Faryab HPC director survives bomb attack

ميمنه (پژواک، ٢٧ ورى ٩٤): د فارياب ولايت د سولې عالي شورا مشر مولوي اسدالله جمالي له يوې چاودنې روغ ووت او له دولته يې وغوښتل چې د ده امنيت ونيسي.
د فارياب يوه ولايتي چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري ژانس ته وويل چې ياد ماين تېره ورځ د ميمنې ښار د درېيمې ناحيې په تنوري ساحه کې د مولوي جمالي د کور مخې ته تر يوه پولګټي لاندې اېښودل شوى و او د شپې په اتو بجو وچاودېد.
سرچينه وايي چې ياد بوشکه يي ماين ته د ريموټ له لارې چاودنه ورکړل شوې او د چاودنې له امله يې چا ته زيان نه دى رسېدلى، خو زيانونه يې اړولي دي.
په دې اړه څېړنې پيل شوې او تر اوسه د قضيې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
د فارياب د سولې شورا مشر وايي چې په دې چاودنه کې يې د کور دروازه، کړکۍ او ښېښې ماتې شوې، خو ساتونکو ته يې زيان نه دى رسېدلى.
مولوي جمالي چې په فارياب کې د اسلامي جمعيت تنظيم ولايتي مشر هم دى، پژواک ته يې وويل: ((دا چاودنه د طالبانو کار دى؛ ځکه چې زه د طالبانو جهاد ناروا، ځانمرګي او چاودنې حرامې بولم، په همدې سبب طالبانو په بيا بيا د وژلو ګواښ راته کړى.))
جمالي زياته کړه چې تر اوسه د ده د هڅونو په نتيجه کې شاوخوا ٣٠٠ وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي چې دا هم د دولت پر ضد د جنګېدونکو وسله والو طالبانو د مزاج خلاف عمل دى.
هغه له دولته غوښتنه وکړه چې درې ساتونکي ورته بسنه نه کوي او بايد د ده د امنيت په خوندي کولو کې زياته هڅه وکړي.
يوه سيمه ييز مخور د نوم نه ښودو په شرط وويل چې په دې چاودنه کې د مولوي جمالي د دوو ګاونډيو کورونو ښېښې هم ماتې شوې دي.
هغه زياته کړه: ((موږ پر ډوډۍ خوړلو بوخت وو چې زوروره چاودنه وشوه او د ښېښې ټوټې پر دسترخوان را ولوېدې.))
دوه کاله وړاندې هم ناپېژاندو وسله والو د فارياب د سولې شورا د مشر پر کور لاسي بم غورځولى و، زيان يې نه درلود.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.