نښتو په اړه  څه نه دي ويلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.