فراه (پژواک،۲۲تله۹۳): په فراه کې سلګونو تنو په يوه غونډه کې د ملي يوالي له حکومت څخه ملاتړ وکړ او غوښتنه يې ترې وکړه چې په هېواد کې د قانون تنفيذ، د سولې ټينګښت او بيا رغونې ته ډېره پاملرنه وکړي.
په دې غونډه کې چې د فراه د والي له خوا جوړه شوې وه، قومي مشرانو، ديني پوهانو، د مدني ټولنې فعالانو او ځوانانو برخه لرله.
د فراه والي محمد عمر شېرزاد په دې غونډه کې وويل چې  نوی حکومت ډېر ښه پلانونه لري، چې له لارې به يې په هېواد کې د قانون حاکميت او عدالت راشي او زورواکي به ختمه شي.
شېرزاد وويل:" د افغانستان ولس بايد د هېواد د ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د پلانونو په تطبيق کې همکاري وکړي."
د فراه والي وويل چې په تېره لسيزه کې فراه ته پاملرنه نه ده شوې او له  نوي حکومت څخه غواړي چې دې ولايت ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه چې د فراه خلک اوس هم له برېښنا څخه محروم دي او په بېلابېلو برخو کې بيا رغونې ته اړتيا لري.
د ده په وينا، د فراه د برېښنا،د ۷۸ ميل ترانزيټي سړک جوړونه چې فراه له ايران سره نښلوي او د بخش اباد د اوبو د بند جوړونه په دې ولايت کې هغه مهمې پروژې دي، چې بايد پلي کېدو ته يې پاملرنه وشي.  
په فراه کې د ملی غورځنګ ګوند استازي سيداحمد قلعه کاهي په نننۍ غونډه کې وويل: "موږ له نوي حکومت څخه چې د ستر علمي شخصيت ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ جوړه شوی، ملاتړ کوو."
هغه وويل چې د ولسمشر په امر د کابلبانک د دوسيې بيا څيړل ډېر ښه او د ستاينې وړ اقدام دى.
ده هيله څرګنده کړه ، تر څو له ټولو هغو کسانو سره قانوني چلند وشي، چې د ملت شتمني يې غلا کړې ده.
سيداحمد، له ولسمشر څخه وغوښتل چې د وزيرانو په ټاکلو کې ډېره پاملرنه وکړي او هغه کسان وټاکي چې پوهه، صداقت او اخلاص لري.
ده وويل:"د اداري اصلاحاتو اداره ډېره په فساد ککړه ده او د همدې ادارې په مرسته ډېرونالايقو کسانو د دولت مهم بستونه اشغال کړي، چې همدوي په خپله په هېواد کې د فساد لامل هم دي؛ حال دا چې متخصص او په کار پوه ځوانان مو په بازار کې پياز او کچالو خرڅوي."
د فراه يوتن ديني عالم مولوي نوراحمد وويل چې  قانون بايد هغه ډول چې ولسمشر اشرف غني وعده کړې، پر ټولو افغانانو مساويانه پلى شی.
ده وطن ته خدمت کول ديني او اسلامي وجيبه وبلله او ويې ويل چې که ولسمشر خپلې وعدې عملي کړي؛ د افغانستان ټول علما به ورسره همکاري وکړي.
د فراه ولايت د مدني ټولنې د شبکې مسوول جاوېد تابش وويل چې نوی حکومت دې خلکوته د کار زمينه مساعده کړي.
 د هغه په وينا، اوس مهال په سلګونه ځوانان په فراه کې وزګار دي او د مجبورۍ له امله د مزدورۍ لپاره ايران ته ځي.
د هغه د څرګندونو له مخې، تېرو حکومتونو هېڅ په فراه کې مهم بنسټيز کار نه دى کړی؛ خو تمه لري چې  ولسمشر احمدزی لږ تر لږه د فراه د بخش اباد بند چې د دې ولايت د خلکو يوه پخوانۍ هيله ده، جوړکړي. 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.