Public representative escapes unhurt in suicide attack

کندهار ښار (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٣): د کندهار د ولايتي شورا مشر له يوه ځانمرګي بريده روغ وتلى ، خو په دې پېښه کې يو ماشوم ټپي شوى دى.

دا ځانمرګى بريد د مرغومي په ٢٨مه، د سهار په شاوخوا لسو بجو د کندهار ښار په عينو مېنه کې وشو.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانمرګى بريد د يوه سپين کرولا موټر په وسيله شوى دى.

هغه زياته کړه، چې دغه ځانمرګى بريدګر د پوليسو تر تعقيب لاندې و او د عينو مينې دويمې فوارې سره يې ځانته چاودنه ورکړې، چې له امله يې بريدګر وژل شوى او يو لاروى ماشوم ټپي شوى دى.

خو په ياده سيمه کې د جميل په نامه يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل چې د ځانمرګي بريدګر موخه د ولايتي شورا رييس سيدجان خاکرېزوال و.

د نوموړي په وينا، د ولايتي شورا رييس دلته اوسېږي، نن په داسې حال کې چې خپل دفتر ته روان و، دويمې فوارې ته له رارسېدو سره سم ځانمرګي بريدګر د هغه موټر سره نږدې ځان ته چاودنه ورکړه.

د جميل په وينا، د ولايتي شورا رييس له بريد څخه روغ ووت ، خو موټر يې لږ زيانمن شوى او له بريده وروسته هغه له سيمې څخه په خوندي توګه ووت .

د مريد په نوم د پېښې يوه بل عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې له چاودنې وروسته د ولايتي شورا د رييس ساتونکو ډزې هم وکړې.

هغه زياته کړه چې چاودنه ډېره زوروره وه او تر چاودنې وروسته د بريدګر په موټر کې اور ولګېد.

د کندهار د ميرويس روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې يواځې يو ټپي ماشوم راوړل شوى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.