Nawroz festival to be celebrated with enthusiasm: PC members

مزارشريف (پژواک، ١٠ کب ٩٣): د بلخ ولايتي شورا هڅه کوي چې په مزارشريف کې د روان کال د نوروز د جشن لپاره د زياتو خلکو د ګډون په موخه هر اړخيزې اسانتياوې رامنځته کړي.
د ولايتي شورا ځينو وکيلانو د کب په ۹مه له پژواک خبري اژانس سره په مرکو کې وويل چې د بېلابېلو لاملونو له امله د تېر کال د نوروز جنش ګډونوال د پخوانيو کلونو په پرتله کم وو چې بايد په روان کال کې راتلونکی جشن په پوره شور سره ونمانځل شي.
هر کال په مزارشريف ښار کې د وري په لومړۍ نېټه د حضرت علي کرم الله وجهه په روضه کې د جنډې په درېدو د نوي کال جشن نمانځل کېږی چې د هېواد له ځينو ولايتونو او بهرنيو هېوادونو زرګونه خلک په کې برخه اخلي.
د بلخ د ولايتي شورا غړي او د نوروز جشن لپاره تنظيم د چارو د کمېسيون غړي محمدهاشم عظيمي پژواک ته وويل چې په مزارشريف کې د نوروز کلنی جشن په سيمه ييزه کچه ارزښت لري او د افغانانو د تاريخي فرهنګي مخينه په ډاګه کوي.
نوموړي زياته کړه،  که څه هم هر کال د ياد جشن د ښې لمانځنې په موخه د دولت له خوا هر اړخيزې چارې ترسره کېږي؛ خو تېر کال د خلکو کم ګډون د جشن رنګ پيکه کړی و.
نوموړي زياته کړه چې د کلکو امنيتي تدابيرو ترڅنګ د راتلونکو مسافرو لپاره د تفريحي پروګرامونو او په هر اړخيزه توګه د نرخونو د کچې ساتنه مهم مسايل دي.
د هغه په وينا، دوی له تېرو څو ورځو د بلخ له اطلاعات و فرهنګ رياست او له اولمپيک سره په چارو بوخت دي، چې بايد د هنري او فرهنګي پروګرامونو تر څنګ په سږني جشن کې د خلکو د تفريح په موخه د ياد سپورتي پروګرامونه هم زيات کړای شي چې په تېرو کلونو کې خورا کم و.
عظيمي همداراز وويل چې په تېرو کلونو کې د جشن په نږدې کېدو سره د عام بازار د لومړنيو توکو د نرخونو د لوړېدو تر څنګ د هوټلونو او مسافرخانو په نرخونو کې د څو برابره زياتوالي شاهدان دي.
نوموړي زياته کړه چې سږ کال به د ورته چارو مخه په پوره تدابيرو سره نيول کېږي.
د هغه په وينا، ښاروالي ژمنه کړې چې د هوټلونو او مسافرخونو د خوراک او هستوګنې بيې به د نوروزو تر ورځې پورې هېڅ ډول توپير نه کوي.
عظيمي همداراز وويل، پتېيل شوې چې د نوروز جشن په درشل کې به په عمومي توګه د ښار په مارکېټونو کې د يوې ورځې لپاره د عام بازار د نرخونو په پرتله ۳۰ سلنه کمښت اعلانېږي، له دې سره به په بازار کې د عامو توکو د نرخونو د لوړېدو مخه هم ونيول شي او خلک به هم تشويق شي.
خو د ولايتي شورا وکيل شجاع الدين شجاع پژواک ته وويل چې د سږني جشن لپاره له هر څه وړاندې د امنيتي تدابيرو په اړه زيات کوشش کول، لومړنۍ اړتيا ده.
نوموړي زياته کړه: ((زه ګومان کوم چې د تېرو کلونو په پرتله به راتلونکی جشن له ډېر امنيتي ګواښونو سره مخ وي، حکومت نوی شوی په لويه کچه د ترهګرو کړنو بېل رنګ خپل کړی نو بايد امنيتي تدابير هم په نوي شکل ونيول شي.))
خو د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي چې د نوروز جشن د نمانځنې د امنيت د ټينګښت لپاره هر کال د افغان ځواکونو د ګډو ارګانونو له خوا تدابير نيول کېږي چې سږ کال هم په پوره توګه پلان شوي او د عملي کېدو په درشل کې دی.
د بلخ سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالرزاق قادري پژواک ته وويل چې د نوروز جشن لپاره يې امنيتي پلان چمتو دی او په پرله پسې توګه د عملي کېدو په حال کې دي.
نوموړي زياته کړه چې له همدې شېبې د مزار ښار شاوخوا امنيتي ګزمې پيل شوې او د ښار د څارنې چارې ډېرې شوې دي.
د هغه په وينا، د ياد پلان له مخې به دوی د ښار شاوخوا په امنيتي پوستو او کمربندونو کې زياتوالى راولي چې له امله به يې ښار ته راتلونکې ټولې لارې تر څار لاندې وي.
قادري وويل چې په دغو امنيتي تدابيرو کې ټول افغان ځواکونه، ملي پوليس، ملي اردو او ملي امنيت په پوره توګه برخه اخلي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.