د اروزګان له ولايتي شورا مشرانو جرګې ته معرفي شوى استازى رد شو

ترينکوټ (پژواک، ۲۲ لېندۍ ٩٣): د ولايتي شوراګانو د وروستيو پايلو تر اعلان له څه باندې يوې مياشتې تېرېدو وروسته هم د اروزګان د ولايتي شورا پلاوى نه دى ټاکل شوى او د ټاکنو کمېسيون هغه استازى مسترد کړى چې مشرانو جرګې ته يې معرفي کړى و.

د اروزګان د ولايتي شورا وکيلانو د لوړې تر مراسمو لس ورځې وروسته يو وکيل مشرانو جرګې ته معرفي کړى، خو د ټاکنو کمېسيون دغه وکيل ځکه نه دى منلى چې په اسنادو کې يې ستونزه وه.

مشرانو جرګې ته د اروزګان د استازي د معرفي کولو په ټاکنو کې د ولايتي شورا غړي محمد ظاهر نادري د پنځو رايو په خپلولو سره لاره پيدا کړې وه.

په اروزګان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دفتر مشر عبدالحميد شريفي د لېندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې مشرانو جرګې ته د اروزګان د بريالي وکيل اسناد يې کابل ته ليږلي وو.

خو هغه وايي چې په کابل کې د دوى مرکزي دفتر د نادري اسناد جعلي بللي او دا بېرته مسترد کړل.

د شريفي په وينا، د ټاکنو د قانون له مخې هر هغه کس چې غواړي نوماند شي، نو بايد په اوله ورځ د ټاکنو په کمېسيون کې خپله تذکره او د رايې کارت ثبت کړي، خو ظاهر نادري چې کله خپله تذکره ثبت کړې وه، نو عمر يې ٣٢ کلن ښودل شوى و.

دى وايي، کله چې نادري پوه شوى چې عمر يې د مشرانو جرګې لپاره کم دى، نو بله تذکره يې جوړه کړې او په هغې کې يې خپل عمر ٣٦ کاله ښودلى و.

د ټاکنو د ځايي دفتر مسوول وويل چې په کابل کې د دوى مرکزي ادارې د نادري دغه کار جعل او تذوير وباله، د هغه اسناد يې بېرته ولېږل او د مشرانو جرګې د استازي لپاره يې د بيا ځلې ټاکنو امر وکړ.

شريفي وايي، اوسمهال د اروزګان د ولايتي شورا د وکيلانو تر منځ ناندرۍ او اختلافات روان دي، دوى نه هم د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره يو ځاى کېږي او نه هم د مشرانو جرګې لپاره د استازي د ټاکلو لپاره.

ده زياته کړه: ((که چېرې د ولايتي شورا د وکيلانو دوه پر درې برخې هم راټول شوي، نو موږ د قانون له مخې ټاکنې ترسره کولى شواى، خو تر اوسه پر دې کار هم نه يو بريالي شوي، چې دغه وکيلان سره راټول کړو.))

د هغه په وينا، وکيلان لګيا د پردې شا ته پر پيسو معاملې کوي او هر يو هڅه کوي چې ځان ته رايې پيدا کړي، تر اوسه يې درې ځلې غوښتي خو نه دي راټول شوي.

د ولايتي شورا يو نوماند محمدحنيف حنيفي پژواک اژانس ته وويل چې دى هم په تمه دى چې ژر تر ژره ټاکنې ترسره شي، خو وکيلان د اختلافاتو له امله نه سره جوړېږي.

هغه زياتوي: ((وکيلان پر ډلو وېشل شوي دي او نه غواړي چې ټاکنې ترسره شي.))

څه موده مخکې وکيلانو يو ټيټ عمر لرونکى وکيل مشرانو ته جرګې په جعلي تذکرې معرفي کړ او هڅه يې کوله چې د ولس پر برخليک لوبې وکړي، خو ښه دى مخه يې ونيول شوه.

د حنيفي په وينا، دا معلومه نه ده چې څه وخت به ياد نهه نوماندان سره بيا يو ځای شي او بيا ځلې به د مشرانو جرګې او اداري پلاوي لپاره ټاکنې ترسره کړي.

له بلې خوا د ټاکنو د کمېسيون له خوا مسترد شوي محمد ظاهر نادري پژواک اژانس ته وويل چې دى سنا مجلس ته بريالى شوى او اوس هم سناتور دى.

هغه وايي چې اوس مهال په کابل کې او خپل کارونه پر مخ وړي.

نادري پخپلو اسنادو کې ستونزه د کورنيو چارو وزارت پورې اړوند بولي او زياتوي چې هلته يې په اسنادو کې يو شمېر کسانو لاسوهنه کړې، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنکړل.

هغه وايي، چې څو ورځې وروسته اروزګان ته روان دى او ددې ولايت داداري پلاوي په ټاکنو کې به هم برخه واخلي.

د اروزګان سرپرست والي امان الله تيموري بيا ددې ولايت د ولايتي شورا د اداري پلاوي په ټاکنو کې پر رامنځته شوي ځنډ خواشيني څرګندوي او زياتوي چې دغه ځنډ د ټاکنو د کميسيون او وکيلانو لخوا رامنځته شوى دى.

هغه زياتوي چې د مشرانو جرګې لپاره نادري تر حنيفي زياتې رايې اخيستې وې او مشرانو جرګې ته معرفي شوى و، خو وايي چې څه موده وروسته د ټاکنو کمېسيون له خوا ولايت ته مکتوب ولېږل شو چې په کې د نادري عمر کم و او يادې ټاکنې باطلې اعلان شوې وې.

والي وايي چې نادري اوس په کابل کې دى او د ټاکنو د شکايتونو په کمېسيون کې يې خپل شکايت ثبت کړى دى.

تيموري وايي چې ولايتي اداره په دې برخه کې بې پلوې ده او د ستونزې د هواري لپاره هر ډول مرستې او همکارۍ ته ژمنه ده.

په دغه ولايت کې د مدني ټولنې يو فعال نجيب الله وايي چې هر څومره ژر کېداى شي د دغه ولايت د ولايتي شورا اداري پلاوى بايد وټاکل شي.

هغه زياته کړې چې په دې برخه کې د ځنډ زياتېدو سره د ولس ستونزې هم زياتېږي او د ستونزو د هواري يو ښه مرجع به له لاسه ورکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.