عطا محمد نور په شمال کې د ولسي خوځښتونو رامنځته کولو ګواښ وکړ

مزار شريف ( پژواک، ١٩ غويى ٩٤ ) : د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور مرکزي حکومت د شمال  امنيت ته په نه پاملرنې تورن   او ګواښ يې وکړ  چې که حالات همداسې روان وي نو دى به په شمال کې ولسي خوځښتونه رامنځته کړي.
عطاء محمد نور دغه څرګندونې د غويي په ١٩مه، په مزار شريف کې د روسيې د کونسلګرۍ له خوا په دويم نړيوال جنګ کې ددغه هېواد د برياليتوب د جشن د نمانځلو په  جوړو شوو مراسمو وکړې.
هغه په خپلو خبرو کې له امريکا سره پر شوي امنيتي تړون ( بي اېس اې) نيوکه وکړه او ويې ويل چې دغه تړون افغانستان ته هېـڅ ګټه نه ده کړې.
نور په ډاګه کړه چې د افغانستان ملي اردو او  ملي پوليس په ډېر سخت حالت کې دي او اوس هم ډېر تجهيز ته اړتيا لري.
نوموړي په داسې حال کې امريکا سره پر شوي امنيتي تړون نيوکه کړې، چې په دې وروستيو کې په شمال کې د نا امنيو تر زياتېدو وروسته د ولسي جرګې يو شمېر وکيلانو هم پر دغه تړون نيوکې کړې دي.
 د يادونې ده چې د  ياد تړون  له لاسليک وروسته امريکا يواځې د امنيت په برخه کې هر کال له افغانستان سره د څه کم پنځه ميليارده ډالرو مرسته کوي.
د بلخ سرپرست والي د هېواد په  شمالي ولايتونو کې وروستيو نا امنيو ته په اشارې سره مرکزي حکومت دغو نا امنيو ته پر نه پاملرنې تورن کړ.
هغه زياته کړه : (( تر دې مخکې چې د شمال امنيتي حالت خراب شي، ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله سره مې دا موضوع شريکه کړې وه، چې د شمال حالات مخ په خرابېدو دي، خو هغوى زما څرګندونو ته پاملرنه ونه کړه. ))
عطاء محمد نور ګواښ وکړ، چې که  په شمال کې نا امنۍ همدا ډول روانې وي، نو اړ دى چې په شمال کې د امنيت ټينګ لپاره ولسي خوځښتونه رامنځته کړي.
نوموړي ادعا وکړه، چې د مرکزي حکومت کړنې او ويل  سره تړاو نه لري ، يواځې غټې غټې خبرې کوي، خو په عمل کې بيا هېڅ کار نه کوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.