Irresponsible commander in Bamyan joins peace drive

باميان (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٣): د سرهنګ وفا په نوم ځايي قوماندان چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې يې د باميانو په ورث ولسوالۍ کې فعاليت درلود او د خلکو په ځورونه، د ځمکې په غصب او د خلکو په زور پر کډه کولو تورن و، د سولې له پروسې سره يو ځاى شو.
د باميانو امنيه قوماندان مل پاسوال خدايار قدسي نن يوې خبري غونډې ته وويل چې دغه قوماندان له خپلو ١٢ کسانو او ١٥ ميله بېلابېلو وسلو سره دوى ته ور اوښتى دى.
نوموړي د سولې له پروسې سره د سرهنګ وفا يو ځاى کېدنه د سولې او امنيت د خوندي کولو په برخه کې يو مهم ګام وباله او زياته يې کړه: ((له دې وروسته به د باميانو خلک په زيات امنيت کې ژوند وکړي.))
د دغه ولايت د سولې کمېټې مشر محمد صادق علي يار پژواک خبري اژانس ته وويل، څنګه چې د داعش اوازې په خپرېدو دي او د باميانو خلکو يې هم په اړه له دې امله اندېښنه درلوده چې که چېرې دغه ډله وسله وال ګوماري، نو امکان يې درلود چې له همدې تشې او د دولت له مخالفو قوماندانانو يې ګټه اخيستې واى.
هغه وويل چې سرهنګ وفا له تېرو ١٤ کلونو راهيسې د دولت مخالف و، اوس دغه ستونزه حل شوې، امنيت تر مخکې خوندي شوى او خلک له حکومت سره پوره همکاري لري.
د باميانو امنيه قوماندان وويل چې دغه ځايي قوماندان د ورث ولسوالۍ د سپين ږيرو او عالمانو په منځګړيتوب د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى او په اړه به يې هر ډول شوي شکايت ته په محکمو کې ځواب ووايي.
سرهنګ وفا اوس په يکاولنګ ولسوالۍ کې دى خو ونه توانېدو چې نظر يې واخلو.
ځايي چارواکي وايي چې سرهنګ وفا د وحدت ګوند د محمد اکبري ډلې له پخوانيو قوماندانانو دى چې اوس يې د يوه غير قانوني قوماندان په توګه له خپلو وسله والو سره کله کله په ورث ولسوالۍ کې خلک ځورول.
د روان کال د لړم په مياشت کې هم د باميانو يو شمېر خلکو او مدني فعالانو په يوه لاريون کې سرهنګ وفا د خلکو پر وهلو ډبولو تورن کړ او د عدالت غوښتنه يې وکړه.
امنيتي چارواکي وايي چې دا په باميانو کې د وسله والو مخالفينو وروستۍ ډله ده چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه.
د ويلو ده، په وروستي يوه کال کې د وسله والو مخالفينو يوه ٢٠ کسيزه ډله په يکاولنګ او دوې شل کسيزې ډلې د بغلان په تاله او برفک ولسوالۍ کې له سولې پروسې سره يو ځاى شوي دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.