مزارشريف (پژواک ٦ لړم ٩٣): د بلخ ولايتي شورا ته له پخوانيو ښځينه وکيلانو يوه هم نه ده بريالۍ شوې خو په نارينه وو کې د ولايتي شورا د پخواني رييس په ګډون پنځه پخواني وکيلان بريالي شوي دي.
د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس عزت الله ارمان د لړم په ۶مه پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل چې د غويي په ۱۹مه يې د ولايتي شورا ۱۹ کسان د برياليو وکيلانو په توګه په لومړنيو پايلو کې اعلان کړل.
نوموړي زياته کړه چې د شکايتونو کمېسيون د شوو شکايتونو پر بنسټ له کتنو وروسته يې د يوه کس په بدلون پايلې بېرته واستولې.
د هغه په وينا، د شکايتونو کمېسيون د بيا کتنو په ترڅ کې د بي بي نسا په نوم چې د دوی په لومړني لېست کې نولسمه بريالۍ وکيله وه، پر ځای يې ډاکتر رحيمه رحيمي تره کې د وکيلې په توګه وټاکل شوه.
ارمان وويل چې په برياليو نوماندانو کې د پخوانۍ ولايتي شورا يوې ښځينه وکيلې هم لاره نه ده پيدا کړې.
نوموړي زياته کړه چې په نوو ښځينه برياليو وکيلانو کې ريحان سادات، يلدا فرنګېس سوګند، طاهره حقجو او ډاکتر رحيمه رحيمي تره کې شاملې دي.
د هغه په وينا، د سړو په برخه کې د بلخ ولايتي شورا د پخواني رييس په ګډون پنځو پخوانيو وکيلانو بيا لاره پيدا کړې ده.
ارمان وويل چې په پخوانيو وکيلانو کې چې بيا يې ولايتي شورا ته لاره پيدا کړې، رييس عبدالخالق، د ولايتي شورا پخوانی رييس ډاکتر محمدافضل حديد، استاد عبدالوکيل، حاجي غلام عباس اخلاقي او حاجي شاه محمد جمالي شامل دي.
نوموړي زياته کړه، کله چې له يادو وکيلانو يو تن مشرانو جرګې ته معرفي شي نو پر ځای به يې د محمداصف مومند په نوم کس چې دمګړۍ په ريزرف حالت کې دى، د ولايتي شورا د وکيل په توګه لار پيدا کړي.
د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس ارمان که څه هم په دغه ولايت کې له شوو ټاکنو خوښي څرګنده کړه خو دا يې هم وويل چې په پر ټاکنو سيمه ييزو زورواکو اغېز درلود او لاسوهنې په کې وشوې.
نوموړي زياته کړه چې په بلخ ولايت کې د ولايتي شورا او ولسمشرۍ ۱۱۰۰ محلونه وو چې ۳۱ يې له ټاکنو وروسته باطل اعلان شول.
د هغه په وينا، له بلخ ولايت څخه ۱۲۹ کسانو ولايتي شورا ته ځانونه کانديد کړي وو چې ۱۷ په کې مېرمنې وې چې له ټولو څخه ۱۵ سړو او څلورو ښځو ولايتي شورا ته لاره پيدا کړه.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.