Over 7,541 patients treated in Kandahar hospital in 2014

کندهار (پژاک، ٢ کب ٩٣): د کندهار د ميرويس روغتون مسوولين وايي په ٢٠١٤ زېږديز کال کې دغه روغتون ته له چاودنو، جګړو او ترافيکي پېښو ٧٤٥١ ټپيان ور وړل شوي چې ځينو يې د سختو ټپونو له امله وروسته ساه ورکړې ده.
د ميرويس روغتون رييس ډاکټر محمدداود فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر زېږديز کال کې دغه روغتون ته د ماينونو د چاودنو له پېښو د ١٩ ماشومانو په ګډون ١٠٥٦ کسان ور وړل شوي چې له دې ډلې ٢١٥يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
هغه زياته کړه، په ورته توګه دغه روغتون ته پر ډزو لګېدلي ٨٦٨ تنه ور وړل شوي چې ٥ يې ماشومان او نور يې لويان وو، له دې ډلې ٣٠٣ يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې او د نورو درملنه شوې ده.
نوموړى وايي، د جګړو او ماينونو په پرتله د ترافيکي پېښو مرګ ژوبله تر ټولو ډېره ده او په دې کال کې ياد روغتون ته له همدې پېښو د ٣١١ ماشومانو په ګډون ٥٥٢٧ تنه د درملنې لپاره ور وړل شوي چې ١٤٨ يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د ده په خبره، دغه کسان د موټر، موټرسايکل، زرنج او نورو وسايطو په ټکرونو کې ژوبل او مړه شوي دي.
خو ده وويل، د هغو کسانو چې درملنه يې شوې، ٢٠ سلنه يې دايمي معيوب شوي چې د ډېرو يې لاسونه او پښې فلج شوي دي.
فرهاد زياتوي، دا چې ميرويس روغتون د حوزې په کچه فعاليت کوي، نو دغه روغتون ته پر کندهار سربېره له هلمند، زابل، اروزګان او يو شمېر نورو ولايتونو هم د جګړې او ترافيکي پېښو ټپيان د درملنې لپاره ور وړل کېږي.
بلخوا د کندهار امنيتي مسوولين وايي، هڅه کوي چې نه يواځې د جګړو او ماينونو، بلکې د ترافيکي پېښو مخنيوى وکړي او په دې توګه د ملکي وګړو ژوند وژغوري.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني پژواک اژانس ته وويل، وسله وال مخالفين له امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې پر ځاى له ځمکنيو ماينونو کار اخلي، چې نه يواځې امنيتي ځواکونو بلکې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړوي.
هغه زياته کړه: ((امنيتي ځواکونه هره ورځ په کندهار ښار او ولسواليو کې په پر له پسې توګه عمليات کوي، تر څو د وسله والو د فعاليتونو مخه ونيسي او د هغوى له خوا خښ شوي ماينونه شنډ او له منځه يوسي، تاسې وينئ چې امنيتي ځواکونه هره ورځ لسګونه کړۍ ماينونه تر کشف وروسته له منځه وړي او په دې توګه د ملکي خلکو ژوند ژغوري.))
نوموړي په دې وروستيو کې د هدفي وژنو د زياتېدو په اړه وويل چې دغه راز ډېرې پېښې جنايي بڼه لري او د خلکو تر منځ د شخصي ستونزو زېږنده دي.
هغه که څه هم په کندهار کې د هدفي وژنو د شويو پېښو ارقام ور نه کړل، خو ويې ويل چې پوليسو د دغو پېښو د مخنيوي په موخه خپل فعاليتونه ډېر کړي او وخت په وخت يې په هدفي وژنو کې ښکېل کسان نيولي او د محاکمې لپاره يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.
خو څو ورځې وړاندې د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق ويلي وو چې وسله وال مخالفين د ګرمۍ په موسم کې په ولسواليو کې جګړه مخ ته وړي، خو د ژمي په موسم کې تاکتيک بدلوي او په ښار کې په هدفي وژنو او غلچکي بريدونو لاس پورې کوي.
 
د هغه په وينا، د همدې لپاره وسله والو ته د ډيورنډ کرښې په هغې غاړه کې د استخباراتو له خوا روزنه او بې غږه تومانچې ورکول کېږي چې ډېر مهال په کې د نورو تر څنګ پوليس ډېر په نښه کېږي.
