Lawmaker escapes unhurt in Baghlan attack

پلخمري-فيض اباد (پژواک ٢ تله ٩٣): په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازى او د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس له وسله وال بريده روغ وتلى خو يو ساتونکى يې ټپي شوى دى.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول جاوېد بشارت وايي چې د ولسي جرګې پر غړي عاشق الله وفا تېره شپه بغلان ته د ستنېدو پر مهال د کابل – شمال لويې لارې په اوږدو کې وسله وال بريد وشو.

هغه پژواک ته وويل چې وفا له دغه بريد روغ وتلى، خو يو ساتونکى يې ټپي شوى دى.

بشارت زياته کړه چې بريدګر د پوليسو له ورسېدو سره له سيمې تښتېدلي دي.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې امنيتي ځواکونو په بيا بيا وکيلانو ته ويلي چې د سفر پر مهال دې دوى په جريان کې کوي څو امنيت يې ونيول شي خو دغه وکيل د پوليسو له خبرولو پرته بغلان ته ستنېده.

عاشق الله وفا پژواک ته وويل چې بريدګرو د شپې لس بجې د بغلان په کيلګي سيمه کې له ځمکو پر ده بريد وکړ او نښته د ٢٠ دقيقو لپاره روانه وه.

نوموړي د خپل ټپي ساتونکي وضعيت ښه وباله او وسله وال طالبان يې په دې پېښه کې ښکېل وبلل، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبيدالله نيازى هم له يوه بريده روغ وتلى دى.

هغه وويل چې تېر ماښام د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار کې د مرستيال والي کار ته روان و چې په سراچه کې سپرو دوو وسله والو پرې د تومانچې ډزې وکړې، خو ده ترې د سړک غاړې يوې ويجاړې ودانۍ ته پناه يوړه او هغوى وتښتېدل.

د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياته کړه چې له دغه بريده روغ وتلى او نه پوهېږي چې دغه عمل چا او ولې کړى دى.

د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن وويل چې له دې پېښې وروسته د امنيتي موظفينو سيمه تر پوښښ لاندې ونيوله خو تر اوسه يې په دې تړاو څوک نه دي نيولي.

نيازى تر دې وړاندې د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رييس و او له يوې مياشتې راهيسې په بدخشان کې دنده اجرا کوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.