نوی حکومت دې ځوانانو ته کاري زمينې برابرې کړي

غزني (پژواک ۴ لړم ۹۳): د غزني ولايت يو شمېر ځوانانو له نوي حکومته غواړي چې له ژمنو سر سم دې ورته کاري زمينې برابرې کړي.

دا غوښتنه د غزني په ښار کې د لړم په ٤مه په هغې غونډه کې وشوه چې لسګونو ځوانانو، د ولايتي شورا ځينو غړو او چارواکو برخه په کې اخيستې وه.

د خوست له پوهنتونه فارغ نورالله وويل، څلور کاله مخکې يې زده کړې پاى ته رسولې خو د ده په وينا د واسطې د نه درلودو له امله يې لا هم دنده نه ده موندلې.

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې له کړو ژمنو سر سم دې ځوانانو ته د کار زمينې برابرې کړي.

ولسمشر اشرف غني احمدزي د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال ويلي وو چې ځوانانو ته به کاري زمينې برابروي.

د رحيم الله په نوم يوه بل بې روزګاره ځوان وويل، په تېر حکومت کې هره دنده د پيسو او واسطې له لارې ترلاسه کېده.

ده له نوي حکومت غوښتنه وکړه چې دغه ټکي پاملرنه وکړي او ځوانانو ته کاري فرصتونه پيدا کړي.

دى وايي: ((زه داسې کسان پېژنم چې زده کړې يې پرېيښې او د کار لپاره بهرنيو هېوادونو ته تللي، له نوي حکومته غواړم چې په کور دننه د کار زمينه برابره کړي.))

د غونډې يوې ګډونوالې سعيدې هم پر تېر حکومت نيوکه وکړه چې ځوانانو ته يې ډېره پاملرنه نه کوله.

سعيده وايي: ((ځوانانو ته يې نه يوازې دندې نه دي ورکړي، بلکې د ولسواليو ځوانانو ته يې د زده کړې زمينه هم نه وه برابره کړې.))

سعيده چې د غزني د مقر ولسوالۍ اوسېدونکې ده وايي، په دې ولسوالۍ کې لسګونه ځوانان او نجونې له زده کړو بې برخې پاتې دي.

د غزني د ولايتې شورا رييس عبدالجامع جامع وويل په تېرو ١٣ کلونو کې ځوانانو ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

جامع غوښتنه وکړه چې د لرو پرتو ولسواليو او سيمو ځوانانو ته دې پاملرنه ډېره شي او کاري زمينې دې ورته برابرې شي.

په غزني کې د ځوانانو مدير عبدالاحد مرجانخېل وايي، د غزني په ډېرو ولسواليو کې د ځوانانو ټولنې شته او د يو شمېر موسسو په مرسته يې ورته د زده کړو کورسونه برابر کړي دي.

مرجانخېل زياتوي چې رښتيا هم په تېر حکومت کې ځوانانو ته هغسې چې تمه وه کاري زمينه برابره نه شوه خو دغه ځل هيله لري چې نوى حکومت به ځوانانو ته کار پيدا کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.