هغه يادونه وکړه چې پوليس به په ټول توان د وسله والو د دغه راز بريدونو مخنيوى کوي.
د کندهار د ترافيکو مدير محمدالله خان وايي چې په دې وروستيو کې يې د ترافيکي پېښو د مخينوي په موخه خپل اقدامات چټک کړي دي.
نوموړي زياته کړه، تر هغه وروسته چې دوې اوونۍ مخکې د کابل- کندهار پر لويه لاره په زابل کې د يوې خونړۍ ټرافيکي پېښې پر مهال له ۶۰ زياتو مسافرينو ته مرګ ژوبله واوښته، مسافر وړونکو موټر چلوونکو ته يې د سفر معين وخت ټاکلى او که کوم موټر له خپل وخت مخکې ښار ته داخل شي نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د ده په خبره، د کندهار د ترانسپورټ او ترافيکو رياست له پرېکړې سره سم په کندهار کې د ۳۰۳ مسافر وړونکو موټرو د نماينده ګيو ۱۳ استازي ورغوښتل شوي وو، تر څو د کابل- کندهار، هرات- کندهار، فراه- کندهار او هلمند- کندهار پر لويو لارو د ترافيکي اصولو مطابق تګ راتګ وګړي.
نوموړى وايي، له دې وروسته يو ۳۰۳ موټر هم نه شي کولاى د سهار له لسو بجو مخکې کندهار ښار ته داخل شي، بلکې له کابله تر کندهار پورې غځېدلې لاره بايد په پوره اتو ساعتونو کې ووهي.
هغه زياته کړه چې په همدې موخه به د کندهار تر ميوند او د زابل تر ښار صفا ولسواليو پورې د لارې مسير هم څاري او د هغو موټرو د درولو او جريمه کولو هڅه کوي چې تر ټاکلي وخت وړاندې کندهار ته داخل شي.
د کندهار ښار اوسېدونکي د چاودنو، جګړو او ټرافيکي پېښو له امله د مرګ ژوبلې د کچې زياتېدا اندېښمن کړي او وايي تر دې مهاله يوه لوري هم د خلکو د ژوند د خونديتوب لپاره څه نه دي کړي.
د عبدالاحد په نوم د کندهار ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکى وايي، خلکو ته ډېره مرګ ژوبله د ټرافيکي پېښو له امله اوړي، په داسې حال کې چې که هڅه وشي نو تر ډېره حده يې مخنيوى کېداى شي.
دى وايي: ((موږ تل د ملکي مرګ ژوبلې په برخه کې د جګړې ښکېلې غاړې ګرموو، خو دا مو هېر کړي چې له جګړې ور ها خوا ډېره مرګ ژوبله ټرانسپورټي شرکتونه اړوي، که په جګړو کې د خلکو د مرګ ژوبلې مخنيوى ګران دى، نو د ټرافيکي پېښو مخنيوى خو اسانه دى، حکومت يې ولې په اړه اقدام نه کوي؟))
نوموړى پر خلکو او حکومت غږ کوي چې د خلکو د ژوند د خونديتوب لپاره دې په ګډه کار وکړي او د هغو کسانو مخه دې ونيسي چې په بېلابېلو بڼو له خلکو ژوند اخلي.
د کندهار ښار يو بل اوسېدونکى عبدالباري چې په خپله هم د ماين د چاودنې قرباني دى له وسله والو غوښتنه کوي، چې د ماينونو له خښولو دې لاس واخلي او له خلکو څخه دې ژوند نه اخلي.
دى وايي، څلور مياشتې وړاندې يې په ميوند کې له يوه کلي بل ته په موټر کې سفر کاوه چې د سړک د غاړې د ماين چاودنه پرې وشوه، چې دى په کې ټپي شو خو دوه تنه نور په کې ووژل شول.
د نوموړي په وينا، که څه هم درملنه يې شوې ده، خو دغې پېښې يې اوس ژوند نيم کړى او د خپلې کورنۍ د اوږو بار ګرځېدلى دى.
هغه زياتوي، د ماينونو او جګړو له وېرې خلک خپل عادي ژوند نه شي کولاى، په کار ده ښکېلې غاړې له خدايه ووېرېږي او پر خپلو خلکو زړه وسوځوي، ځکه هيڅوک هم حق نه لري چې له خلکو څخه ژوند واخلي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.