‘Poll crisis bruising Afghanistan’s image’

مزارشريف (پژواک، ٢٤ وږى ٩٣ ): د بلخ ولايت د بېلابېلو مدني ټولنو غړي وايي، چې د ولسمشريزو ټاکنو لانجې د افغانستان حيثيت په نړيواله کچه زيانمن کړى دى.

دوی وايي، په تمه و، چې په افغانستان کې به په لومړي ځل د سياسي لېږد چارې په ښه سياسي او ديپلوماتيکه توګه تر سره شي، خو داسې ونه وشوه.

د بلخ ادبي خوځښت غړي او د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد غلام بشير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څو مياشتې وړاندې داسې انګېرل کېده، چې افغانستان به په سيمه کې د سياست نوی باب پرانيزي، خو داسې ونه شول.

نوموړي زياته کړه، چې تېرو ديارلس کلونو په ولس کې مثبت سياسي بدلون راوستی، چې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې يې پراخ ګډون ښه بېلګه ده.

خو د هغه په وينا، لا هم د افغانستان مشران د سياست په الف با کې بند شوي دي.

استاد بشير وويل، چې که افغان مشرانو د سياست په سمو لارو حرکت کړی وای ، نو ممکن د ولسمشريزو ټاکنو پايلې مياشتې وړاندې اعلان وای.

د مدني ټولنې ځينې فعلان وايي، چې د خپل منځي جنګونو او د طالبانو له دورې وروسته افغانستان په نسبي توګه يو څه نړيوال حيثيت پيدا کړی و، خو د ټاکنو د روانې لانجې له امله له ګواښ سره مخ شوى.

له مزارشريف څخه د هويدا په نامه د چاپېدونکې اونيزې مسوول مدير مختار وفايي وويل، چې دواړه ټاکنيزې ډلې حق نه لري، چې د خپلو شخصي او سياسي ګټو په موخه د افغانستان حيثيت له ګواښ سره مخ کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان په څېر جنګ ځپلي هېواد لپاره تېره ديارلس کلنه دوره طلايي او سياسي وه، چې په نړيواله کچه يې په نسبي ډول خپل حيثيت يو څه برابر کړی و.

د هغه په وينا، خپل منځي جنګونو او د طالبانو دورې تر خپلې کچې دغه هېواد له نړيوالو هېر کړی و.

وفايي وويل: (( بايد د دويم پړاو دواړه ټاکنيزې ډلې روان سياسي کړکېچ ته پای ورکړي، په ملت کې نور د هېڅ ډول سور، شين، نارنجي يا په ډول نسبي حرکت وس نشته، ملت خپله دنده د ټاکنو په ورځ تر سره کړې او اوس يې بايد د وطن په ګټه پايلې واوري.))

خو د مدنې ټولنې ځينې فعالين دا هم وايي، چې ولس ته د روانې ټاکنيزې لانجې داسې حل هم د منلو نه دى، چې د هېواد او خلکو په ګټه نه وي.

د مزارشريف اوسېدونکي او د مدني ټولنې فعال سيد اسلم وويل: ((په دې کې شک نشته، چې د ټاکنو روانې لانجې ولس پوزې ته راوستی، اقتصادي مشکلات، ناامني او شته بې باوريو په افغانستان کې عادی ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.))

خو نوموړی زياته کړه، چې سياسي مشران بايد د ولس له شته ستونزو ناوړه سياسي ګټه پورته نه کړي، چې د خپلو شخصي سياسي ګټو پر بنسټ د ټاکنو روانې لانجې ته پای ورکړي.

د هغه په وينا، دواړه ټاکنيزې ډلې د افغانانو پوروړې دي، چې بايد د ټاکنو د ورځو د رايې ورکولو حق يې ورکړي.

سيد اسلم وويل، چې که دواړه ټاکنيزې ډلې په خپلو فيصلو کې د افغانستان ګټې په پام کې ونه نيسي، نو د تېرو ديارلس کلونو هراړخيزې ګټې به له ګواښ سره مخ شي.

نوموړي زياته کړه،لرې نه ده، چې د ټاکنو پر پروسې د ولس شته باور له منځه لاړ شي او افغانستان يو ځل به د روانې لسيزې پيل ته بېرته وګرځي.

تر اوسه پورې د دويم پړاو ټاکنو (د غبرګولي ٢٤ مه) پايلو د اعلان نېټه نه ده معلومه او د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو تر منځ د ټاکنيزو ستونزو د حل په موخه خبرې اترې روانې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.