د ټاکنو کمېسيون بلخ کې ځينو رسنيو ته ستاينليکونه ورکړل

مزارشريف (پژواک، ١٧ لړم ٩٣): په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دغه ولايت لسګونو رسنيو ته د ولسمشريزو او ولايتي شورا د ټاکنو پر مهال د ښې دندې ترسره کولو په وياړ ستاينليکونه ورکړل.

دغه مراسم د لړم په ۱۷مه د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې ترسره شول چې او د پژواک خبري اژانس د خبر او ويډيو دواړو برخو ته يې ستاينليکونه ورکړل.

د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوول عزت ارمان د يادې غونډې په پيل کې وويل، دوی يواځې هغه رسنۍ ستايي چې د ټاکنو پر مهال يې د خلکو د ويښتابه او معلومات رسولو په برخه کې بې پليتوب ساتلی وي.

نوموړي زياته کړه چې د بلخ رسنيو تر ډېره د ټاکنو پر مهال ښه دنده ترسره کړې؛ خو ځينو يې د يوې خوا په ننګه هم رسنيزې کړنې ترسره کړې دي.

په بلخ کې د پژوک خبريال او د افغانستان د شمال خبريالانو د ټولنې مرستيال ذبيح الله احساس د بلخ د رسنيو په استازيتوب د ټاکنو له کمېسيونه مننه وکړه.

نوموړي د ټاکنو پر مهال د رسنيو رول رغنده وباله او زياته يې کړه چې په ټاکنو کې د خلکو بې سارى ګډون يو لامل د رسنيو ښه کار کول دي.

د ټاکنو د رسنيز کمېسيون سرپرست حشمت الله رادفر وويل چې که څه هم رسنيو د هېواد په کچه د ټاکنو اړوند د خلکو په ويښتابه کې رغنده رول درلود خو ځينو رسنيو بې پرې توب خوندي نه شو کړای.

نوموړي زياته کړه چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې ۱۴ رسنۍ او دويم پړاو کې ۲۵ رسنۍ د رسنيزو سرغړونو له امله نغدي جريمه شوې چې د لسو رسنيو دوسيې دمګړۍ په لويه څارنوالۍ کې دي.

رادفر د ټاکنو د هر اړخيزو ستونزو لامل د ټاکنو کمېسيون قانون په ګوته کړ چې په زياته کچه سمونې ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړه: ((د ټاکنو د ټولو ستونزو مور د ټاکنو د کمېسيون قانون دی.))

د هغه په وينا، د دوی د وړانديز له مخې د ټاکنو قانون ۱۹ موارد بيا کتنې او بدلون ته اړتيا لري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.